دوهمه موضوع

Stressregulering


سترس د دې لامل کیږي چې موږ د ذهن د پرځایدو او له خپل بدن سره اړیکی له لاسه ورکړو.موږ کولای شو چی سترس یا ذهني فشارکم کړو او ذهن پرځای کړو د یوه داسې ځای په هکله فکر وکړو چیرته چې هلته موږ غواړو ووسو او ځان خوندي احساس کوو.


د سترس د تنظیمولو په اړه

د سترس د تنظیمولو معنی داده چې موږ کولی شو د ځان د ارامولو لارې زده کړو. یوه لاره دا ده چې له خپل مغز او بدن سره خبرې وکړو.
«خوندي ځای» یو تمرین دی چې تاسو یې هغه وخت ترسره کولی شئ کله چې د ویرې، خپګان او سټرس احساس کوئ. د خوندي ځای د تمرین په مرسته کولای شو په خپلو افکارو کې یو خوندي ځای پیدا کړو. دا کیدای شي هغه ځای وي چې مخکې هلته وو او خوښیږي مو چی هلته ووسو ، او یا هم موږ کولی شو د خپل تخیل په واسطه یو بلکل نوی ځای جوړ کړو.

موږ کله کله لږ سترس او ځنی وختونه بیا ډیر سټرس لرو. تاسو کولی شئ د سټرس لپاره خپله یوه اندازه جوړه کړئ ترڅو د ځان سره وارزوی چې ایا لږ یا ډیر سټرس لرئ . دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې ځان لږ تر فشار لاندې احساس کړئ.

Illustasjon av hode med spørsmålstegn, og et hode med blomstre rundt

vولې باید تاسی د سترس د تنظیمولو په اړه زده کړه وکړئ؟

د سترس ډیری غبرګونونه پرته له دې چې موږ پرې فکر وکړو، منځ ته راځي. خو، کله چې پوه شو چې سټرس لرو یا ډیر ویریدلي یو، نو د ارامیدو لپاره له ذهني تمرینونو څخه کار اخیستلی شو.
کله چې موږ د یو خوندي او ښه شي په اړه فکر کوو، نو له نورو سټرس نه ډکو افکارو څخه فاصله اخلو او بدن مو لا ډیر ارامیږي. موږ همدا راز کولی شو چې د خپل سترس د انداز ی احساس او ارزونه وکړو.

څه باید زده کړو؟

  • د «خوندي ځای» تمرین زده کړو، چې د ارامیدو او بیرته د خوندیتوب د احساس کولو لپاره ترې کار اخیستل کیدای شي.
  • زده کړو چی خپل احساسات وپیژنو، او د سټرس کچه د سټرس د اندازه کولو په مرسته وارزو.