لومړۍ موضوع

Mestring og trygghet


Stress og frykt er naturlige reaksjoner i kroppen. Vi kan lære hva som gjør oss stresset, hvordan kroppen kjennes ut når den er stresset, og hva vi kan gjøre for å hjelpe oss selv med å håndtere stress og bli roligere.

سټرس او ویره په بدن کې طبیعي غبرګونونه دي. موږ زده کولی شو چې څه شی موږ ته د سترس لامل کیږي، کله چې بدن تر فشار لاندې وي څنګه احساس کیږي، او موږ څنګه کولی شو فشار وځغمو او د بدن په ارامیدو کې له خپل ځان سره مرسته وکړو.


د سترس په اړه

هغه حالات یا شیان چې خطرناک معلومیږي، کولای شي موږ وویروي. جګړه، شخړه او کډوالي کولای شي موږ وویروي او موږ له ذهني فشار سره مخ کړي.
سترس یو طبیعي غبرګون دی. ډیر شیان شته چې کولای شي موږ له فشار سره مخ کړي، دبیلګی په توګه ښوونځي ته ناوخته رسیدل یا ازموینه لرل. فشار مو اندیښمن کوي، چی بیا د زده کړې لپاره فکری تمرکز ستونزمن کوي.

ولې باید د سترس په اړه څه زده کړئ؟

کله چې تاسو تر فشار لاندې یاست یا ویریدلي یاست، نو ستاسو د بدن عضلات سخت کیږي. د اوږو او غاړې عضلات نیول کیږي . ساه اخیستل ډیره ګړندي کیږي او زړه په تیزۍ سره دربیږي.
کله چې موږ داسې حالت لرو، نو کولای شو ځینې داسې تمرینونه وکړو چې د بدن د عضلاتو په ارامولو کې مرسته کوي. چی په دې توګه کولای شو ځان ارامه او خوندی احساس کوو.

Hva skal vi lære?/ څه باید زده کړو؟

  • زده کړو چې بدن مو د فشار او ویرې پر وړاندې عادي غبرګونونه ولري.
  • زده کړو چې کوم څه کولای شي موږ وویروي او تر فشار لاندې مو راولي.
  • زده کړو چې څه شی له موږ سره د فشار په ځغملو کې مرسته کولای شي.
  • د «ژورې ساه اخیستنې» او « د ساه ساتنه او ایستنی» تمرینونه زده کړو، کوم چې د خوندیتوب او ارامۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.