څه شی مهم دی؟

Hva er viktig for at barn og unge kan ha det godt selv om livet kan være vanskelig?

ماشومانو او ځوانانو ته د ښه ژوند د درلودلو لپاره څه شی مهم دي ، که څه هم کیدای شي چې ژوند ستونزمن وی؟
هیڅوک نه شي کولای هغه ستونزي چی لیدلی دی په یوازې وزغمي – له همدی کبله د نورو ملاتړ ډیر اړین دی. څیړنې ښیي هغه کسان چې له یو ستونزمني مودی وروسته بیرته ژوند کی بریالی شوی دي، اکثرا پنځه مهم فکتورونه یی پلی کړی دي: 

  1. امنیت –
    ماشومان او تنکی ځوانان بیرته د جسمي او عاطفي له لحاظه امنیت ته اړتیا لري . نظم ، ثبات او د باوري لویانو درلودل په دې برخه کې مرسته کوي.
  2. باطني سکون –
    د فشار او نارامۍ د زغملو لپاره د لارو چارو زده کول، لکه د ساه اخیستلو تخنیکونه یا آراموونکي فعالیتونه، ماشومانو او تنکی ځوانانو ته دا توان ورکوي چې په خپلو احساساتو ښه کنټرول ولري.
  3. په ځان باور –
    ماشومان او ځوانان باید په دی ډاډمن وي چې کولای شي په خپل وضعیت اغیزه وکړي، او کله چې وغواړي نو مرسته ورته رسیدلی شي.
  4. ټولنیز ملاتړ –
    د ښوټولنیزو اړیکو لرل او ځان د یوې ټولنې برخه ګڼل، د ستونزو پر وړاندې د مقاومت د درلودلو لپاره خورا مهم دي.
  5. هیله –
    راتلونکي ته خوشبیني انسان ته د ستونزو پر وړاندې د مبارزې قوت ورکوي او دا باور رامنځته کوي چې هر څه به ښه شي.

دا اصول په جلا توګه هم اثر کوي، خو په یو ځایدو ، یو بل نور هم پیاوړي کوي. والدین، ښوونځی او ملګري کیدای شي دماشومان او تنکی ځوانا نو سره د ژوند په ستونزو کی ښه ملاتړ واوسي .

En sikrel med blå kant. I kanten står ordene: Trygghet, indre ro, mestringstro, sosial støtte, og håp