Om Trygg læring//د مصؤني زدکړي په هکله

- et undervisningsopplegg

مصؤنه زدکړه یو ښوونیز پروګرام دی چې موخه یې د ذهني فشار یا سټریس پوهیدل او زغمل دي. ډیری زده کوونکي په ورځني ژوند کې له فشار سره مخ کیږي، چې کیدای شی د هغوی په زده کړه کی خنډ وکرځي.

En sirkel i beige farge med komponenter av lydsblått, rødt og hvitt. Teksten Trygg læring står i senter av sirkelen

سټرس او نا کراري په بدن کې طبیعي غبرګونونه دي. ځینې وختونه سترس د ورځني ژوند د عادي چارو له امله وي، لکه د ښوونځي دنده، ازموینې، د نویو ملګرو موندل، یا په یوه نوی هیوادکې په نوې ژبه د ښوونځي پیل کول.
خو ځینې وختونه سترس د هغو ویرونکو پیښو له امله رامینځته کیږي چې زده کوونکو په تیرو وختونو کې تجربه کړي دي. د مثال په توګه: د موټر ټکر، ناڅاپي مړینه، سخت ټپي کیدل، زلزله، جګړه یا تېښته.

په مصؤنه زدکړه کې ، تدریس د سټرس د غبرګونونو او آرامتیا په اړه دی، ځکه چې دا د ارامۍ په رامنځته کولو کې مرسته کوي او په ټولګي کې ارامتیا اسانه کوي. کله چې انسان ځان ډیر ارام او هوسا احساس کړي، نو په زده کړه کی ذهنی تمرکز کول ورته اسانه کیږي.
په مصؤنه زدکړه کې زده کوونکي هغه څه چی د سترس لامل کیږي زده کوي، څنګه سترس په بدن کې احساس کیږي، او څنګه کیدای شي د ځینو تمرینونو په مرسته سترس کم شي. د بیلګې په توګه : د ساه اخیستلو تمرینونه، د توازن ساتلوتمرینونه او د ذهنی تمرکز تمرینونه .