Øvelse 1// لومړی تمرین
Trygg plass
Om øvelsen
– en tenkeøvelse
دا د بدن د آرامۍ تمرین دی چیرې چې تاسو د خپل تخیل په واسطه خپل ځان ته داسی ځای رامینځته کوئ ،چیری چی د امن او آرامتیا احساس وکړی، آرام او خوشحاله . دا تمرین ستاسو په ذهن کې د یو خوندي ځای د مجسم کولو په اړه دی. تجسم کول معنی د یو څه په اړه تصور کول یا د هغه څه په اړه فکر کول دی چې څنګه ښکاري یاڅنګه به وي. دا د بدن سره مرسته کوي چې ارام شي او لږ سترس ولري. د دی تمرین اجرا کول تاسو ته دمرسته لپاره مهمه دی. زموږ په ذهنونو کې د خوندي ځای موندل کیدای شي یو څه وخت ونیسي. هرڅومره چې په ځان کی ډیر سترس ولرئ، هومره به د دې خوندي ځای موندل او د آرام کولو لپاره مرسته ترلاسه کول ګران وي.
په دی تمرین کی تاسو د خپل تخیل په واسطه خپل ځان ته داسی ځای را پیدا کوئ ،چیری چی آرام ، امن او خوشحاله وی. کیدی شي چې تاسو مخکې دی ځای کی وي . یا کیدی شي چې تاسو دا ځای په خپل تخیل کې جوړه وئ. ایا اوس مو یو ځای غوره کړ؟ سمه ده، نو اوس به هغه ځای امتحان کړو چې غوره کړی مو دی. بیا به وګورو چې ایا دا اثر کوي.

ډاډ ترلاسه کړئ چې آرامه ناست یاست. سترګې وتړئ یا خپلو بوټانو ته لاندی وګورئ. یو څو ژورې ساه واخلئ. د یو داسې ځای تصور وکړئ چیرې چې تاسو ځان خوندي، ارام او خوشحاله احساس کوئ. تصور وکړئ چې هلته ولاړ یا ناست یاست. ایا ځان په دی ځای کی وینئ؟ د خپل ځای شاوخوا وګورئ. څه وینئ؟ ځان ته نږدې څه وینئ؟ جزیاتو ته وګورئ او مختلفو رنګونو ته پام وکړئ.
تصور وکړئ چې خپل لاس اوږدوي او یو څه لمس کوئ. څنګه احساس کوئ؟ اوس یو څه وړاندې وګورئ. هلته څه لیدلی شئ؟ هڅه وکړئ چې مختلف رنګونه او شکلونه ووینئ.دا ستاسو ځانګړی ځای دی، او هر هغه څه چې غواړئ دلته یې ولرئ، تصور یې کولی شئ.
کله چې هلته یاست، ځان آرامه او سوکاله احساس کوئ. تصور وکړئ چې پرته له بوټانو څخه ګرځئ، او پښې مو مستقیماً په ځمکه لګېږي . ځمکه څنګه احساس کوي؟ ورو ورو شاوخوا وګرځئ او هڅه وکړئ چې شیانو ته چی هلته دی توجه وکړئ. هڅه وکړئ وګورئ چې شیان څنګه ښکاري او څنګه احساس کیږي. او تاسو څه اورېدلی شئ؟ شاید د باد کم غږ، یا د مرغانو اواز، او یا هم د سمندر غږ وي.
آیا په خپل مخ د لمرګرمی احساسولی شئ؟ څه بوی کولی شئ؟ شاید دا د سمندر بوی وي، یا د ګلونو، یا شاید ستاسو د خوښې خواړو بوی؟ پدې ځانګړي ځای کې کولی شئ هغه شیان چې تاسو یې غواړئ ، ووینئ ، کولی شئ هغه لمس کړئ او بوی یی کولی شئ، او ښه غږونه واورئ. همداسی چې ارامیږی ،کولی شئ چی احساس وکړئ چی د استراحت په حالت کی یاستي، بدن مو ارامه کیږي ، ذهن مو ارام کیږي. په ټول وجود کې مو آرامتیا راځی. خپل ځان ارامه او خوشحاله احساس کوئ.
اوس، تصور وکړئ چې یو کس ستاسو تر څنګ دی. دا کس یو ښه ملګری دی، یو څوک چې ښه، پیاوړی او مهربانه دی. هغه همدلته دی چی ستاسو سره مرسته او ستاسو پاملرنه وکړی. تصور وکړئ چې تاسو ورو ورو ګرځئ او د دې کس سره یو ځای خپل ځانګړی ځای لټوئ. تاسو ځان خوشحاله احساس کوئ چې سره یوځای یاست. دا کس ستاسو مرستندوی دی او د ستونزو په هوارولو کې ډېر تکړه دی.
یو ځل بیا په خپل تصور کې شاوخوا وګورئ. ښه وګورئ. په یاد ولرئ چې دا ستاسو ځانګړی ځای دی. دا به تل هلته وي. تاسو تل کولی شئ ځان هلته تصور کړئ کله چې تاسو غواړئ ځان ارامه، خوندي او خوشحاله احساس کړئ. مرسته کوونکی به مو تل هلته وي هرکله چې وغواړئ.
اوس ژوره ساه واخلئ، او دا ځلی ځان د سترګو د خلاصولو او خپل ځانګړي ځای د پریښودلو لپاره چمتو کړئ. تاسو کولی شئ هرکله چې وغواړئ بیرته همدی فضا ته راتلی شئ. ورو ورو، ورو ورو، د هغه څه څخه چی دلته او اوس احساس کوئ خبر شئ . ځان لاندې څوکۍ ته پام وکړئ او خپلې پښې په ځمکه احساس کړئ. ورو ورو حرکت وکړئ او خپلې پښې او لاسونه وغځوئ. کله چې ځان چمتو احساس کوئ، خپلې سترګې پرانیزئ. د دی کار د کولو په ترځ کی، ګورئ چې ځان ارامه، هوسا او خوشحاله احساس کوئ.