Øvelse 2 دوهم تمرین

Dype pust

Om øvelsen

زموږ سا په اتوماتيک ډول زموږ د دماغ لخوا کنټرول کیږي، مګر موږ کولی شو چی پخپله هم کنټرول کړو. کله چې موږ ویره لرو، غوسه یو یا سترس لرو، زموږ سا ایستل اکثرا ګړندی او ژوره نه وي. دا حالت دماغ ته سیګنالونه لیږي چې بدن ته خبرداری ورکوي. د ژورو ساه اخیستلو په مرسته چې تر نسه (ګېډې) پورې ورسیږي،، موږ کولی شو خپل بدن او ذهن ارام کړو. کله چې بدن آرام شي، دماغ هم ارام کیږي. له همدې امله، ژوره ساه اخیستل د ذهني فشار او احساساتو د سمبالولو لپاره یوه اغېزمنه لاره کېدی شي.

په ارامه کښېنئ یا نېغ ودرېږئ. خپل لاسونه پر خپله ګېډه کېږدئ. له پوزې ساه واخلئ او احساس کړئ چې ګېډه مو پړسېږي . په ارامه له خولې ساه وباسئ او احساس کړئ چې ګېډه مو بېرته کښېني . تصور وکړئ چې ستاسو په ګېډه کې یوه پوکاڼۍ ده چې له هوا ډکېږي او بېرته خالي کېږي. دا کار څو ځله تکرار کړئ او پام وکړئ چې وروسته ستاسو بدن څه ډول احساس لري.

Illustrasjon av en person i to ulike posisjoner. tegningen illusterer at persunen puster og magen går ut og inn.