Øvelse 3 دریمه تمرین
Dyp pust
Om øvelsen
زموږ سا په اتوماتيک ډول د مغز لخوا کنټرولېږي، مګر موږ کولی شو دا پخپله هم کنټرول کړو. کله چې موږ ډارېدلي، غوسه یا تر فشار (سټرېس) لاندې یو، ساه مو اکثرا ګړندی او سطحي کېږي. دا حالت مغز ته سیګنالونه لېږدوي چې بدن ورسره کلک او ناارامه کېږي. په ژورو ساه ګانو اخیستلو سره چې تر نسه (ګېډې) پورې ورسیږي، موږ کولی شو خپل بدن او ذهن ارام کړو. کله چې بدن هوسا شي، مغز هم ارامېږي. له همدې امله، ژوره ساه اخیستل د ذهني فشار او احساساتو د سمبالولو لپاره یوه اغېزمنه لاره کېدی شي.
په آرامۍ سره کښنئ یا ودریږئ. تصور وکړئ چې تاسو د خپل لاس د ټولو پنځو ګوتو شاوخوا ساه اخلئ او وباسئ. د خپلې کوچنۍ ګوتې د بهرنۍ برخې سره ساه واخلئ، د ګوتې په سر کې ساه ونیسئ، او د خپلې کوچنۍ ګوتې د دننۍ برخې له لارې ورو ورو ساه وباسئ. بیا د بلې ګوتې په اوږدو کې ساه واخلئ، ساه د ګوتې په سر کې وساتئ، او په بل اړخ کې ورو ورو ساه وباسئ. د خپلو ټولو ګوتو له لارې په ارامه توګه د تنفس تمرین ته دوام ورکړئ.
