Øvelse 4// څلورمه تمرین
Stram og slipp
Om øvelsen
– en pusteøvelse
ټینګول او خوشې کول د ارامتیا یو تمرین دی چې موخه یې په بدن کې د عضلاتو له کلکوالي (فشار) څخه خبرېدل دي. کله چې تاسو عضلات کلک کړئ او بیا یې خوشې کړئ، تاسو کولی شئ د فشار او ارامتیا ترمنځ توپیر زده کړئ. د عضلاتو د ټینګولو او ارامولو په بدلولو سره، کلکې شوې عضلات په اسانۍ سره خوشې کېږي، چې له امله یې بدن ارام او هوسا کېږي. دا تمرین د یوې وقفې اخیستلو، د تمرکز له ښه کولو او په بدن کې د بې قرارۍ له کمولو سره مرسته کوي.

په یو ارامه حالت کې کښېنئ یا نېغ ودرېږئ. که غواړئ سترګې پټې کړئ او څو ژورې ساه ګانې واخلئ. خپل لاسونه او مټې تر خپلې وسې پورې کلک کړئ، پنځه ثانیې یې همداسې ونیسئ او بیا یې خوشې کړئ. د فشار (کلکوالي) او ارامتیا ترمنځ توپیر احساس کړئ. همدا ډول په نوبت سره مخ، غاړه، اوږې، ګېډه، پښې او تلي یو په بل پسې کلک او بیا خوشې کړئ. هر ځل چې تاسو عضلات خوشې کوئ، پام وکړئ چې بدن مو څومره سپک او ارام احساسېږي. کله چې تمرین پای ته ورسېد، څو ارامې ساه ګانې واخلئ او مخکې له دې چې سترګې خلاصې کړئ، خپل بدن ته لږ کشش ورکړئ.