Tema 4//څلورمه موضوع

Bli kvitt negative tanker


فکرونه په موږ اغیزه کوي. مثبت فکرونه موږ خوشحاله کوي. منفي فکرونه موږ خفه، ویریدلي یا قهرجن کوي. کله چې موږ خپل فکرونه وپیژنو، نو کولای شو چی بدل یی کړو.


مثبت یا منفي فکرونه

موږ هر وخت په خپل ذهن کې ډیر فکرونه لرو. موږ د خپلو فکرونو په اوریدلو ډیر وخت تیروو. له دې فکرونو څخه ډیری یې مثبت دي. مثبت فکرونه ښه دي او تاسو ته وايي چې هر څه سم پرمخ ځي. خو منفي فکرونه وايي چې کارونه به سم نشي – او کیدای شي ووایي چې تاسو یو بد انسان یاست.

Illustasjon av to hoder og tanker som flyr

منفي فکرونه کیدای شي زموږ په دننه کې د یوه غږ په څیر وي چې موږ ته منفي خبرې کوي. کله چې موږ خواشینی یو، نو ممکن چی نور منفي فکرونه هم راشي. موږ ښايي داسې فکر وکړو چې هیڅ څه به سم نشي. په ښوونځي کې به کارونه سم پر مخ لاړ نشي او هر څه به له خپګان نه ډک وي.

د افکارو بیا پیژندل

منفي فکرونه کیدای شي پر موږ غالب شي او د ښه احساس په موندلو کې زموږ سره مرسته ونکړي. له همدې امله مهمه ده چې زده کړو چې څنګه خپل منفي افکار بیرته وپیژنو. په دې توګه موږ کولای شو له خپل مغز سره مرسته وکړو چې دا منفي فکرونه ودروي او بدل یې کړي.

څه باید زده کړو؟

  • معلومه کړو چې کوم منفي افکار لرو.
  • د منفي افکارو د درولو او بدلولو زده کول.
  • زده کړو چې په څه شي کې مرسته ترلاسه کولی شو، څوک مرسته کولی شي او څنګه مرسته وغواړو.