Tema 3// درېیمه موضوع

Hode og kropp henger sammen.


سر او بدن یو له بل سره تړلي دي. کله چې مغز د خطر زنګ وهي او خبر ورکړي چې یو څه خطرناک یا ښه نه دي، نو بدن هم له سټرس سره مخ کیږي. په داسې حالت کې موږ کولی شو له خپل مغز سره خبرې وکړو ترڅو سر او بدن دواړه ارامه شي.


سر او بدن

سر او بدن یو له بل سره تړلي دي او یو پر بل اغیزه کوي. کله چې موږ په یو ویرونکي حالت کې یو، نو زموږ په بدن کې یو څه بدلون راځي. بدن د زموږ د ساتنی لپاره ځان چمتو کوي . بدن موږ له خطر څخه ساتي، چې دا یو ډیر ښه کار دی. دا مغز دی چې بدن ته خبر ورکوي چې اوس خطر دی او بدن باید چمتو واوسي. مغز د خطر زنګ وهي. په دې وخت کې د زړه ضربان تیزيږي او ساه اخیستل ګړندي کیږي.

له مغز سره خبرې کول

کله کله د مغز د خطر زنګ وهل کیږي که څه هم په حقیقت کې موږپه کوم خطرناک حالت کې نه یو. د دې لامل کیدای شي دا وي چې ناڅاپه فکر کی مو یو څه راشی، یو څه ووینو یا واورو چې موږ ته د هغه پخوانی خطرناکه حالت یادونه کوي.
په داسې حال کې، دا یو غلط الارم دی، او موږ کولی شو ددی زنګ د بندولو لپاره خپله له خپل ځان سره مرسته وکړو . که چیری موږ د ویرې یا وارخطایۍ احساس وکړو، نو خپل مغز دخبرو په مرسته کولی شو چې ارام کړو او ورته ووایو چې اوس کوم خطر نشته.

موږ باید څه زده کړو؟

  • د مغز د ارامیدو لپاره له مغز سره خبرو کول زده کړو.
  • په امن ځای کی د تمرینونو ترسره کول، د راښکل او خوشې کول او د ساه اخیستلو تمرین زده کړو.