Divali// دیوالي

دیوالي په هندویزم کې یو جشن دی.

دیوالي د رڼاجشن دی. رڼا د تیاره له منځه وړلو کی د خدایانو سره مرسته کوي. ښه په بدو برلاسی مومي. په دروازه کې شمعې او رنګولي میلمنو او نیکو خدایانو ته د ښه راغلاست هیله کوی. خبیثه ارواګانی لرې شړل کیږي.

د دیوالي جشن په یوه خاص ډول نه لمانځل کیږی. کیدای شي په بیلابیلو ځایونو کې په مختلفو مراسمو ولمانځل شي. دیوالي د اکتوبر د میاشتی په وروستیو کې یا د نومبر په پیل کې لمانځل کیږي. د دیوالي په ورځ، دکورنۍ غړي ښکلې جامې اغوندي. ډیری خلک خپل لاسونه په نکریزو سره کوي. دیوالي معمولا دکورنۍ او ملګرو سره لمانځل کیږي. دوی ښه خواړه، کیک او شیرینۍ سره خوري. ډیری خلک یو بل ته ډالۍ ورکوي. ځینې هم اتش بازی یا پټاکۍ پاس الوځوي.

هندوان په ډیرو خدایانو اعتقاد لري. لکشمي د رڼا، سوکالۍ او شتمنۍ دیوه ده. هندوان هیله لري چې لکشمي د دیوالي پر مهال د دوی کورونو ته راشي. لکشمي خبیثه ارواحګانی لرې ساتي. سربیره پر دی دیوالي د رام او سیتا خدایانو یادونه را تازه کوي چی د ډیرو کلونو وروسته بیرته کور ته راستانه کیږي.

هندوان د دیوالي په وخت کې خدایانو ته دعا کوي او ډالۍ ورکوي. دې ته پوجا وایی. او بیا خواړه، څښاک، شمعې او بخور ورته وړاندی کوي. ډیری سندرې وایی او یا نڅا کوي. په دی جشن کی د خدایانو د مجسمو مینځل او په رنګین پوډر یی سینګار ول معموله دود دی . د دیوالي په ورځ، ډیری معبدونو ته ځي او د خپلو ملګرو سره لیدنه کوي. دوی یو بل ته د دیوالي مبارکي ورکوي او د دیوالي کارتونه یو بل ته لیږي.