Kristendommen// عیسویت

Denne teksten finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

عیسویت شاوخوا ۲۰۰۰ کاله دمخه په منځني ختیځ کې، په هغه سیمه کې چې اوس د اسراییل او فلسطین هیوادونه پراته دی ، رامنځته شو. په هغه وخت کې، د منځني ختیځ ډیری خلک یهودیان وو. د عیسویت کلمه د عیسی مسیح له نوم څخه اخیستل شوې ده .

عیسویت د نړۍ تر ټولو لوی دین دی. هغه خلک چې د عیسویت د دین پیروان دی عیسویان بلل کیږي. په نړۍ کې شاوخوا ۲.۳ ملیارده عیسویان شتون لري. د یهودانو او مسلمانانو په څیر، عیسویان هم په دې باور دي چې یوازې یو خدای شتون لري. له همدې امله، دا درې مذهبونه د توحیدي مذهبونو په نوم یادیږي.

د عیسویت له پیدایش وروسته، دا دین په بېلابېلو لارو ووېشل شو. معمولآ عیسویت په دریو اصلي څانګو ، کاتولیک کلیسا، ارتودوکس کلیسا او پروټیسټانټ کلیسا ویشل کیږي. د دې ټولو څانګو ترمنځ ګډه ځانګړنه دا ده چې دوی انجیل یو سپېڅلی کتاب ګڼي او په دې باور دي چې عیسی مسیح د خدای زوی دی.

عقیده

عیسویان په یو خدای باور لري چې په دریو بڼو کې شتون لري: پلار، زوی (عیسی مسیح) او روح القدس. دې ته تثلیث ویل کېږي.

د انجیل له مخې، خدای نړۍ پیدا کړی، او عیسی د هغه زوی و. عیسی د عیسویت ترټولو مهم پیغمبر دی. هغه باید خلکو ته د خدای په اړه ښوونه کړې وای ترڅو هغوی ته هیله ورکړي. انجیل وايي چې عیسی په صلیب مړ شو او بیرته له مړو څخه راپورته شو. روح القدس هغو کسانو ته چی ایمان لري لارښوونه، ځواک او آرامتیا ورکوي .

عقیده د ډېرو مسیحیانو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده. دوی ممکن هره ورځ دعا وکړي او انجیل ولولي. دوی ممکن دکلیسا په مراسمو او او نورو فعالیتونو کې برخه واخلي. په عیسویت کې مهم ارزښتونه خواخوږۍ ، بخښنه او شفقت دي. عیسویان هڅول کیږي چې په رضاکارانه ډول د اړو کسانو ملاتړ وکړي.

مقدسه اشخاص

په عیسویت کې، ډیری خلک شته چې مقدس ګڼل کیږي یا ځانګړی اهمیت لري. دوی د خدای سره د نږدېوالي له امله د مثال په توګه لیدل کیږي.

په عیسویت کې تر ټولو مهم کس عیسی علیه السلام دی. د هغه مور مریم نومیده. هغه د ایمان، اطاعت او عاجزۍ یوه نمونه وه. عیسی علیه السلام ۱۲ یاران درلودل . د عیسی علیه السلام له مړینې وروسته، د یارانو دنده دا وه چې د هغه پیغام خلکو ته ورسوي. دوی باید هغه څه ووایی چې عیسی علیه السلام په ځمکه کې د ژوند کولو پرمهال ویلي او کړي وو.

په کاتولیک او ارتودوکسو دودونو کې، قدیسان هغه خلک ګڼل کیدل چې په ځانګړي ډول مقدسه ژوند او نورو ته یو مثال و. سانتا لوسیا د قدیسانو یوه بیلګه ده. د دسمبر په دیارلسمه د هغې په یاد دا ورځ د لوسیا د ورځې په توګه، لمانځل کیږي.

مقدسه کتابونه

انجیل د عیسویت مقدس کتاب دی. دا کتاب د پخوانی عهد نامه او نوي عهد نامې څخه جوړ شوی دی. زړه عهد نامه د عیسی علیه السلام د زیږون دمخه د مهمو خلکو او پیښو په اړه متنونه لري. د پیدایښت کتابونه د زړ ی عهد نامې برخه ده. پدې کتاب کې د ابراهیم او موسی علیه السلام کیسې شاملې دي. دا متنونه د اسلام او یهودیت لپاره هم مهم دي.

نوی عهد نامې د عیسی علیه السلام د ژوند او د هغه د پیغام د خپریدو په اړه متنونه لري .نوې عهدنامه د عیسویت عقیدې او عملونو یوه مرکزي او بنسټیزه برخه ده.

عبادتځای

د عیسویانو د عبادت ځایونو ته کلیسا ویل کیږي. کلیسا د مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو د راټولیدولپاره ترټولو مهم ځای دی. دلته، عیسویان د دعا، مطالعې او تجمعاتو لپاره سره راټولیږي. سربیره پردې، کلیسا د تدریس، د مذهبی ورځو د لمانځلو او نورو ټولنیزوفعالیتونو لپاره کارول کیږي. د کلیسا مراسم د یوه کشیش لخوا د انجیل په لوستلو سره رهبري کیږي . هغه کسان چې په دی مراسمو کی برخه اخلي د جماعت په نوم یادیږي. کلیساګانې کیدای شي په اندازې او ډیزاین کې توپیر ولري. د عیسویت د سمبول په توګه، ډیری کلیساګانې لږترلږه د زنګ برج او صلیب لري. د کلیسا زنګونه د عبادت د اعلان کولو او یا نور مراسمو د اجرا کولو لپاره وهل کیږي.

مذهبی ورځی او مراسم

په عیسویت کې ځینې مهمی ورځي کرسمس، ایسټر او پینسه دي. مذهبی ورځي د عیسویت د مذهب په تاریخ کې مهمې پیښې په نښه کوي. کرسمس د عیسی علیه السلام د زیږون د لمانځلو لپاره لمانځل کیږي. دا ورځ ډیری عیسویان د مذهبی مراسمو په اجرا کولو ، ډالیو او د کورنی محفلونو سره لمانځي. ایسټر د عیسی علیه السلام مړینه او له قبر څخه د هغه د بیا راژوندي کیدل په نښه کوي.پینسه د هغه وخت په یاد لمانځل کېږي کله چې روح القدس پر شاګردانو نازل شو او هغوی ته یې دا وړتیا ورکړه چې په ټولو ژبو خبرې وکړي او پرې پوه شي. پینټیکوسټد عیسویت کلیسا د پیل په توګه ګڼل کېږي.

د عیسویت مختلفې څانګې ممکن مختلفه مراسم ولري. هغه څه چې په دوی کې مشترک دي هغه دا دي چې دوی خدای ته د مومنانو نږدې کیدل، یووالي او متقابله ملګرتیا کې مرسته کوي. د عیسويت د مراسمو مثالونه د تعمیدغسل، عشای ربانى یا د رب ډوډۍ او دودیز نماځنه یا کونفیرماشون دي.

د عیسویت په اړه نور ډیر معلومات ترلاسه کړئ