Vesak ویساک

ویساک د بودایانو مذهبی ورځ ده چې د اپریل یا می په میاشت کې د بشپړې سپوږمۍ په ورځ لمانځل کیږي. د ویساک په ورځ، په ټوله نړۍ کې بودایان د بودا د ژوند یادونه کوي. د ویساک په ورځ، د بودا د زیږون ورځ، د هغه پوهی ته رسیدل او د هغه مړینه لمانځل کیږي. بودا 2500 کاله مخ کی زیږیدلی. د هغه اصلي نوم سدھارتا ګوتم و او هغه یو شهزاده و. که څه هم هغه هر څه یی چی غوښتل هغه یې درلودل، مګر بیا هم خوشحاله نه و ځکه چې هغه لیدل چې د هغه شاوخوا ډیری خلک ښه وضعیت نه درلود. ډیری یی ناروغان، زاړه، غمجن یا مړه وو. نو بیا یې پریکړه وکړه چې د یو شهزاده په توګه خپل ښه ژوند پریږدي ترڅو ومومی چې څنګه کولای شي د خلکو ژوند بهتره کړی. هغه شاوخوا شپږ کاله په زده کړه، فکر اوذهني سکون کی تېر کړل.

Illustasjon av prinsen Siddhartha Gautama i hagen
بودا د یو شهزاده په توګه زیږیدلی و چې یو بډایه او خوندي ژوند یې درلود
Painting depicting the life story of Shakyamuni Buddha. Buddha Meditating Under The Bodhi Tree. Kep. Cambodia.
بودا د اوږدې مودې لپاره د یوې ونې لاندې ناست و او ذهني سکون یې کاوه

په پای کې ، په داسی حال کی چی د یوې لویې ونې لاندې ناست و ، هغه ځوابونه یی وموندل چې په لټه کې و. هغه پوه شو چې څنګه انسان کولای شی چی ښه ژوند وکړي او ښه حال ولري. هغه د بودا په نوم پیژندل شوی، چې معنی یې ” بصیرت ته رسیدونکی ” دی. د بصیرت معنی په روښانه توګه د هر څه درک کول دي. بودایان دا د بودا لارښوونی بولي. له شهزاده څخه بودا ته.

بودا خپل پاتې ژوند نورو ته د هغه څه په ښوونه کې تیر کړ چې خپله یی کشف کړی و. هغه خلکو ته وروښودل چې ولې په ژوند کې مهربانی او صاداقت مهمه دی . د بودا له مړینې وروسته، د هغه لارښوونی لا هم ژوندی دي. دا دهغه درس دی چې موږ یی نن ورځ د بودیزم په نوم پیژنو.

کله چې بودایان ویساک لمانځي، معبدونو ته ځي او هغه راهبانو ته غوږ نیسي چې د بودا د ژوند په اړه خبرې کوي. معبدونه د ګلونو او شمعې سره سینګاره وي او خوشبویي روښانه کوي. ټول ګلونه د دې یادونه کوي چې بودا په باغ کې زیږیدلی و. د لوټس ګل په بودیزم کې مهمه ګل دی. کله چې بودا خپل لومړني اوه ګامونه په باغ کې پورته کړل، د لوټس ګلونه د هغه د پښو په نښو کې وده وکړه ترڅو چی بودا خپلی پښی پری کیږدي. په معبد کې، بودایان د بودا مجسمو سره د عبادت د میزونو په وړاندې د بودا، داهرام او سانګا (راهبانو او راهبی) په ویاړ سجده کوي. ډیری بودایان مندر ته ځي ترڅو راهبانو ته خواړه ورکړي. ځینې ​​ ذهني سکون کوي، معبدونو او اړو کسانو ته پیسې یا شیان صدقه ورکوي. د بودا د مختلفو مجسمو مخې ته اوبه ، وريجې او میوه ایښودل، هم یو دود دی.

ودانی، کورونو او معبدونو په پانوسونو او بودایی بیرغونو باندی سنګارول ډیر معموله دی . په ځینو ځایونو کې، پانوسونه آسمان ته هم لیږل کیږي. ډیری خلک د ښه ویساک د هیلو سره ، د ویساک کارتونه استوي.

Film om koreansk Vesak

د جنوبی کوریا په پلازمینه سیول کې د بودا د زیږیدلو ورځ په خورا شانداره مراسمو سره لمانځل کیږی .

Lær mer om hinduismen

Alle bilder er hentet fra Adobe Stock