FN څه شی دی؟ //?Hva er FN
FN د “United Nations” یا UN لپاره ناروېژي نوم دی. UN د “United Nations” لنډیز دی، او FN د “De forente nasjoner” یعنې “ملګري ملتونه” لنډیز دی. ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د سولې، عدالت او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره کار کوي. ملګري ملتونه په 1945 کال کې، د دویمې نړیوالې جګړې سمدستي وروسته تاسیس شول. موخه یې دا وه چې د نورو لویو جګړو مخه ونیول شي.
د نړۍ تقریبا ټول هیوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي. دوی موافقه کړې چې د جګړې، بې وزلۍ، ناروغۍ او د اقلیم بدلون په څیر ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي. دا تړون د ملګرو ملتونو منشور نومیږي.
د ملګرو ملتونو نشان پنځه حلقې اویوه سپینه د نړۍ نقشه لري. د نقشې شاوخوا دوې د زیتون څانګې دي. د زیتون څانګې د دې نښه کوي چې د ملګري ملتونو موخه په نړۍ کې د سولې ساتنه او امنیت رامینځ ته کول دي.
د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په څلورویشتمه لمانځل کیږي.

د ملګري ملتونه دنده څه ده؟
ملګري ملتونه ډېر مهم کارونه لري. دلته لاندې تاسو د ځینو په اړه لوستلی شئ.
سوله او امنیت
ملګري ملتونه د یوې خوندي نړۍ د جوړولو لپاره کار کوي. ځینې وختونه د هیوادونو ترمنځ شخړه رامنځته کیږي. بیا ملګري ملتونه کولی شي د سوله ایز حل په موندلو کې مرسته وکړي. که سره له دې بیا هم جګړه رامنځته شي، ملګري ملتونه کولی شي د خلکو د ساتنې لپاره سرتیري واستوي. دوی کولی شي د جګړې وروسته د ټولنو په بیا رغونه کې هم مرسته وکړي.سوله او امنی
بیړنۍ مرستي
ملګري ملتونه د هغو خلکو سره چې په داسې سیمو کې ژوند کوي چی هلته جګړه، طبیعي پیښی یا بې وزلي خپره وی ، مرسته کوي . دوی کولی شي چی خواړه، اوبه، درمل او د خوب کولو ځای ورته چمتو کړي. ځینې وختونه ملګري ملتونه د هغو خلکو سره مرسته کوي چې تښتیدلو ته اړ شوي دي.
بشري حقونه
ملګري ملتونه دا هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په نړۍ کې له ټولو خلکو سره عادلانه او په درناوي چلند کیږي. ملګرو ملتونو یو لیست جوړ کړی او په هغه کی یی په ډاګه کړي چې ټول خلک څه حقونه لري. دا لست د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه بلل کیږي.
بشري حقونه په خوندي ډول د ژوند کولو، ښوونځي ته د تګ، د نظر څرګندولو او د هر چا سره د مساوي چلند په اړه دي. د ملګرو ملتونو ټول هیوادونه باید بشري حقونو په پام کی وساتي.
د ماشومانو د حقونو کنوانسیون
ماشومان ځانګړې ساتنې ته اړتیا لري او له همدې امله دوی ځانګړي حقونه لري. دغه حقونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو کنوانسیون بلل کېږي. دا کنوانسیون وایي چې هر ماشوم حق لري چې پاملرنه ورته وشي، خوندي وي، او یو ښه ژوند ولري. ملګري ملتونه پا م ساتي چې ټول هیوادونه د کنوانسیون قوانین تعقیب کړي، ترڅو ماشومان په هر ځای کې چې ژوند کوي، ښه ژوند ولري.
د ملګرو ملتونو د پایښت موخې
د پایښت موخې یوه فهرست ده چې ۱۷ هدفونه لري. دا هدفونه غواړي چې نړۍ د انسانانو او طبیعت لپاره ښه کړي. اهداف یی د بې وزلۍ له منځه وړل او ډاډ ترلاسه کول دي چې هرڅوک ښوونځي ته لاړ شي. د دی ترځنګ د نړیوالې تودوخې د بندول او د څارویو، نباتاتو او د مځکی سیارې ته پاملرنې هم دي.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ودانۍ
د عمومي اسامبلې تر ټولو مهمه دنده د نړۍ د لویو ننګونو د حل په اړه بحث کول دي. عمومي اسامبله د ټولو غړو هیوادونو له استازو څخه جوړه شوې ده. هر هیواد فرصت لري چې خپل نظر څرګند کړي او د وړاندیز شویو حل لارو په اړه رایه ورکړي. عمومي اسامبله هر مني د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې غونډه کوي. د ملګرو ملتونو ودانۍ د امریکا د نیویارک په ښار کې موقعیت لري.
ولې ملګري ملتونه مهم دي؟
ملګري ملتونه یو مهم سازمان دی ځکه چې د نړۍ نږدې ټول هیوادونه د یوی ښی نړۍ د جوړولو لپاره په ګډه کار کوي . ملګري ملتونه د سولې د رامنځته کولو، د جګړو د بندولو، د بې وزلو یا بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې او د طبیعت او زموږ د چاپیریال د ساتنې لپاره کار کوي. ا وهم پام ساتي چې ټول خلک، په ځانګړې توګه ماشومان خپل حقونه ولري او عادلانه چلند ورسره وشي.