FNs bærekraftsmål//د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخې

Ressursen er utviklet i samarbeid med FN-sambandet.


د فقر له منځه وړل

ډیری خلک په خورا فقر او بیوزلی کې ژوند کوي. د بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره، ټول خلک باید ښوونځي، کار او روغتیا یی خدماتو ته مساويانه لاسرسی ولري. برسېره پر دې، د بې وزلو او شتمنو ترمنځ توپیرونه باید لږ وي – موږ باید پیسې هم دهیوادونو د ننه او هم  د هیوادونو ترمنځ په ښه توګه وویشو.

ikoner av personer i alle aldre

هیڅوک باید وږي نه وي

ډیری خلک د لوږې څخه اغیزمن شوي، او هر کال نور هم ډیریږي  او ډیریږي. ټول هغه ماشومان چی مري ،نیمایي یاد غلطو خواړو او یا د ډیر لږ وخوړو له امله مري. له همدې کبله، موږ باید هڅه وکړو چې ټول خلک هغه خواړو ته چې اړتیا لري ، هغه ترلاسه کړي.  

Illustrasjon av en suppebolle med varmt innhold

دټولو لپاره ښه روغتیا

په ټوله نړۍ کې، د خلکو روغتیا مخ په ښه کیدو ده. ډیری خلک واکسینونه لګوي، او خلک د پخوا په پرتله اوږد ژوند کوي. د ټولو لپاره د ښی روغتیا د لرلو هدف ته د رسیدو لپاره، ټول خلک هغه روغتیایی پاملرنې او درمل ته چې اړتیا لري، باید لاسرسی ولري.

Illustrasjon av en livslinje med et hjertet

ټول باید په ښوونځي کې ښه زده کړه ترلاسه کړي

له نیکه مرغه، نن ورځ د پخوا په پرتله ډیر ماشومان کولی شي چی ښوونځي ته لاړشي. خو لاهم خورا ډیر ماشومان شته دي چې لیکل او لوستل نشي کولی. نو د نړۍ هیوادونه باید خپلوهڅو ته دوام ورکړي ترڅو ټول ماشومان د ښې او وړیا زده کړې لپاره یو شان امکانات ولري.

Illustrasjon av en bok og en blyant

نجونې او هلکان باید د ښه ژوند لپاره یو شان امکانات ولري

د ملګرو ملتونو بشري حقونه په ټولو خلکو پلي کیږي. خو بیا هم  په نړۍ کې د نارینه وو په پرتله ډیرې ښځې دي چې بیوزله دي. همدا رنګه  د نجونو په پرتله ډیرهلکان کولاي شي چې ښوونځي ته لاړشي. د برابرۍ موخې ته د رسیدو لپاره، هم نجونې او هم هلکان دواړه باید زده کړې، روغتیا یی پاملرنې او کار ته یو شان لاسرسی ولري.

Illustrasjon en tegnet for kjnønn med erlikhetstegn i midten

هرڅوک باید پاکې اوبه او محفوظ تشنابونه ولري

د مځکی په سیاره کې کافي تازه اوبه شتون لري، خوهرڅوک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. هر کال په میلیونونو خلک د هغو ناروغیو له امله مري چې پاکی اوبه او تشنابونو ته د نه لاسرسی له وجهی ورته پښیږي. له همدې امله، موږ باید د اوبو او فاضله اوبو سیسټمونه چیری چې شتون نلري ، هلته جوړ کړو.

Illustrasjon ev vannbeger som tømmes

هرڅوک باید وکوالی شي دهغی بریښنا څخه کار واخلي چې هوا او ځمکې ته زیان نه رسوي

موږ انسانان د رڼا، تودوخې او پخلي لپاره انرژي ته اړتیا لرو. نن ورځ، د وګړو لویه برخه د پخلی لپاره ککړه انرژي کاروي، له دی کبله هوا د خطرناکی ککړتیا سره مخا مخ کوي. اوبه، باد او لمر د نوې کېدونکې انرژي سرچینې دي او کولی شي د دوامدار پرمختګ دهدف په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Illustrasjon av en sol med en på- knapp i midten

ټول خلک باید خوندي دندې ولري او کافي عاید ترلاسه کړي

ډیری خلک په داسې ځایونو کې کار کوي چې د کارګرانو حفاظت او حقونه په پام کې نه نیول کیږي. ماشومان کار یا جبري کار ته اړایستل کیږي. د فقر له منځه وړلو او په نړۍ کې د نابرابرۍ سره د مبارزې لپاره، هرڅوک باید خوندي او عادلانه دندې ولري.

Illustrasjon av en graf som går oppover

موږ باید نوي شیان اختراع کړو او ښه سیسټمونه جوړ کړو

د یوې ټولنې د فعالیت لپاره، اړینه ده چې د ټرافیک، هوایي ډګرونو، اورګادی پټلۍ، د اوبو پایپونو، فاضله موادو، د کثافاتو د خوندی کولو، انرژي او انټرنیټ ښه سیسټمونه ولري. دې موخې ته د رسیدو لپاره، باید وګورو چې ټول هیوادونه څنګه کولی شي د خپلو سرچینو او صنعت څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي.

Illustrasjon av 4 kuber som stables

د غریب او بډایه تر منځ باید توپیر لږ وي

نن ورځ د پخوا په پرتله د بډایه او بې وزلو ترمنځ توپیرونه ډیر دي. دا توپیرونه هم د یو هیواد دننه اوهم د هیوادونو ترمنځ شتون لري. د نابرابرۍ دکموالی هدف ته د رسیدو لپاره، هرڅوک باید ښوونځي او روغتیا یی مرستو ته یوشان لاسرسی ولري. سربیره پردې، ټولی منابع باید په عادلانه توګه وویشل شي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 10. Tegning av en firkant med et er-lik-tegn inni.. Tekst: Mindre ulikhet

د نړۍ ښارونه باید هم خلکو او هم ځمکې ته پاملرنه وکړي

د نړۍ تر نیمايي زیات وګړي په ښارونو کې ژوند کوي. ډیری ښارونه په ډیره چټکۍ سره وده کوي چې د هرچا لپاره کافي کارونه او کورونه نه تر لاسه کیږي. موږ باید د خلکو داړتیاو په پام کې نیولو سره باثباته ښارونه جوړ کړو، چی په عین حال کې اقلیم ته هم زیانمن نه وي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 11. fire forskjellige hus eller bygninger. Tekst: Byer og lokalsamfunn

موږ باید له خپلی اړتیا څخه ډیر څه جوړ او استعمال نکړو

نن ورځ موږ دځمکی د سیارې د برداشت کولو څخه ډیر مصرف کوو. موږ د جوړ شوي خواړو دریمه برخه غورځوو. د دې لپاره چې هم نن او هم په راتلونکي کې ښه ژوند ولرو، باید د خپل ژوندطرز بدل او مصرف لږ کړو. نو اړینه ده چې هم افراد او هم شرکتونه دواړه خپل مصرفونه لږ کړي او د اقلیم ساتنی ته پاملرنه وکړي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 12. Tegning av en pil som er formet som tegnet for uendelig. Tekst: Ansvarlig forbruk og produksjon

ټول هیوادونه باید د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره په ګډه سره کار وکړي

په دغه ډول چې موږ انسانان ژوند کوو اقلیم ویجاړوو. هوا ګرمه کیږي، قطبونه سره ذوبیږی ، سمندر ونه چګیږی او طبیعي آفتونه او سخته هوا نوره هم عادي کیږي. او ترټولو نه ډیر بې وزله هیوادونه دي چې سخت ځپل کیږي. ټول هیوادونه د شنو خونو دګازونو د کمولو لپاره باید په ګډه کار وکړي . سربیره پردې، موږ باید له هغو هیوادونو سره مرسته وکړو کوم چی د اقلیم د بدلون له امله زیانمن کېږي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 13. Tegning avjordkloden. Tekst: Stoppe klimaendringene

د اوبو لاندې ژوی د ژوند سره باید په ښه توګه چلند وشي

په ځمکه کې ژوند په سمندر پورې اړه لري. د تودوخې درجه، سمندر ی څپی او په سمندر کې ژوند، له امله موږ انسانان کولای شو چی په ځمکه کې ژوند وکړو . نو له دی کبله موږ باید د سمندر د کثیفولو او ملوثول پرځای د ژویو د ژوند ساتنه وکړو.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 14. Tegning av en fisk som svømmer. Tekst: Livet i havet.

په وچه کې ژوند باید په ښه توګه ترسره شي

د ځمکې د سطحې لویه برخه ځنګلونه دي. ځنګل د ډیری څارویو کور دی، او هم د څارویو او هم دخلکو د دواړو لپاره د خوړو سرچینه ده. د دې لپاره چې اوس په وچه کې ژوند ته پاملرنه وکړو، نو باید د باراني ځنګلونو ساتنه وکړو، ډیرې ونې وکرو او ډاډ ترلاسه کړو چې په ځمکه کې صحراګانې لویې نشي. موږ باید له اضمحلال او نابودی سره مخامخ شوي ډولونو او نوعو هم ساتنه او پاملرنه وکړو.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 15. Tegning av et tre og noen fugler som flyr. Tekst: Livet på land

په ټوله نړۍ کې باید سوله او عدالت وي

له سولې او عدالت نه پرته د دوامدار پرمختګ رامنځته کول نه كيدونكى دي. نن ورځ، د پخوا په پرتله ډیر خلک له خپلو هیوادو نه په تیښته کې دي. د سولې او عدالت هدف ته د رسیدو لپاره، نړۍ باید داسی سوله ایزې ټولنې رامینځته کړي چې ټول په کی خوندي وي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 16. Tegning av en hvit due som har en kvist i nebbet og sitter på en hammer. Tekst: Fred, rettferdighet og velfungerende institusjonerog

شتمن او بې وزله هیوادونه باید سره ګډه همکاري وکړي

د دې لپاره چې ټول هېوادونه د پایداره پرمختیا اهدافو ته د رسیدو توان ولري،نو د یو بل سره ګډه همکاري ډیره مهمه ده. چارواکي، شرکتونه او ټول اتباع باید هم په خپل هیواد او هم د نورو هیوادونو سره همکاري وکړي. ملګري ملتونه په دې متعقد دي چې د روښانه موخو په درلودلو سره دا ډول ګډې هڅې، ښی نتیجی ورکوي.

Ikon. FNs bærekraftsmål nummer 17. Tegning mange ringer som delvis overlapper hverandre. Tekst: Samarbeid for å nå målene-