Jødedommen//یهودیت
یهودیت شاوخوا ۴۰۰۰ کاله وړاندې په منځني ختیځ کې رامنځته شو. د «یهود» کلمه هغه چا ته اشاره کوي چې له مذهبي، کلتوري او یا توکمیز له پلوه په یهودي قوم پورې اړه ولري.
په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه یهودیان ژوند کوي. ډیری یې په اسرائیل یا امریکا کې مېشته دي. په یهودیت کې د عیسویت او اسلام په څېر، په یوه خدای ایمان لرل اصلی مرکزي ټکی دي. یهودیت د درېیو توحیدي دینونو تر ټولو لرغونی دین دی.
یهودیت بېلابېلې څانګې لري چې دین په مختلفه ډول تفسیر او عملي کوي. ارتودوکس یهودیت، محافظه کار یهودیت او اصلاح غوښتونکی یهودیت د دغو مختلفو څانګوبېلګې دي.
عقیده
یهودیان په یوه خدای ایمان لري. خدای نړۍ پیدا کړې او انسانانو ته د خپلو قوانینو له لارې لارښوونه کوي. یهودیت د خدای او ابراهیم ترمنځ له هغه تړون څخه پیل شو، کوم چې پکې خدای له ابراهیم سره یوه ځانګړې ژمنه وکړه. خدای ژمنه وکړه چې ابراهیم به د یوه لوی قوم پلار شي، او د ابراهیم قوم به کنعان ترلاسه کړي. په بدل کې، ابراهیم او د هغه اولادونه باید د خدای پیروي وکړي او د هغه د قوانینو سره سم ژوند وکړي.
په یهودیت کې خواخوږي، بښنه او عدالت مهم ارزښتونه دي. عقیده لرل د ورځني ژوند پر ډېرو اړخونو اغېزه کوي. د خوراک، جامو، دعا او مذهبي ورځو پورې اړوند مفصل قوانین او دودونه شته. د دغو قوانینو په تعقیبولو سره، یهودیان غواړي له خدای سره نږدې اړیکه وساتي.

مقدسه اشخاص
په یهودیت کې ابراهیم او د هغه زامن، اسحاق او یعقوب، سپېڅلي شخصیتونه ګڼل کېږي. هغوی ته د یهودي قوم د نیکونو په سترګه کتل کېږي او له خدای سره په تړون کې مرکزي رول لري.
موسی تر ټولو ستر پیغمبر ګڼل کېږي. هغه د سینا په غره کې له خدای څخه «لس فرمانونه» ترلاسه کړل. هغه د یهودو له قوم سره مرسته وکړه چې د مصر له غلامۍ څخه خلاص شي.
یهودیت ولیان نه لري، خو ګڼ شمېر مقدسه شخصیتونه لري. دغه کسان د ایمان، مشرتابه او د خدای د اطاعت په برخه کې غوره بېلګې دي.

مقدسه کتابونه
تناخ یو مقدس کتاب دی چې د یهودي عقیدې او دود بنسټ جوړوي.تناخ هم یو تاریخي او هم یو معنوی لارښود دی، چې د خدای قوانین او د اسرائیلو تاریخ بیانوي. تناخ له درېیو برخو څخه جوړ شوی دی. تر ټولو مهمه برخه یې تورات دی. تورات د موسی له پنځو کتابونو څخه جوړ شوی دی، چې قوانین، اخلاقي لارښوونې او تاریخي روایاتونولري.
تلمود هغه لیکنه ده چې تناخ تشریح او تفسیر کوي. تلمود د مذهبي ژوند کولو څرنګوالی بیانوي او د یهودانو قوانین او دندې تشریح کوي. هغه کسان چې تناخ تفسیر کوي د قوانینو متخصصین دي چی حاخام یا رابین بلل کېږي.

عبادت ځای
د یهودیانو عبادتځایونو ته سیناګوګ یا کنیسه ویل کېږي. سیناګوګ د مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره د راټولېدو تر ټولو مهم ځای دی. دا هغه ځای دی چې یهودیان د لمانځه، مطالعې او ګډ عبادت لپاره سره راټولیږي. سربېره پر دې، سیناګوګ د تدریس، مذهبي ورځو د لمانځلو او نورو ټولنیزو فعالیتونو لپاره هم کارول کیږي.
د سیناګوګ تر ټولو مهمه عنصر آرون هاکودش ده، چې معنی یې سپېڅلې صندوق دی. په دغه سپېڅلې صندوق کې د تورات طومارونه ساتل کېږي. سیناګوګونه کېدای شي په اندازه او جوړښت کې توپیر ولري، خو مخ یې تل د یروشلم په لور وي.






اخترونه او مراسم
یهودیت ګڼ شمېر اخترونه او مراسم لري چې د دی دین په تاریخ او د یهودانو په ژوند کې مهمې پېښې په نښه کوي. د مهمو اخترونو له جملې څخه یې سبت، پساچ، یوم کیپور او حنوکا دي.
سبت هره اونۍ، د جمعې له لمر لوېدو څخه د شنبې تر لمر لوېدو پورې لمانځل کېږي. سبت د استراحت، دعا او یووالي وخت دی. د پساچ اختر له مصر څخه د یهودانو د وتلو او له غلامۍ څخه د خلاصون په یاد لمانځل کېږي.
یوم کیپور ته د پخلاینې ورځ ویل کېږي. دا د کال تر ټولو سپېڅلې ورځ ده چې د تفکر، پښېمانۍ او روژې لپاره ځانګړې شوې ده. حانوکا د رڼاګانو اختر دی چې په یوه شمعدان کې، چې منوره ورته وايي، د شمعو په روښانه کولو سره لمانځل کېږي.

