Jødisk påske// د یهودیانو فسح

Denne teksten finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

کله چې عیسی عليه السلام  د خرما ونی یکشنبې په ورځ بیت المقدس کی په آس سپور وو ، هغه او مريدان یی د یهودانو د فسحې جشن دلمانځلو لپاره روان وو.پېساچ (Pesach) د یهودانو د فسحې اختر دی،او په لمانځلو یی د هغه وخت یادونه کوي کوم چې بني اسرائیل د فرعون په وخت په مصر کې غلامان وو.  

illustrasjon av av slaveriet i Egypt i bibelsk tid

د موسی علیه السلام کیسه 

 په لرغونی انجیل کی د موسی علیه السلام  په لومړي کتاب کې، داسی لولو چې مصر ته د اسراییلیانود راتک ښه هر کلی وشو. خو څو کاله وروسته د اسراییلیانو په ډیریدو سره هغه چا چې په مصر کې پریکړه کړی وه – فرعون اندیښمن شو . نو له همدې امله  بني اسرائیل یی غلامان کړل او  فرعون امر وکړ چې د اسراییلیانو ټول هغه نوی زيږيدلی هلکان دې ووژل شي. د موسى عليه السلام مور نه غوښتل چې ماشوم یې ووژل شي. له دې امله خپل زوى یی په یوه ټوکرۍ کې كېښود او ټوکرۍ یې د “نيل” په سيند كې خوشې كړه. په دی هیله چې یو څوک به یی ومومي او ښه پاملرنه به یی وکړي.دا د فرعون لور وه چې موسی عليه السلام یی د سیند پر غاړه په ټوکرۍ کې وموندلو. او هغې د موسی عليه السلام ښه پاملرنه وکړه. له همدې امله موسی عليه السلام د فرعون په کورنۍ کې لوی شو.

Baby Moses dropped in the river with pharaoh's daughter in the distance.

کله چې حضرت موسى عليه السلام لوی شو، خدای تعالی”حضرت موسى” عليه السلام ته په سوځیدونکي د اغزي بوټي کې ښکاره شو. خدای تعالی “حضرت موسى” عليه السلام ته وویل چې هغه بایدبه په مصر کې د غلامانو سره مرسته وکړي، او “حضرت موسى” عليه السلام په اصل کی یو اسراییلی و. دی د هغه خلکو نه وو چې د هغه سړي تر غلامۍ لاندې ځورېدل چې هغه یې پلار بلل. خدای تعالی “حضرت موسى” عليه السلام ته وویل چې باید له فرعون څخه وغواړي چې غلامان خوشې کړي. “حضرت موسى” عليه السلام باید اسراییلیان له مصر څخه وباسي او بل هیواد ته چې د کنعان هیواد نومیږي رهبري کړي.

Biblical vector illustration series, Moses and the burning bush

لس عذابونه او لومړنی فسحه

موسی علیه السلام فرعون ته ورغی تر ځو چې د هغه نه وغواړی چی بني اسرائیل ازاد کړي، خو فرعون د هغه خبره ونه منله. نو خدای په مصر باندې لس عذابونه ، د طاعون ، تیاره  او ملخان په شمول ولیږل. په پای کې ترټولو سخت  عذاب راغی: هغه دا وو چی  د څښتن له خوا یوه فرښته د ښار په کوڅو کې ګرځیدله او د هرې کورنۍ ټول هغه نوی زیږیدلي ماشومان یې وژل.

اسرائيليانو لا دمخی د موسی علیه السلام  په ذریعه د خدای لخوا خبرداری ترلاسه کړی و. نو له همدې امله دوی د وری د حلالولو او د دروازو په چوکاټونود ويني په موښلو سره د مرګ له فرښتې څخه ځانونه  وژغورل. فرښته د هغه کورونو څخه تیریده چیرې چې د دروازو په چوکاټونو یی وینی وی.  مګر بل هریوه کور ته ننوتله. د دې لسم عذاب د مخنیوي لپاره، فرعون باید اسرائيليانوته اجازه ورکړي چې له مصر څخه ووځي.  همدا پیښه وه چی د یهودي  فسحې  د منځ ته راتلو لامل وګرځیده.

یهودیان څنګه د فسحې اختر لمانځي؟

یهودیان د فسحې د اختر په لومړۍ ماښام کې، د( سیډر ) په نامه خواړه خوري. دا خواړه یهودانو ته د مصر څخه ددوی لېږد ور په یادوي. خواړه د شرابو د ډیروالی د برکت سره پیل کیږي.

Bilde av en gutt som leser en tekst fra en bok. Han sitter rundt er middagsbord med mange andre og det viser en jødisk høytid Pesah

سیډر خواړه  په یوه غوری کی لږ لږ مختلفه خواړه یا سلاتونه په وړو قابونو کی وی چې هر یو یی ځانګړي معنا او مفهوم لري. د خواړو په پیل کې ، یهودیان يوه شمع روښانه کوي، کوم چې دوی ورته د سابات شمع وایی.

Bilde av en tallerken med , egg, salat, utrer, kylling og brød på
En sedertallerken
  1. مټزا : یوه فطیره ډوډۍ ده، یعني هغه لامده شوی اوړه چې نه وي رسیدلی/ پاستی.کله چې یهودان له مصر څخه وتل دومره وخت یی نه درلود چې اوړه ورسیږی اوبیا ډوډی پخه کړی.
  2. چاروسیټ:  د مڼې، واین او مغزیاتو د ګډولونه جوړيږی. دا خواړه یهودانو ته هغه د خښتو د یوالونه ور یادوی کوم چې د غلامانو په توګه د مصریانو لپاره یی جوړول.
  3. زروه / زیروا د وری د ورون هډوکي یا د چرګ وزر یا غاړه ده. دا خواړه د فسحې د قربانۍ سمبول دي. د فسحې قرباني یو پسه وو چې د بیت المقدس په معبد کې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې وه. کله چې معبد ویجاړ شو ،نو پسه یی کباب کړ.
  4. چازرت: تریخ بوټي یا سلات دي چې د مصر له ترخو خاطراتو څخه یادونه کوي.
  5. بیتاه : یوه سخته جوش شوې هګۍ ده چې د مقدسی ورځی دقرباني سمبول ده چې د پیساچ قربانی سربیره، معبد ته راوړل شوی وه.
  6. کارپاس: د مالګیو په اوبو کې ډوب شوي پارسلي دی  (persille)  چی اوبه په بوټی باندی اوښکو ته ورته کیږي. دا کار د هغو اوښکو یادونه کوي  کومی چې یهودانو په مصر کې د غلامی په وخت کې تویولی.
  7. مالګې اوبه: د یهودانو د اوښکو نښه ده چې په هغه کې پارسلي او هګۍ ډوبوي.

د سیډر د شپې د پیښو ترتیب په یوه کتاب کې چې دهاګاداه په نوم یادیږي لیکل شوی دی. په هاګاداه د نورو موضوعاتو ترڅنګ ، د یهودانو د غلامۍ / او د مصر څخه د لیږدیدلو کیسې ، داستانونه اود سیډر د ترسره کیدو توضیحات لیکل شوې دی.

Bilde av et drikkebeger, en bok og flatt brød. Alle tre ting som brukes den første kvelden av den jødiske høytiden peasah.

د سیډر د شپې په جریان کې، د سیډر قاب او دا نور شیان یی د هګګاه د کتاب دود او دستور ته راجع شوي. د سیډر لوښي چی د فسحې سره تړاو لري  او په ټولو یهودي کورونو کې هر یو خپل ځان ته د اخواړه لري ، که څه هم هرڅوک د داسې عالي خوړو چې په پورته انځور کې ښودل شوي،  امکانات نلري .

د سیډر دخوړو جشن دواړه هم خوشحالی او هم غم وړ دي.یهودیان باید په مصر کې بدې ورځې په یاد ولري، خو په ورته وخت کې باید خوشحاله شي چې دوی د غلامۍ څخه په تیښته بریالي شول.  

kunstmosaikk som ilustrerer da moses delte havet slit av isralittene kunne gå tørre gjennom vannet

Det er mulig å skrive ut eller bruke innhold fra dette innlegget på flere måter.

Legg merke til at innhold kan være ulikt lisensiert.

Regler for bruk av teksten 

Denne teksten har lisensen CC BY-NC-SA 4.0. Denne lisensen gir deg rett til å dele og bruke dette innholdet på visse vilkår:

  • Du må alltid oppgi hvem som har laget innholdet.
  • Du kan bare dele innholdet med samme lisens som det opprinnelige innholdet.
  • Du kan ikke benytte materialet til kommersielle formål.

Regler for bruk av bilder i teksten

Bildene i denne teksten kan ha ulike lisenser. Les mer om hvert bilde.

  1. illustrasjon av tre menn som bærer tungt, og en mann som går bak dem med en pisk i håndaAdobeStock_106250055-1024x651.jpeg — Illustrasjon av slaver i det gamle Egypt, illustrert av bilhagolan365 stock.adobe.com

  2. Illustrasjon av en dame som legger en kurv med en baby på vannetAdobeStock_87298128-1024x622.jpeg — Illustrasjon av en dame som setter en kurv med en baby på vannet, illustrert av KimsCreativeHub stock.adobe.com

  3. Biblical vector illustration series, Moses and the burning bushAdobeStock_914335022-1024x640.jpeg — Illustrasjon av Moses og den brennende busken, illustrert av rudall30 stock.adobe.com

  4. AdobeStock_254672017-1-scaled.jpeg — Illustrasjon av flere mennesker som smører blod på dører, av rudall30 stock.adobe.com

  5. Illustrasjon av to mennesker og mange fluerAdobeStock_619476579-scaled.jpeg — Illustrasjon av to mennesker og mange fluer, av rudall30 stock.adobe.com

  6. Illustrasjon av mange gresshopperAdobeStock_620133984-scaled.jpeg — Illustrasjon av mange gresshopper, av rudall30 stock.adobe.com

  7. Illustrasjon av en mann som ligger død på bakken og en dam som gråterAdobeStock_621338114-scaled.jpeg — Illustrasjon av en mann som ligger død på bakken og en dam som gråter, av rudall30 stock.adobe.com

  8. Illustrasjon av mennesker som ser på at vann i elva som er blitt til blod.AdobeStock_619065988-scaled.jpeg — Illustrasjon av vann i elva som er blitt til blod, av rudall30 stock.adobe.com

  9. Illustrasjon av mange frosker i byenAdobeStock_619065783-scaled.jpeg — Illustrasjon av mange frosker i byen, av rudall30 stock.adobe.com

  10. Illustrasjon av at det er blitt mørkere i byenAdobeStock_620658349-scaled.jpeg — Illustrasjon av at det er blitt mørkere i byen, av rudall30 stock.adobe.com

  11. AdobeStock_619476586-scaled.jpeg — Illustrasjon av svermer av mygg, av rudall30 stock.adobe.com

  12. illustrasjon i fargene mørk brun, oransje, rød og gul. En hånd som holder en pensel som maler noe rødt på en brun dørkarmAdobeStock_752361149-1024x724.jpeg — Illustrasjon av en hånd som smører blod på dørkarmen, illustrert av rudall30 stock.adobe.com

  13. AdobeStock_320863784-1024x684.jpeg — Bilde av en familie som feirer påske med sedermåltidet, av Inna stock.adobe.com

  14. AdobeStock_serdertallerken-1024x683.jpeg

  15. AdobeStock_12685283-1024x499.jpeg — Bilde av matzah, vinbeger og Haggada, av Moti Meiri stock.adobe.com

  16. kunstmosaikk som ilustrerer da moses delte havet slit av isralittene kunne gå tørre gjennom vannetAdobeStock_117776126-1024x768.jpeg — Mosaikk som illustrerer Moses som deler Rødehavet, av Davy Cheng stock.adobe.com

Regler for bruk av lydfiler i innlegget

Denne teksten har lisensen CC BY-NC-SA 4.0. Denne lisensen gir deg rett til å dele og bruke dette innholdet på visse vilkår:

  • Du må alltid oppgi hvem som har laget innholdet.
  • Du kan bare dele innholdet med samme lisens som det opprinnelige innholdet.
  • Du kan ikke benytte materialet til kommersielle formål.