Landsdeler og fylker// د ناروې زونونه او ولایتونه

Denne teksten finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

ناروې کوم زونونه لري؟ او په څو ولایتونو ویشل شوی ده؟

معمولآ ناروې په پنځوبرخو یا زونونو ویشل کیږي: د ناروې شمال، ترونډیلاګ، د ناروې ختیځ ، دناروې جنوب او د ناروې لویدیځ. د هیواد هره برخه یو یا څو ولایتونه لري.

په ناروې کې (۱۵) ولایتونه شتون لري. ولایتونه اداري واحدونه دي، پدې معنی چې دوی په سیاسي توګه اداره کیږي. والیتونه د ولایتي شوراګانو له خوا اداره کیږي. د ولایتي شوراګانو غړي د خلکو له خوا ټاکل کیږي.

شمالی ناروې

شمالی ناروې د هیواد ترټولو لرې شمالی خوا کی موقعیت لری. د هیواد دا برخه له دریو ولایتونو، فنمارک، ترومس او نوردلاند څخه جوړه شوی ده.

د شمالي ناروې لویه برخه د شمالي قطب نیمه حلقې کې پرته ده .د شمالي قطب نیم دایره په شمال کې، د ژمي نه د یو څه مودی لپاره تیاره او د اوړي نه یو څه موده د نیمې شپې لمر لري. کله چې د تیاری وخت وي، هیڅ وخت د ورځې له خوا لمر نه لیدل کیږی. د نیمې شپې د لمر په وخت کې، هم د ورځې او هم د شپې په دواړو وختونو کې لمر لیدل کیږی. هرڅومره چې شمال خوا ته ور نږدی شئ ، هغومره د نیمې شپې لمر او تیاري ورځې او شپې ډیریږې . په نورد کاپ کې ، د نومبر له ۲۰ څخه تر ۲۲ د جنوري پورې تیاره وي ، او د می له ۱۴ څخه تر ۲۹ دجولای پورې تر نیمې شپې لمر وي.

د ناروې په شمال کې، کولی شئ په ژمي کې دلمر څرکی یا شمالي شفق ووینئ. شمالي شفق شینی او ګلابي رڼاوی دي چې په اسمان کې خوځیږی .

د فینمارک ولایت

د فینمارک ولایت د ناروې هیواد په شمال او شمال ختیځ کې پروت دی چې د روسیې او فنلیند سره پوله لري. فینمارک د مساحت له پلوه د ناروې دوهم لوی ولایت دی او د نفوس له پلوه ترټولو کم نفوس لری. نورډکاپ په فینمارک کې یو مشهوره سیاحتي ځای دی. نورډکاپ اکثرا د ناروې او د اروپا ، شمالي ټکی بلل کیږي. مګر دا سمه نه ده، ځکه چې کنیف شلودن 1.5 کیلومتره شمال ته وړاندی پروت دی.

په فینمارک کې ډیرسامیان ژوند کوي. د دی ولایت په ډیرو ځایونو کې نارویژی او سامی ژبه سره مساوي کارول کیږی. د سامیانو پارلمان د خلکو لخوا یوه ټاکل شوې ارګان دی چې دنده یې د ساميانو د حقونو، ژبې او کلتور خوندي ساتل دي. د ساميانو پارلمان په کاراشوک کې موقعیت لري.

د ترومس ولایت

ټرومس د ناروې دوهم شمالي ولایت دی. دغه ولایت له فنلنډ سره ګډه پوله لري. ترومسو د ولایت ،او همدارنګه د ناروې په شمال کې ترټولو لوی ښار دی. یوه مشهوره کلیسا په ترومسو کې دایس هاوس کاتدرالن کلیسا ده. د کلیسا د ودانۍ بڼه کیدای شي چی طبیعی یخچالونو او غرونو ته ورته وي.

دنورد لاند ولایت

نوردلاند یو اوږد او نری ولایت دی چې سویډن سره پوله لري. بودو په نوردلاند کې ترټولو لوی ښار دی.

لوفوتن په نوردلانډ کې موقعیت لري او ډیری ټاپوګانی لري. د جنوري څخه تر اپریل پورې ، په لوفوتن کې د سکری په نوم کب، خورا ډیر نیول کیږي. سکری کب توشک کب ته ورته دی چې د بارنتس سمندر شمال خوا ته وړاندی د کال په ډیرو موسمو کی ژوند کوي. سکری کب د جنوري څخه تر اپریل پورې ساحل ته د هګی اچولو لپاره راځي. د سکری دکبانو ډیره برخه وچوی. هغه کبان چې وچیږی، د وچو کبانو په نوم یادیږي. ډیری وچ کبان نورو هیوادونو لکه ایټالیا او نایجیریا ته صادریږي.

د شمالي قطب نیمه دایره د نورډلانډ له منځ څخه تیریږي. د شمالي قطب نیمه دایره تیاری ورځی او د نیمې شپې لمر، لري.

تروندلاګ

تروندلاګ د هیواد په مینځ کې موقعیت لري چی هم زون او هم یو ولایت دی. د هیواددا برخه د ناروې د مرکزي برخی  په نامه هم یادیږي. تروندیلاګ اوږده جهیلونه، حاصلخیزی د کرنی سیمې او لوړ غرونه لري. په ترونډیلاګ کې تر ټولو اوږد جهیل د ټرونډهیم جهیل دی او ترول هتا تر ټولو لوړ غر دی. ترونده لاګ له سویډن سره ګډه پوله لري.

په ټروندلاګ کې ترټولو لوی ښار ټرونډهیم دی. ټرونډهیم په ناروې کې دریم لوی ښار دی. نیداروسمان په ټرونډهیم کې یوه مشهوره کلیسا ده. د نیداروسمن کلیسا په نړۍ کې د منځنۍ دورې کلیسا ده.

روروس یو ښار دی چې په ټرونډیلاګ کې موقعیت لري. روروس د روروس غرونو په لوړو کې موقعیت لري. دا ښارګوټی هلته ځکه جوړ شو چې په 1644 کال کې د مسو کانونه په غره کې وموندل شول . خلک په کانونو کې د کار کولو لپاره روروس ته راتلل. په دې توګه د روروس ښار وده وکړه.

د ناروې ختیځ/اوست لاڼد

د ناروې ختیځ د هیواد په جنوب ختیځو برخو کې پروت دی. د ناروې ختیځ د 6 ولایتونو څخه جوړ شوی دی. اسلو, وېستفولد, تېلېمارک, بوسکرود, آکرهوس او اینلاند. د ناروې ختیځ په ختیځ کې د کرهنیزو سیمو او په لویدیځ کې دغرني سیمو په درلودلو سره متفاوته منظره لري. په سیمه کې ډیری لوی جهيلونه هم شتون لري، لکه میووسا او تیری فیوردن. د ناروې ختیځ په ناروې کې د هیواد ترټولو لوی او ډیر نفوس لرونکی برخه ده. د ناروې نیمایي نفوس د ناروې په ختیځ کې ژوند کوي.

اسلو

اوسلو د ناروې پلازمېنه او د ناروې تر ټولو لوی ښار دی. دا ښار د اوسلو دجهیل غاړې ته پروت دي. په اوسلو کې مشهور ځایونه شاهي ماڼۍ، پارلمان، د اوپرا ودانۍ او فروګنر پارک دي. فروګنر پارک یو پارک دی چې د ډیرو مجسمو په لرلو سره مشهوره دی.

د وست فولد ولایت

وست فولد د اوسلو د جهیل ​​لویدیز خوا کې پروت دی او د مساحت له پلوه ترټولو کوچنی ولایت دی. دا ولایت یو اوږد ساحل لری او یو دټاپوګانو مجموعی چی ډیری کوچنی ټاپوګانی، ټاپوګۍ، صخری یا د ډبرو جزیرې لري. تونسبرګ په وستفولډ کې ترټولو لوی ښار دی او د ناروې ترټولو زوړ ښار هم ګڼل کیږي.

په وسټ فولډ کې، د ویکینګ له دوره څخه ډیری لرغون پیژندنې کشفیات سرته رسول شوي، لکه د اوسې برګ کښتۍ.. د اوسې برګ کښتۍ په ټونسبرګ کې دیوی لوی غونډۍ د خاورو لاندې وموندل شوه. کښتۍ د دوو ښخولو د ښخولو لپاره کارول شوی وه.

د تلېمارک ولایت

تلېمارک له ساحل څخه تر لوړ غره پورې غزیدلی. شیېن او پورسګرون په دی ولایت کې ترټولو لوی ښارونه دي.

د ریوکان ښار، چې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې راغلی دی، په ټېلې مارک کې موقعیت لري. دا ښار د شلمی پیړۍ په پیل کې دنارویژی هایدرو لخوا تاسیس شوی ترڅو په ناروې او اروپا کې د خواړو د ډیرخوندیتوب لپاره مصنوعي سره تولید کړي.

ګوستا توپن په ټېلېمارک کې ترټولو لوړ غر دی. په ګوستاټوپ کې یو له جذابیتونه څخه د ګوستا  پټلۍ ده. دګوستا پټلۍ یوه د کیبل پټلۍ ده چې د غره له لمن څخه د غره تر سر پورې په تونل کې تیریږي.

د بُسکرود ولایت

بُسکرود د اوسلو دجهیل په ​​لویدیز کې پروت دی او له ساحل څخه تر هارډانګرویدا پورې غزیدلی. هارډانګرویدا نږدې 8,000 کیلومتره مربع مساحت لري او د شمالي اروپا ترټولو لویه لوړه د غره پراخه سطحه ده. د لوړ غره پراخه برخه یوه لویه او تقریبآ هواره سیمه ده چې د بحر له سطحې څخه لوړه ده. د غره پراخه لمن کله ناکله د غره د اواری په نوم هم یادیږي.

په بُسکرود کې ترټولو لوی ښارونه ډرامن، کونګسبرګ او هونېفوس دي. ډرامن د ډرامن سیند ته نږدی پروت دي، کوم چې په ناروې کې یو د ترټولو لویو سیندونو څخه دي. کونګس برګ د سپینو زرو دکانونو په درلودلو خورا مشهور دی. د سپینو زرو کانونه اوس فعاله نه دي بلکې په موزیم بدل شوي دي.

د آکش هوس ولایت

آکشهوس ولایت د مساحت له پلوه دریم کوچنی ولایت دی مګر د نفوس له پلوه دوهم لوی ولایت دی چې نږدې 700,000 اوسیدونکي لري. دا ولایت په جنوب کې د اوسلو ترجهیل ​او په شمال کې تر میوسا پورې غزیدلی. آکش هوس د ساحل ، دکرنې ځمکی او ځنګل په درلودلو سره مختلفه منظری لري.

ایدسول دآکش هوس ولایت په شمال کې، مستقیم د میوسا جنوب خواته موقعیت لري. ایدسول د ایدسول د ودانۍ له کبله مشهوره دی.په دې ودانۍ کې وو چې د ناروې اساسي قانون په 1814 کالکې جوړ شو.

د ناروې اصلي هوایی ډګر په ګاردرموان کې موقعیت لری ، چې تقریبآ دآکش هوس د ولایت په مینځ کې پروت دی.

د اووستفولد ولایت

داووستفول ولایت د هیواد جنوب ختیځ خوا ته اوږد پروت دی. دغه ولایت له سویډن سره ګډه پوله لري. په دی ولایت کې ترټولو لوی ښارونه فرېډریکسټاد او سارپسبورګ دي. د ناروې تر ټولو اوږد سیند، ګلوما، د سارپسبورګ له منځه تیریږي او په فریډریکسټاد کې بهیږي.
فرېډریکسټاد او هاډن په اووست فولډ کې مشهوره ښارونه دي. د فریډریکسټاد زوړ ښار د شمالي اروپا ترټولو خوندی ساتل شوی کلا ګڼل کیږي. پخپله کلا په اوولسمه پیړۍ پورې اړه لري.

د فریډریکسټن کلا یوه تاریخي کلا ده چې په هالدن کې موقعیت لري. دا کلا په 1661 کې د دفاعي جوړښت په توګه د سویډن سره په پوله کې جوړه شوې وه. نن ورځ، د فریډریکسټن کلی یو مشهوره سیاحتي ځای دی.

د این لاند ولایت

این لانډ د مساحت له پلوه ترټولو لوی ولایت دی او یوازینی ولایت دی چې ساحل نلري. این لانډ په ختیځ کې د حاصلخیزو کرنی سیمو او په لویدیځ کې تر لوړو غرونو پورې غزیدلی دی. دغه ولایت له سویډن سره ګډه پوله لري. ترټولو لوی ښارونه یی هامار، لیله هامر او یوویک دي. دا ټول ښارونه د میوسا په څنګ کې موقعیت لري، کوم چې د ناروې ترټولو لوی جهيل دی.

دوی مشهوری غرنۍ سیمې په ناروې کې , دوره فیل او یوتون هیمین دي. دواړه په این لاند کې موقعیت لري. په ناروې کې دوه لوړ غرونه، ګالډهوپیګېن او ګلیټرټینډ، په یوتونهیمن کې موقعیت لري.

اینلانډ د هیواد ترټولو لوی د جونګړو یا کوډلو ولایت دی چې نږدې 90,000 جونګړي یا تفریحی کورونه لري. ډیری تفریحی کورونه، مشهوره سیاحتي ځایونو لکه تریسل ، هافیل او کویت فیل ،ته نږدې جوړ شوی دي ، کو م چې په ژمي کې د سکی لپاره او د دوبي له خوا د باندی په طبیعت کې د فعالیتونو لپاره پیژندل شوي ځایونه دي.

سورلاندت Sørlandet

په سورلانډ کې یوازې یو ولایت شتون لري چی نوم یی اګدر دی . سورلانډ د ټاپوګانو، کوچنیو ټاپوګانو او د لامبو لپاره دځایونو په درلودلوسره یو ښه د ټاپو ګانو مجموعه لري. سورلانډه د سواحلو، کمپینگ ځایونو او د سواحلو په اوږدو کې د تفریحی کورونوپه درلودو سره د دوبي د رخصتیو د تیرولو لپاره یو مشهوره ځای دی.

سورلانډ د خپلو کوچنیو ښارونو د تنګو کوڅو او په سپین رنګ ، رنګ شوي دلرګیو کورونو په درلودلو سره مشهوره دي ، د مثال په توګه ریسور او ګریمستاد ، چې ډیری وختونه د خپل سپین رنګه دلرګیو د کورونو په درلودلو سره تړاو لري. کریسټیانسانډ او ارنډال په حنوبی ناروې کې دوه لوی ښارونه دي.

د ناروې جنوبي نقطه لیندس نېس ده. د لینډس نېس سمندری فانوس په 1656 کې جوړ شوی او په ناروې کې ترټولو زوړ منار دی. دا فانوس تر اوسه فعاله دی او د منار سره تړلی یوموزیم هم شتون لري.

وستلاند

وسټلانډ درې ولایتونو لری دا ولایتونو موره او رومسدال ، وستلانډ او روګالاڼډ دي. د وسټلانډ طبیعت له اوږدو او ژورو جهیلونو، لوړو غرونو او شیب لرونکو ځمکو نه جوړ شوی. د ناروې تر ټولو اوږد جهیل، سوګنه فیوردن په وسټلانډ کې موقعیت لري. چی 204 کیلومتره اوږدوالی لري. په دی ولایت کې ترټولو لوی ښارونه برګن، سټاوانګر، اوله سونډ او هوګه سوند دي. وسټلانډ د خپل سمندري خوړو، په ځانګړې توګه د لاکس او کلیپ کب، او د تیلو د صنعت په درلودلو سره مشهوره دی.

د روګالانډ ولایت

د روګالانډ د ولایت ترټولو لوی ښار ستاوانګر دی. د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې په شمالي سمندر کې تېل وموندل شول. پریکړه وشوه چې د تیلو د صنعت مرکزي دفتر باید په ستاوانګر کې موقعیت ولري. په پیل کې هلته څلور کارمندان وو. یو له دوی څخه د عراق نه وو چی فاروق القاسم نومیده.

د وسټلانډ ولایت

په وسټلانډ کې ترټولو لوی ښار برګن دی. برګن په ناروې کې دوهم لوی ښار دی، دا ښار اکثرا د وسټلانډ پلازمینه بلل کیږي. بریګن په برګن کې یو مشهوره ځای دی.

د برګن په ښار کې بریګن

په ناروې کې ډیری طبیعی یخچالونه شتون لري. طبیعی یخچال یوه لویه سیمه ده چې له کنګل څخه جوړه شوې ده. ځینی ځایونه په دوبي کې دومره ساړه دي چې هلته واوره نه اوبه کېږي. بیا دا واوره کال په کال ډیرېږی او ډیریږی. چی په پای کې په کنګل بدلیږي. کله چې د کنګل ساحه لویه او درنه شي بیا د کنګل دغرونو اړخونه مخ په ښکته په ولیدو پیل کوي، دا یو طبیعی کنګل دی.د یوستېدال طبیعی کنګل په ناروې کې ترټولو لوی طبیعی کنګل دی. یوستېدال طبیعی کنګل د وسټلانډ په ولایت کې موقعیت لري.

د موره او رومسډال ولایت

په موره او رومسډال کې ترټولو لوی ښار اوله سونډ دی. په ۱۹۰۴کال په اوله سونډ کې لوی اور ولګید. په دی اور کی د اوله سونډ نږدې ټول مرکز وسوځید. ښار د نوی هنر په سټایل کې بیرته جوړ شو. دا آلمانی معماران وو چې د نوي معمارۍ پلان یې جوړ کړ.

د ناروې تر ټولو لوړ آبشار په موره او رومسډال کې موقعیت لري، چی د وینوفوس په نوم یادیږي. د ناروې په لوړو آبشارونو کې ډیرې اوبه نشته. د میډسونډ زیني د ډبرو زینی دی چې 2200زینې لري ، چی د نیپال د شیرپا خلکو لخوا جوړی شوی دی.

Bilder som ikke er merket er lisensiert fra AdobeStock

د ‏‎Samfunskunnskap.no‎‏ په پاڼې کې د ناروی په هکله ډیر نور اړوند معلومات ترلاسه کړئ.Lær mer om Norge på Samfunnskunnskap.no

د Samfunnskunnskap.no په پاڼه کې د ناروې په اړه فلمونه، متنونه او متقابلې دندې په څو ژبو شتون لري.

lenkeikonDette er Norge: Fakta om Norge (samfunnskunnskap.no)

دا ناروې ده: د ناروې په اړه حقایق (samfunskunnskap.no)