Buddhismen//بودیزم
بودیزم 2500 کاله پخوا په شمالي هند کې رامینځته شو.
د دی مذهب بنسټ د یوه شخص له خوا چی سدھارتا ګوتم نومیده، کیښودل شو.
بودا
سدھارتا ګوتم یو شهزاده و. د هغه کورنۍ ډیره شتمنه وه او په یوه ماڼۍ کې یې ښه ژوند کاوه. یوه ورځ چې له خپلی ماڼۍ څخه بهر وتلی و، یو ناروغ، یو بوډا، یو مړی او یو زاهد یی ولید. زاهد هغه څوک دی چې ساده ژوند غوره کوي. هغه څه چې شهزاده د ماڼۍ څخه بهر ولیدل، سبب شو چی دی د خپلی ماڼۍ ، میرمن او نوي زیږیدلي ماشوم د پریښودلو پریکړه وکړی. هغه غوښتل چې د یو زاهد په توګه ژوند وکړي. زاهدان په دې باور دي چې د ساده ژوند په ټاکلو سره کولی شي هوښیاری ته ورسیږی اوپوهه یی لا هم ډیره شي. سدھارتا له څو زاهدو څخه لیدنه وکړه او له هغوی څخه یې ډیر څه زده کړل. هغه ډیره روژه نیوله او ذهني سکون یې کاوه.
د ذهنی سکون معنی دا ده چې تاسو به کاملآ آرامه کښنی او هڅه وکړئ چې د هیڅ شی په اړه فکر ونکړی. د 6 کالو د ذاهد په توګه ژوند کولو وروسته، سدھارتا هیڅ ځواب ونه موندلو، چې هغه ډیر هوښیار شوی دی. بیا یې پریکړه وکړه چې د یوې ونې لاندې به کښنی او تر هغه به پورته نشي تر څو چې پوهه یی تر لاسه کړی نه ده. سدھارتا څلور ورځې وروسته د ونې لاندې ، ناڅاپه پوه شو چې نړۍ څه ډول ده. د هغه په فکر کی راغلل : “ما آزادي وموندله .” اوس نوهغه بودا شو. بودا یوه هندي کلمه ده چې معنی یې “هغه څوک چې پوهیږي” ده.
عقیده
بودا کوم خدای نه و، مګر یو هوښیار سړی و چې په ډیر څه پوهیدو. بودا خلک و پوهول چې ولې باید په ژوند کې مهربان او صادق وي. د بودا له مړینې وروسته، د هغه لارښوونی لا هم ژوندي دي.هغه لارښوونی چې موږ یې نن د بودیزم په نوم پیژنو دهارما هم ورته ویل کیږی.
بودایان په بیا زیږیدو باور لري. یو بودایی معتقده دی چې کله چې تاسو مړ شئ بیا بیرته زیږیدلی شئ . هغه څه چې تاسو په دې ژوند کې کوئ ستاسو راتلونکی ژوند ټاکي . که تاسو په دې ژوند کې ښه نه یاست، نو تاسو به په راتلونکي ژوند کې سختی ووینئ. دې ته کارما ویل کیږي.
بودا خلکو ته وویل چې په نړۍ کې ډیرې ستونزې دي، ډیر مصیبتونه شتون لري او د ډیرو خلکو وضعیت ښه نه دي. بودا دا هم وویل چې د ټولو رنځونو په اړه یو څه کول ممکن دي. خلک کولی شي خپل درک جګ کړی ، مهربانه و ی، نفرت لرل بس کړی ، د بدو شیانو فکر ونه کړی ، حریص او تل د ډیر څه په لټه کې نه و ی . که خلک دی کارونو ته چمتو وي، نو کولی شي چی آزاده وي او ښه ژوند ولري. هغه دې ازادۍ ته نروانا وايي. نروان د کړاو او بیا زیږون څخه بشپړ خلاصون دی. دا د خوښۍ، همغږي، بشپړې ازادۍ او د نه بیان کیدونکي وضاحت، حالت دی.
څلور غوره حقیقتونه
بودایی تعلیمات کولای شو په څلورو تعلیماتی لارو خلاصه کړو. دا پدې اړه دي چې ولې د خلکو تر مینځ ډیر رنځ شتون لري او څنګه بدلون ورکولای شو.
- په هر څه کې یو څه درد یا رنځ شتون لري.
- رنځ شتون لري ځکه چې خلک حریص دي یا هیڅکله راضي نه دي. خلک تل هر څه نور غواړي.
- که خلک حرص پریږدي او په خپل ژوند کې نور څه وغواړي، درد او رنځ به له منځه ولاړ شي.
- که یو انسان غواړي چی ټول دردونه ختم کړي، نو انسان باید اته اړخیزه لاره تعقیب کړي.
که چیری موږ انسانان د ډیر پوهیدو لپاره کار وکړو، موږ به ښه ژوند ولرو او رنځ به پای ته ورسیږي.
اته اړخیزه لاره
بودا وویل: خلک مخکې لدې چې خپل ژوند “ترمیم” کړي ، باید پوه شي چې د دوی په ژوند کې څه غلط دي . بودا دا هم وویل ، نیروانا ته د رسیدو لپاره ،انسانان باید اته اړخیزه لاره تعقیب کړي.
- صیرت ولرئ. د څلورو اصیلو حقیقتونو ، د کارما او بیا زیږون قانون درک کړئ .
- سم فکر ولرئ. د نورو خلکو په اړه په مینه فکر وکړئ، انفاق وکړئ پرته له دې چی په بدل کې یی څه تمه ولرئ.
- حقیقت بیان کړ ئ. ریښتیا ووایئ او غیبت مه کوئ، دروغ او ګنګوسې مه کوئ.
- اعمال مو سم کړئ. په بودیزم کې د ژوند پنځه قواعد تعقیب کړئ.
- د وژلو څخه ډډه کول.
- د غلا څخه ډډه کول.
- له زنا څخه ډډه کول.
- د دروغ ویلو نه ډډه کول.
- د نشه کولو څخه ډډه کول.
- د ژوند سمه لاره وټاکئ. په کار کی صداقت وکړی، په بده لاره پیسې مه ګټی د بیلګی په توګه لکه غلا کول، وژل یا د نورو خلکو دوکه کول.
- سمه هڅه وکړئ. سخت کار وکړئ او هڅه وکړئ تر څو چې یو ښه او هوښیار انسان شئ.
- سمه پاملرنه وکړئ. کله چې تاسو کوم کار کوئ د نورو شیانو په اړه فکر مه کوئ، بلکې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې اوس یې کوئ.
- سم تمرکز ولرئ. هځه وکړی چې په خپل سر او زړه کې سوله ولرئ او په خپل سر او زړه کې قوي اوسئ.
متنونه او سمبولونه
په بودیزم کې ډیری مقدس صحیفی یا متنونه شتون لري. متنونه د بودا د ژوند او د هغه د تعلیماتو په اړه دي. د بودا تعلیمات لومړی د ښوونکي څخه زده کونکي ته په شفاهي ډول ویل کیدل، مګر په پای کې اړینه شوه چې متنونه باید ولیکل شی ترڅو زده کړه هیره نکړي.
د بودایانو په معبدونو کې د بودا لویی مجسمې شتون لري، او ډیری یې خورا ارزښتناکه هنر کارونه دي.
په ډیری معبدونو کې د بودا مجسمې د دعا د میز سره شتون لري. هلته اکثرا د پوجا رسم چی د بودا عبادت دی د سندرو ویلو، ذهني سکون او د ګلونو او خوشبویي د نذرانې سره ترسره کیږي .
ډیری بودایان په خپل کور کې د بودا مجسمه لري. د دوی خوښیږی چې شمعې روښانه کړي او د بودا د مجسمې مخې ته ګلونه کېږدي. ځینې بودایان هره ورځ ذهني سکون کوي.
راهبان او راهبی
راهبان او راهبی بودایی متخصصین دي. دوی مقدسه صحیفی ډیری لولی. دوی ذهني سکون کوي، او دوی بودا یی تعلیمات ورکوي. دوی ډیر څه نلري، یوازې هغه څه لری چې ورته اړتیا لري. دوی په هغه خوړو او ډالیو چی د خلکو څخه یی ترلاسه کوي، ژوند کوي .
د بودیزم په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ
- Tekstene er utviklet av Veilederkorpset i Stavanger og etter avtale tilrettelagt, bearbeidet og oversatt av morsmål.no
- Alle bilder er hentet fra Adobe Stock