Hinduismen // هندوئیزم

Denne teksten finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

هندوئیزم د نړۍ یو له لرغونو مذهبونو څخه دی. هغه څوک چې د هندوئیزم پلویان دی هغه ته هندو ویل کیږي. هندوئیزم په نړۍ کې دریم ستر مذهب دی.

En eldre mann i en robåt på elven Ganges ved byen Varanasi i India
یو سړی د هند د وارانسی ښار ته نږدې د ګنګا په سیند کې په خپله کښتۍ کې ناست دی.

عقیده

هندوان په دې باور دي چې هر څه په کایناتو کی یو بل سره اړیکی لری او په ځانګړو قوانینو سره اداره کیږي. انسانان، حیوانات او نباتات ځانته ځانګړي دندې لري او دا دهارما په نوم یادیږي.

هندوان په دې باور دي چې هر څه چې زیږول کیږي ،مړ کیږي او د مړینی وروسته بیا را ژوندي کیږي.چی د بیا زیږیدو په نوم یادېږي. دې ته سمسارا ویل کیږي. که چیر تاسو ښه ژوند وکړئ، کولی شئ د مړینی نه وروسته بیرته را ژوندي نشئ. بیا نو هغه وخت په ځمکه د بیا ژوندي کیدو څخه خلاصون مومي، او کولی شئ د خدایانو سره ژوند وکړئ. دې ته موکشا ویل کیږي.

خدایان

په هندویزم کې څو میلیونه خدایان او ډیری بیلابیل دودونه او کیسې شتون لري. ځینې له ​​خدایانو نه په ځانګړې توګه مهم دي، د بیلګې په توګه، براهما، وشنو او شیوا. برهما هغه خدای دی چې نړۍ جوړوي او په ټولو مخلوقاتو حکم کوي. ویشنو نړۍ ساتي او د انسانانو قسمت کنټرولوي. خدای شیوا ټول ژوند له منځه وړي، خو دبیا ژوندی کول لامل هم دی. که څه هم ډیری خدایان شتون لري، مګر یو هندو  وایي  چې ټول خدایان په حقیقت کې د نړی د واحد روح برهمن یوه نسخه ده. دا یو ځواک دی چې په ټولو هغه څه کې چی ژوند کوي، شتون لري.

Illustrasjon som viser gudene Brahma, Shiva og Vishnu
خدایان برهما، شیوا او وشنو

د هندوانو معبدونه

معبدونه د هندوانو لپاره معنوی کورونه ګڼل کیږي. د معبدونو ډیزاین او سینګار د نړۍ په مختلفو ځایونو کې توپیر لري، مګر د خدایانو انځورونه او مجسمې په هر ځای کې یو شان دي. د هندونو هر معبد د یوه خدای د درناوي لپاره جوړ شوی، مګر کیدای شی چې د ډېرو نورو خدایانو مجسمې یا انځورونه هم په کې وی.

Bilde som viser Jain Bhandasar tempel i India.
د هند په بیکانیر ښار کې د جین بهنداسر معبد یا لکشمي نات د معبد انځور.
Bildet viser et rom i det hinduistiske tempelet Jain Bhandasar som brukes til å tjene gudene.
دا انځور په بیکانیر کې د هندو مندر جین بهنداسر یا لکشمي نات معبد کې یوه کوټه ښیې. د انځور په مینځ کې یو محراب دی چې په سرو زرو او رنګارنګه رنکونو خاص انځورونه په کی کار شو ي. دا خونه د خدایانو د عبادت لپاره کارول کیږي.

مقدس متنونه

په هندویزم کې ډېرې مقدس متنونه شتون لري. په دی متنونو کی د هندوانو د دینی مراسمو د سرته رسولو څرنګوالۍ او هم داچې په ژوند کې څه سم او څه غلط دي ، راغلي دی. ډیری متنونه څو زره کاله قدامت لري. ډیری هندوان کله چې معبد ته ځي دی مقدسه متنونوته غوږ ایږدي . دا متنونه د برهمنانو له خوا لوستل کیږي. برهمن یو هندو ملا دی.

پوجا

پوجا د خدای عبادت ته وایی. هندوان کولی شي په معبدونو کې، د خپلو کورونو په عبادت ځایونوکې یا په آزاده هوا کې د خدایانو عبادت وکړي. پوجا د مجسمو یا د خدایانو انځورونو مخې ته ترسره کیږي. هندوان د خدایانو مجسمې مینځي او مخی ته یی ګلونه، خواړه او شیدې ایږدي. همداراز شمعې او عنبر لګوی ،سندرې وايي او دعا کوي.

Bildet viser hele familien som tilber guden Ganesha via statuen som de har hjemme.  De setter frem frukt og blomster.
ټوله کورنۍ د هغه مجسمې په مخ کی چې په کور کې یی لري د ګنیشا خدای عبادت کوي.
دوی مخی ته یی میوه او ګلونه ایږدي.

ورځنی ژوند

په هندویزم کې ټولو ژوندیوموجوداتو ته پاملرنه مهمه ده. له همدې امله، دا یو مهم اصل دی چې یو انسان باید ژوندیو موجوداتو ته زیان ونه رسوئ. غوا مقدسه ګڼل کیږي. غوا شیدې ورکوي، کوم چې انسان ورته اړتیا لري.انسانان دمور شیدې یواځی په ماشومتوب کې څښي، مګر د غوا شیدې په ټول عمر کې څښلۍ شی.هندوان غوا ته د ټولو هندوانو د مور په سترګه ګوري. غوا ډیرې مهمې دندې لري، له همدې امله په هندویزم کې ډیری هندوان له غوا سره نږدې اړیکې لري او له همدې امله دغوا غوښه نه خوري.

هندویزم د ژوند کولو یوه تګلاره ده.په هندویزم کی د انسان کړنه د ارزښت وړ ده نه عقیده. نوځکه احترام کول په دی مذهب کی یومهم اصل دي، د مثال په توګه  زړو ته درناوي ډیر مهم دی . کله چې ماشومان د زړو خلکو یا د کورنۍ له غړو سره ویني، دوی د خپلو لاسونو په یوځای کولو او سلام کولو سره خپل درناوی څرګندوي. په بدل کې، لویان ، ماشومانو ته دعا کوي.

Bildet viser en hinduistisk dekorert hellig ku. Kua har hodepryd og malte mønstre på hele kroppen.
یوه سپېڅلې تزئین شوی غوا . د غوا سر او ټول بدن یی په رازراز انځورونو سینګار شوي.

د هندوانو مذهبي ورځي او مراسم

هندوان ډیری مختلفه مذهبي ورځي او مراسم لري. د رخصتیو د ورځو شمیرل  ستونزمن کاردي. ځني یی کوچني مذهبي ورځي دي چې په بیلابیلو ځایونو کې لمانځل کیږي او ځني یی لویی اومهمی مذهبي ورځي دي چې په ټوله هندو نړۍ کې لمانځل کیږي.سپېڅلې ورځې کیدای شي د میتولوژیکی او ورځنيو پیښو یا دواړو په اړه وي دیوالي او هولي دواړه په هندویزم کې دوی سپېڅلې ورځې دي. دیوالي د رڼا اختر بلل کیږي. رڼا د خدایانو سره د تیارو په لری کیدلو کی مرسته کوي او ښه به په بدو بری مومي. هولي د رنګونو جشن دی. هولي د پسرلي پیل څرګنده وي او ټول دا رنګونه دیوه ښه کال غوښتنی او مختلفه رنګارنګه نباتات سمبولوي.

په هندویزم کې د انتقال مراسم مهم دي. دا مراسم یا بیلابیلي کړنې د ژوند له یوې مرحلې څخه بل ته د هندوانو لیږد څرګنده کوي، د مثال په توګه، واده کول یا د ماشومتوب څخه ځوانۍ ته لیږدیدل. یو بل ډول لیږد د مقدس تار مراسم دی. په دې مراسمو کې، دهلک ماشوم د لاس د بند نه یو سور تار راتاووي او دین ته د ورداخلیدو ښه راغلاست وایي او وایی چی اوس ماشوم د سپېڅلو متنونو زده کولو ته چمتو دي. د خلکو ترمنځ د سپېڅلو ورځو او رسمونه لمانځل ، په مختلفو هیوادونو او سیمو کې توپیر لري.

Bildet som viser gutt med  en rød tråd rundt håndleddet
د سپیڅلي بند په رسم کې، هلکانو ته د دوی د لاس په مړوند کې سور تار ورکول کیږي.

د هندوانو لپاره مقدس ځایونه

په هند کې ډېر هندوان ژوند کوي. له همدې امله، په هند کې ډیر ځایونه د هندوانو لپاره مقدس دي. هندوان په دې باور دي چې په مقدسه ځایونو کې تمه کیدل د ګناه نه ژغورل کیږي. د ګنګا سیند او د همالیا دغرونو سلسلې مقدس ګڼل کیږي. هندوان په دې باور دي چې خدای شیوا د همالیا او د ګنګا سیند پورې اړه لری. په ګنګا کې غسل کول یومذهبی  رسم دی. چی پاکیږی او ژغورل کیږي. ډیری هندوان ګنګا او سپیڅلي ښار وارانسی ته د زیارت د مراسمو د پرځای کولو لپاره سفر کوي.

Bilde av fjellkjeden Himalya. Hvitkledde fjelltopper og skyer i varme farger
انځور د همالیا غرونه ښیې چې د هندوانو لپاره یو سپیڅلی ځای دی. هندوان په دې باور دي چې د شیو خدای د غرونو سره تړاو لري.

د هندویزم په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ