ملګري ملتونه – د سولې لپاره د راغونډېدو ځای
د دويمې نړيوالې جګړې وروسته ،په ۱۹۴۵ کال کې د ملګري ملتونو د سازمان بنسټ کیښودل شو. هيله داسی يو نړيواله سازمان وو چی د راتلونکو جګړو د مخنيوي او د دايمي سولې لپاره د يو وسيلې په توګه کار وکړي.۵۱ هېوادونو يوه موافقه لاسليک کړه چې د ملګرو ملتونو منشور نومېږي.د ملګرو ملتونو منشور په رسمي ډول د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په څلورویشتمه نافذ شو،له همدې امله څلورویشتمه د اکتوبر د ملګرو ملتونو ورځ ده. نن ورځ، د نړۍ ډیری هیوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي.


سرمنشي
د ملګري ملتونه سازمان د يوه سرمنشي لهخوا رهبري کېږي. سرمنشي د عمومي اسمبلې لهخوا هر ځلی د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. سرمنشي د ملګرو ملتونو د ورځنیو چارو د سرته رسولو مسؤلیت لري . بله مهمه دنده یې د شخړو د نه رامنځته کیدو، نه پراخېدو، یا نه خپرېدو لپاره سیاسي هڅې کول دي . د دی تر څنکه سرمنشي د امنیت شورا سره باید هغه ستونزې مطرح کړي چې کیدای شي د نړۍ سولې ته ګواښ پېښ کړي.
د ملګرو ملتونو دنده
ملګري ملتونه يو لوي سازمان د ی چې د یو شمیر بېلابېلو څانګو نه تشکیل شوی چی د مختلفو حوزو مسؤوليت لري کوم چې ملګري ملتونه ورسره همکاری کوي. د ملګرو ملتونو کار په درې اساسي برخو وېشل شوی دی: سوله او امنيت، د بشر حقونه او تلپاتی پراختيا.
سوله او امنیت
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سولې او امنیت د ساتنې اصلي مسؤلیت لري.د امنیت د شورا اصلي مسؤلیت په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتل دي.که کوم چیرې سوله ته ګواښ کېږي، معمولاد امنیت شورا دواړی ښکیل خواوې هڅوي چې د منځګړیتوب له لارې د شخړې د حل لپاره سوله ییزه لاره ومومي . همدارنګه د امنیت شورا کولی شي خپلی پرېکړې اعمال کړي، د بېلګې په توګه د اقتصادي بندیزونو امر ورکړي یا پوځي هڅې پیل کړي.د پوځي هڅو یوه بیلګه د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه دي. دا ځواکونه له هغه پوځي پرسونل څخه تشکیل شوي چې د بېلابېلو غړو هېوادونه را غونډ شوي دي.
د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو څخه جوړه شوی ده. پنځه هېوادونه دایمي غړي دي، پاتې نور هر ځل د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي. امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین د امنیت شورا دایمي غړي دي. په ملګرو ملتونو کې یواځې د امنیت شورا له پوځي قوې څخه دکار اخیستلو واک لري ، او ټول غړي هېوادونه مکلف دي چې د امنیت شورا پرېکړو ته غاړه کیږدي.
د بشر حقونه
د ملګرو ملتونو یو بل اساسي هدف دا دی چې د ټولو انسانانو بنسټیز حقونه خوندي وساتي. د ١٩٤٨ کال “د ملګرو ملتونو د بشر حقونو نړیواله اعلامیه”، چې د بشر حقونو اعلامیه هم بلل کېږي، تصويب او خپره شوه. ټول غړي هېوادونه مکلف دي چې د بشري حقونو درناوی وکړي.
ملګري ملتونه د نړۍ د بشري حقونو وضعیت څاري او ډاډ ورکوي چې غړي هېوادونه د بشري حقونو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره سره راغونديږي.
تلپاتی پراختیا
درېمه اساسي برخه دوامداره پراختیا ده. دا هڅې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ په موخو کې لنډیز شوي دي. د ملګروملتونو په اجنډا کې ۱۷ هدفونه شامل دي چې د هغی جملی نه د اقلیم د بدلون مخنیوی، د فقر او لوږې له منځه وړل، د جنسیت د برابرۍ تأمین او د ښه تعلیم تضمین دی. هدف دا دی چې دا موخې تر۲۰۳۰ پورې ترسره شي.
عمومي اسامبله
عمومي اسامبله په کال کې یو ځل غونډه کوي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه معمولاً له سپتمبر څخه تر دسمبر پورې دوام کوي. د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د ټولو غړو هېوادونو له استازو څخه جوړه شوی ده او اصلي دنده یې غړو هېوادونو ته په هغو مسایلو کې چې د نړیوالې همکارۍ، سولې او امنیت، پرمختګ او بشري حقونو پورې تړاو لري، وړاندیزونه وړاندې کړي. دې وړاندیزونه ته پرېکړهلیکونه ویل کېږي. د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک ډېر اهمیت لري. که څه هم دا یوازې د غړو هېوادونو لپاره یو وړاندیز دي، خو بیا هم دا د نړیوالې عامې رایې په توګه ګڼل کېږي. د دې لپاره چې په عمومي اسامبله کې یوه پرېکړه تصویب شي، دوه پر درېمه برخه اکثریت رایې ته اړتیا ده. هر غړی هېواد د یوی رایی حق لري او ټولې رایې مساوي ارزښت لري.
د ملګرو ملتونو ځینې سازمانونه
ملګري ملتونه یو شمېر بېلابېلی ټولیزې ادارې، صندوقونو او پروګرامونو لري، چې د ملګرو ملتونو چاری ترسره کوي. ځینې یی دا دي :

یونیسیف – د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق دی. دا سازمان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ماشومانو ته د مرستې لپاره کار کوي. د یونیسیف د تګلاری اصلي سند د ملګرو ملتونو د ماشومانو کنوانسیون دی. دا کنوانسیون څرګندوي چې ماشومان د ځانګړې ساتنې حق لري.

یونسکو – د ملګرو ملتونو د تعلیم، پوهه، کلتور او ارتباطاتو سازمان دی. یونسکو هڅه کوي چې د دغو برخو له لارې د سولې او امنیت لپاره مرسته وکړي. یونسکو غواړي خلک پوه کړي، الهام ورکړي او وهڅوي، ترڅو یو بل او خپله سیاره درک او درناوي یی وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) – د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي تر ځو ډاډ ترلاسه کړی چې ټول انسانان تر ټولو ښه روغتیا چی لاس ته راوړل یی ممکن وی، ولری. د روغتیا دنړیوال سازمان WHO دنده نظارت، څېړنه او خلکو ته د روغتیا او ناروغیو په هکله د باور وړ معلومات ورکول دي. د بېلګې په توګه، د روغتیا نړیوال سازمان WHO هڅه کوي چې د خطرناکو ناروغیو په وړاندې واکسینونو ته پراختیا ورکړ شي.

UNHCR – د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ. دوی مسؤلیت لري چې د بشر ټول حقونه او آزادۍ، چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې کې ذکر شوي، پیاوړي او خوندي کړي.
دا هغه څو بېلګې وې چې د ملګرو ملتونو د چارو یوه برخه څرګندوي. په نړۍ کې ډیری هیوادونه توافق لری چې ملګري ملتونه د غونډېدو ترټولو مهم ځای دی چیرې چې ټول غړي هېوادونه کولی شي په ګډه سره خبرې وکړي ترڅو موافقه وکړي چې کوم قوانین باید په نړیوال سیاست کې پلي شي.
د متن له کلمو سره کار کول

تمرین د نروېژي متن مهمې کلمې لري.
- د LEXIN په مرسته کلمې وژباړئ.
- د جدول په ښي ستون کې کلمه چې له متن څخه اخیستل شوې ده په جمله کې کارول شوې ده .جمله وژباړئ یا تشریح کړئ چې څه معنی لري.
Kilder
- Fn-sambandet, https://fn.no/
- NDLA, FN – en verdensorganisasjon for fred – Samfunnskunnskap – NDLA