Det gamle Egypt // لرغونی مصر

لرغونی مصر او نیل

د لرغونی مصر ډیره برخه یې له دښتې نه جوړ شوې وه.
د نیل سیند پرته، دا به امکان نه درلوده چې انسانان ھلته ژوند وکړي. نیل د نړۍ ترټولو اوږد سیند دی، او له څو ھیوادونو څخه تٻر شوی دی. د ا په مصر کې خورا پراخه سیند دی چې مدیترانې ته تویږی .
د ھمدې له کبله د ا سیند په میسوپوټامیا کې، د کرنې او بقا لپاره ھم دلته مھم و. په مصر کې، سیلاب د کال په منظم وخت کې راغلی. ھر کال د جولای څخه تر اکتوبر پورې دا د سیلاب وخت و. لکه څنګه چې مصریان پوھیدل کله چې سیلاب راشي، دوی کولی شي د ښارونو او ځمکې شاوخوا کې اضافي موانع جوړ کړي او د خپلو بندونو خالي کولو سره ځان چمتو کړي. سیلابونه ھغومره لوی لکه په میسوپوټامیا کې نه و.
ډیری مصریان بزګران وو. دوی خواړه کرل ، څارو ی درلو دې ، ښکار ته تللي او کب نیول. ځینې یې لاسی کارکوونکی ھم وو ، لکه خټکي ، پخلي ، کښتۍ جوړونکي او پښ (اھنګر).
په کروندو کې ،کروندګرو کتان کښت کول ،له ھغې څخه میرمنې جامې جوړول. د سیند د غاړې په اوږدو کې، کورنیو یو ځانګړی نی راټولول چې د پاپیروس په نوم یادیږي. دوی نی څخه نور شیان لکه څپلئ ، کښتۍ او کاغذونه جوړول. د کاغذ نوم له نی څخه اخیستل شوی دی.
مصریانو د لیکلو سیستم رامینځته کړ چې ھیروغلیف په نامه یاد کړ. په ھغه وخت چې د میسوپوټامیا خلک په تختو او ډبرو لیکل، مصریان په پاپیروس کاغذونه لیکل.

Detaljert utsnitt av egyptiske hieroglyfer skåret i en vertikal steinplate. Symbolene inkluderer blant annet en fugl, en sittende person og ulike geometriske figurer. Overflaten er slitt og ujevn, med spor av alder og erosjon.

مصري هیروګلیفونه
Fargerikt egyptisk papyrusbilde med gule, røde, grønne og blå detaljer som viser guder som veier den avdødes hjerte foran Osiris.
يو لرغونی مصري انځور، چې په پاپيروس باندې رسم شوی، او پکې خدایان ګوري چې د يو انسان زړه کافي ښه او مهربان دی که نه. په ښي اړخ کې خدای اوزيريس په سپينو جامو کې ناست دی او څارنه کوي.

فرعون

په مصر کې پاچا ځواکمن و. پاچا په یو لوی ښکلي کور یعنې قصر کې اوسٻده او د ھغه اصلي دنده دا وه چې ډاډ ترلاسه کړي چې خلک ښه ژوند لري. مصریانو باور درلود چې ھغه د خدای زوی دی ، او له ھمدې امله دوی د ھغه د نوم ویلو جرأت نه درلود. دوی ھغه ته فرعون نوم ورکړ ، چې معنی یې “لوی کور” دی. د فرعون نوم د پلار څخه زوی ته په میراث پاتې شوي. اوسیدونکي فرعون ته مالیه ورکول. دوی په پیسو مالیه نه ورکول، لکه څنګه چې نن مونږ نقدې پیسې ورکوو ، مګر فرعون د ھرڅه یوه برخه ترلاسه کول چې په ھیواد کې خلک کرل او جوړول.
فرعون بندونه، د اوبو لګولو کانالونه او معبدونه جوړول. خلک مرستې کولې.

Utsikt over Hatshepsuts tempel ved Luxor, der tempelstrukturen er integrert i en lys kalksteinsklippe
هتشپسوت په لرغوني مصر کې یوه له هغو لږو ښځینه فرعونانو څخه وه او د اتلسم سلطنت په دوره کې يې واکمني کوله. هغه د یوې سوله ییزې او سوکاله دورې او په دیر البحري کې د خپل اغېزناک او عظیم الشان معبد د جوړولو له امله مشهوره ده.

اھرامونه

Foto av pyramidene på Giza-platået i Egypt, med flere store pyramider i bakgrunnen og en gruppe kamelryttere som krysser ørkensanden i forgrunnen.
په مصر کې د ګیزا په لوړه سطحه کې هرمونه.

مصر په نړۍ کې د لو ی اھرامونو لپاره مشھور دی، کوم چې د ھیواد د ځینو پاچاھانو لپاره مقبرې دي. مصریانو د مرګ نه پس دوباره ژوندی کیدل ته باور درلود ، نو دا مھمه وه چې پاچاھان ښه په قبر کې اٻښودل شي. دوی خپل مړې د اړتیا وړو وسایل یعنې سره زر، خواړه، جامې او وسلې ورسره په قبر اٻښودل ترڅوچې دوی وکولی شي په خپل راتلونکي ژوند کې یې وکاروي. مصریانو مړی په ټوټو پوښل اود بدن دساتنې په موخه ھغوی مومیایی کول او قبرکې یې اٻښودل.

Fargerik veggmaleri i gammel egyptisk stil som viser flere stående figurer i tradisjonelle klær og hodeplagg, malt på en gyllen bakgrunn med hieroglyfer over.
د توت عنخ آمون د مقبرې د دېوال انځورګري. توت عنخ آمون په مصر کې یو ځوان پاچا و، او د هغه د قبر د خونې انځورونه له مړینې وروسته ژوند ته د هغه د سفر کیسه

لومړی، مړي په ځانګړي طریقه وینځل شول ، بیا مغز او کولمو، پرته له زړه څخه، راوویستل شول او په یو جلا دٻګي کې آٻښودل شوی. بدن یې  د بیلابیلو غوړیو او دعفونیت ضد مواد سره غوړکٻدل . بیا د مړې ټول بدن په ټوټو پوښل. په اخر کې، مومیایی شوې په یوه ځانګړي تابوت کې اٻښودل شوه او په تابوت کې د مړی عکس سریښ کٻدل.

En skinnende kopi av Tutankhamons berømte gullmaske, dekorert med blå striper og fine mønstre slik faraoen i Egypt brukte for over 3000 år siden.
د توت عنخ‌امون د سرو زرو د ماسک یوه کاپي ده. دا ماسک د شاوخوا درې زره کلونو مخکې د مصر د فراعنو په څېر د شنو او آبي کرښو او ښکلو بڼو په نقشونو سینګار شوی دی.

ډٻر فرعونیان او یو څه ډیر شتمن خلک په خپلو ارمانونو کې ښخ کٻدل. په مصر کې شاوخوا پنځوس اھرامونه جوړ شوي وو. ترټولو لوی یې د کٻوپس اھرام نومیږي او د پاچا په نوم ونومول شو چې ھلته ښخ شوی و.پاچا کٻوپس (د شاوخوا 2589 څخه تر 2566 ق م پورې حکومت وکړ). دا اھرام د ګیزا په دښته کې موقعیت لري، د ا سیمه د مصر د اوسني پلازمینې، قاھرې څخه بھر یو ځای دی. د پاچا ناو(دره) چې د لوسکار ښار په شاو خو ا کې موقعیت لري ھم ھلته د پاچاھانو قبر او مومیایی شوی خلک موندل شوې دي.

ایا تاسو پوھیږئ؟

  • د مصر 96٪ په حقیقت کې صحرا دی.
  • نیل 6500 کیلومتره اوږدوالی لري.
  • په مصر کې اھرامونه د نړۍیو له اوو عجایبو څخه ګنل کیږي! (ایا تاسو موندلی شئ چې نور شپږ تنه څوک وو؟)
  • د کیوپس اھرام 137 متره لوړ دی او د ½ 2ملیون  د تیږې له تختې څخه جوړ شوی دی.
  • د اھرا م څوکه د سرو زرو وو.
  • نور پیژندل شوي اھرامونه په مکسیکو او پیرو کې موندل کیږي.
  • ډیری غلو  د وخت په تیریدو سره له اھرامونو څخه خزانې غلا کړي.
Foto av den store sfinxen ved Giza, en monumental steinskulptur med løvekropp og menneskehode, omgitt av ørkensand og med pyramider i bakgrunnen under en klar blå himmel
په لرغوني مصر کې ابوالهول (سفینکس) د ځواک، پوهې او ساتنې د نښې (سمبول) په توګه جوړېدل. دوی به ډېری وخت معبدونو او هدیرو ته څېرمه ایښودل کېدل ترڅو د سپېڅلو ځایونو ساتنه وکړي. تر ټولو مشهور یې په “جیزه” کې د ابوالهول لویه مجسمه ده؛ یو عظیم الشان یادګار چې په مستقیم ډول له ډبرین غره څخه تراشلی شوی دی.