Kjærlighet og seksualitet // مینه او جنسی تمایلات
مینه یعنی د یو چا سره د مینی کول دي. ډیری خلک یو څوک لري چې دوی ورسره مینه کوي. کیدای شی چی مور او پلار، ورور او خور او یا ملګری وي. د جنسی اړیکو درلودل یا رومانتيکې مینې په نوم یو څه هم شته، کوم چې تاسو یې د خپل میئن یا میړه یا میرمن سره احساس کوئ.

د رومانتيکی مينې په اړه نظرونه د هېوادونو او کلتورونو ترمنځ توپير لري. د بیلګی په توګه، یو لوی توپیر یی دادی چې څنګه یوه جوړه یا دوه کسان یو بل سره مومي. په ځینو ځایونو کې دا میندی او پلرونه دي چې د خپلو ماشومانو لپاره میړه او یا ښځه مومي. دې ته د کورنۍ په خوښه واده ویل کیږي.
ځینې والدین بیا خپلو ماشومانو ته د غوره کولوڅو وړاندیزونه ورکوي او پوښتني کوی چې دوی غواړي له چا سره واده وکړي، او بیا اولادونو ته اجازه ورکوي چې هغه څوک غوره کړي چې دوی یې غوره ګڼي. په نورو ځایونو کې بیا میندې پلرونه د اولادونو له غوښتنې پرته پریکړه کوي. په ناروې کې واده ته د یو چا په زور اړه ایستل، غیرقانوني ګڼل ګیږي، مګر که اولادونو نه یی وغواړي والدین کولای شی چی ماشومانو ته لارښووني ورکړی .

په ناروې کې، دا عامه خبره ده چی هر کس د واده لپاره د خپلی خوښی کس باید په خپله ومومي. او دا هم عامه ده چې ډیری کسان له واده مخکی د ډیرونورو کسانو سره د مینی اړیکی ولري. ډیری خلک بیا پرته له واده نه یا له واده نه مخکی ،یوځای سره ژوند کوي. دې ته ګډ ژوند وایي. په ناروې کې د وګړو څلورمه برخه چې یوځای ژوند کوي هیڅکله واده نه کوي، مګر یوځای ژوند کوي او آن ماشومان هم سره لري.

کله چې یو هلک او یوه نجلۍ یو د بل سره مینه کوي، موږ ورته هتروفیلي وایو. کله چې د ورته جنس دوه کسان یو له بل سره مینه کوي، موږ ورته همجنس خوښي وایو.
په ځینو هیوادونو کې، همجنس خوښي غیرقانوني ده او همجنس خوښو ته سزا ورکول کیږي یا که چیرې دوی وغواړي د همجنس خوښو په توګه سره ژوند وکړي آن وژل کیږ ي . ځینې مذهبونه وايي چې همجنس خوښی ناسمه ده.
په ناروې کې، تاسو له هر هغه چا سره چی وغواړئ ژوند کولئ شئ . د همجنس خوښو سره تبعیضی چلند غیرقانوني کار دي، همجنس خوښي هم کولئ شئ ، د هتروفیلو په شان واده وکړي.

سکس درلودل د رومانتيکو تمایلاتو یوه طبیعي برخه ده. دا یوه ښه او شخصي اړیکه ده چې دوه کسان یې یو له بل سره لری. که څه هم تاسی سره یو ځای ګډ ژوند کوی، بیا هم د سکس د درلودلو پریکړه ستاسو په لاس ده. یعنی دا چې تاسو پریکړه کوئ چې ایا د مقابل کس سره جنسي مقاربت ولرئ ، او یا دا چی له چا سره یې ولرئ. نه ستاسو مور او پلار، میړه یا میرمنه، بل هیڅوک،ستاسو د جنسی مقاربت د درلودلو د پریکړی حق نلري.

هغه جنسي مقاربت چې ستاسو په رضایت نه وي ، جنسي تیري بلل کیږي. جنسي تیري په ناروې کې غیرقانوني ده او د بند سزا لري. همدارنګه پرته د ستاسو له اجازې نه هم څوک اجازه نلري چې په تاسی لاس ووهی او یا ستاسوبدن لمس کړئ. که تاسو په شک کی یاست چی ایا د چا بدن لمس کولئ شئ او یا لاس پری وهلي شئ، نو هرو مرو لومړی پوښتنه وکړئ.

د لغتونو لست:
د کورنۍ په خوښه واده – کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د ژوند ملګری غوره کوي
یوځای ژوند کول – پرته له واده کولو سره یوځای ژوند کول
هتروفیلی – د مخالف جنس سره مینه کول
هوموفیلی – د ورته جنس سره مینه کول
جنسي تیري – جبري جنسي اړیکه
متن او انځور د برګن ښار او zmekk.no په اجازې سره بیا خپور او ژباړل شوي دي