Lucia//لوسیا

د لوسیا ورځ د دسمبر په دیارلسمه لمانځل کیږي. په ناروې کې، دا ورځ د دوو قصو سره تړاو لري. د وحشتناکي لوسيا کیسه او د مقدسي لوسیا کیسه.

ډارونکی لوسيا

په تیرو وختونو کې، خلکو باور درلود چې د کال تر ټولو اوږده شپه د دسمبر د دولسمی او دیارلسمی ترمنځ  ده. دا شپه د لوسیا د اوږدی شپی یا د لوسیا دشپی په نوم یادیده. خواوس موږ پوهیږو چې دسمبر  د یوویشتمی شاوخوا د کال تر ټولو اوږده شپه ده.

خلکو باور درلود چې د لوسيا اوږده شپه سحر ناکه شپه ده .د نورو اعتقاداتو سربیره، داسې انګیرل کیده چې په دې شپه څاروي کولی شي یو بل سره خبرې وکړي.د لوسيا اوږده شپه د کرسمس د مودی پیل و. د لوسيا په اړه ویل شوي، چې یو جادويي او تیاره څېره وه. لوسیا د کرسمس په مهال ټول تر نظر لاندې لرل چې ایا د کرسمس لپاره یی تیاری نیولی دی او کنه . که د چاکارونه ترسره شوي نه و، هغی کولای شو چی راشی او خلک وډاروی. که چیری تاسی د لوسیا په اوږده شپه کې د کور نه بهر پاتی شوی وی ، لوسيا کولی شو چی حتی تاسی له ځان سره بوځي. له همدې امله د لوسیا په اوږده شپه کې خلک ټوله شپه  دننه پاتې کیدل او هڅه یی کوله چې د کرسمس د تیاری کار پیل کړی. یو له کارونو څخه د کلچو پخول وو. چی د کلچو سره زعفران او یا کورکمن کار ولو ترڅو کلچی یو ښه ژیړ رنګ ترلاسه کړي. ژیړ رنګ د شمعې یادونه کوي چې د لوسیا تیاره اوږده شپه روښانه کوي. ژېړ رنګ هم ټولو ته په ډاګه کوي چې د تیاره وخت به ډیر ژر پای ته ورسیږي او ورځې به بیا روښانه شي.

اوس هم د دسمبر په دیارلسمه د لوسیا په ورځې کلچۍ د زعفران یا کورکمن سره پخیږي. دا کلچی په ممیزو سینګارېږي او د “لوسې کاتر” په نوم یادیږي.

Maleriet «Julereia» (1922) av Nils Bergslien viser et følge av underjordiske, vetter, nisser, trollkjerringer, drukkenbolter, drapsmenn og annet pakk gjennom et norsk gårdstun julenatta.
.د نیلس برګسلین لخوا انځور شوی “یولیریا” (1922) د کرسمس په شپه د ناروې د فارم په انګړ کې د ځمکې لاندې ، پیریان ، بابانویل ، دیو ، مسنان ، قاتلان او نور یوه ډله ښیي 

د لوسیا سندره

د لوسیا د ورځې په مناسبت د رڼا او تیاره په اړه سندرهSang om lys og mørket i anledning Luciadagen

د لوسيا  د متن په اړه دندې

1. تشریح کړئ چې د لوسیا اوږده شپه  څه ده .

2. ووایاست چې لوسيا څوک ده.

3. ولې خلک له لوسيا څخه ډارېدل؟

4.  څه فکر کوئ لوسیا څنګه ښکاري  رسم یی کړئ.

5. په شمالی هیوادونو کې تر ټولو اوږده شپه کله ده؟

6. هغه کلچي چې د لوسیا لپاره پخیږي څه نومیږي؟

7. د کلچو رنګ د څه شی سمبول دی؟


سانکتا لوسیا

دیارلسم د دسمبر د لوسيا ورځ د مقدسی لوسیا یا سانکتا لوسيا په ویاړ لمانځل کیږي. د لوسیا نوم د لاتیني کلمې “lux” څخه اخیستل شوی چې د رڼا معنی لري.

لوسیا د څلورمې پیړۍ په شاوخوا کې د ایټالیا په سیسلي کې ژوند کاوه. هغه عیسوي وه او په عیسی مسیح یې باور درلود. په هغه مهال کې هغه کسان چې عیسویان وو د رومیانو لخوا تعقیبیدل. لوسیا د یوه بډایه رومي سړي سره کوژده شوې وه، مګر له هغه سره د واده کولو نه یی ډه ډه وکړه. د روم شتمن سړۍ په ​​غوسه  او په زړه زخمی شو. هغه د هیواد چارواکو ته وویل چې لوسیا عیسوی ده . له همدې امله روميانو هغی ته سزا ورکړه او  شهیده یی کړه . شهید هغه څوک دی چې د خپل عقیدی په لار کی ومري. د لوسیا د ښوالی په اړه ډیری کیسې شتون لري. لوسیا په پای کې یوه مقدسه عیسوی شوه. د لوسیا د ژوند په وخت کې، عیسویان مجبور وو چی  په پټه او ویره کې ژوند وکړي. ځینی ​​​ د ځمکې لاندې په تیارو تونلونو کې پټیدل. دوی په خپلو سرونو شمعې تړلې ترڅو د تونل دننه روښانه کړي. عیسویانو لوسیا یوه نجلۍ ګڼله چې دوی ته یی د عقیده د رسیدلو لار په یوه تیاره دوره کې و ښودله .

Barn som bærer lys og som går luciatog.
Illustrasjon: AdobeStock

په ځینو ځایونو کې، د لوسیا ورځ په ښوونځیو او وړکتونونو کې لمانځل کیږي. ماشومان د لوسیا مارش کوی او سپینې جامې اغوندي. معمولآ په قطار کی لومړنی کس ، دګلونوحلقه دشمعې سره په خپل سر ایږدی. دا نور چی په لاسونو کې شمعې یا ستوري لري د لوسیا دسندری په ویلو سره ورپسی روانیږي. مور او پلار او نور میلمنوته ډیری وختونه د لوسیا د قطار د لیدلو لپاره بلنه ورکول کیږي. بیا وروسته، دوی د ماشومانو سره د لوسی کات په نامه کلچی خوري.

 

لاندی ویډیو د لوسیامارش ښیې

د لوسیا مارش د لوسیا د سندری سره چی په سویډني ژبه د ښوونځي د ماشومانو لخوا ویل کیږي

د سانکتا لوسیا د متن په اړه، دندې

1. موږ ته ووایاست چې د دسمبر په دیارلسمه څه لمانځل کیږي.

2. د لوسیا په ورځ د چا یادونه کیږي؟

3. دا ورځ په ناروې کې څنګه لمانځل کیږي؟

4. د لوسیا نوم څه معنی لري؟

5. ایا تاسو نورې داسی ورځې پیژنئ چې د یو شخص دیادونی ورځ وي؟

Picture: Adobe Stock