Id al-adha

د نړۍ ټول مسلمانان د عید الاضحی ورځ لمانځي. دغه اختر ته د لوی اختر یا د قربانۍ اختر هم ویل کیږي. د اختر لمانځنه په مکې کی د حج د مراسمو پای په نښه کوي. د اختر د لمانځنی نیټه له کال څخه تر کال بدلیږي. مکه د سعودي عربستان یو ښار دی او د اسلام ترټولو سپیڅلی ځای دی.

د اسلام له هغو پنځو اصولو څخه  یو هم حج یا د مکې زیارت دی. هغه مسلمانان چې توان لري باید په خپل ژوند کې یو ځل حج ته لاړ شي. هر کال له درې څخه تر څلورو میلیونو پورې مسلمانان مکې ته سفر کوي.

یو د هغه مراسمو نه چې مسلمانان یی د حج پر مهال تر سره کوي، د کعبې نه اووه وار ی شاوخوا را تاویدل دي. کعبه یوه مقدسه ډبره ده، ځکه چې د اسلام له نظره دا ډبره د جبرائیل فرشتې لخوا ځمکې ته راوړل شوې ده.

د لوی اختر په مناسبت مسلمانان اکثره د وزې، پسه او غوا غوښې خوري. دوی باید ابراهیم پیغمبر په یاد ولري چې غوښتل یې خپل زوی قرباني کړي ترڅو چی د خدای امر ته خپل اطاعت وښيي.

په لوی اختر کی، مسلمانان ښه جامې اغوندي. دوی د کورنۍ او ملګرو سره ښه خواړه خوري. ډیری خلک عبادت کوی او یو بل ته د اختر د مبارکی کارتونه یا ډالۍ ورکوي. د لوی اختر په مناسبت یو بل ته د ښه اختر هیله کوو .”عید مبارک” د نیکمرغه  اختر معنی لري.  

Finn ut mer om Islam