Advent // دپیدایښت ورځي
څلور اونۍ مخکې له کرسمس نه یو انتظاروخت دي . دپیدایښت ورځي په اصل کې د عیسویانو سپېڅلې ورځې دي چې دحضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت لمانځلو لپاره چمتو کېږي. دحضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت ورځي کلمه دا معنی ورکوی چې په حقیقت کې “رب راځي.” اوس، زمونږ په عصر کې ، ډیری خلک دحضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت ورځي لمانځي که عیسوی وي یا نه.
د حضرت عیسی علیه السلام دپیدایښت په ورځو خلک کرسمس ته په بیلابیلو لارو چمتو کېږي. ډیری خپل کورونه سينګاروي. په ښوونځيو او وړکتونو کې ډیری فعالیتونه ترسره کېږي. دپیدایښت ورځي رنګ ارغواني دی.
د کرسمس پخلي
ډیری خلک دپیدایښت په ورځو کې د کرسمس کیکونه پخوی. په دودیز ډول ، خلک اوه رقم کیکونه پخوی ، خو خلک کولای شی چی دا کیکونه په دوکانونو کې هم واخلي. دمرچکو کیک یو رقم د اوو کیکونو څخه دی.ځینې د مرچکو کیک کورونه هم جوړوي.
په برګن کې ، دوی هرکال دمرچکو د نړۍ ترټولو لوی ښار جوړوي. ښوونځي ، وړکتونونه ، سوداګرۍ اوملکی اشخاص د مرچکې کیک یو مسول شخص ته ورکوي چه د مرچکو کیک یو مکمل ښار جوړکړي.

Bildet er tatt av straightfromthecask på Flickr
دکرسمس ورکشاپ
ډیری دپیدایښت په ورځوکې د کرسمس ورکشاپونه تنظیموي. بیا دوی ملګري او کورنۍدعوت کوي. دوی د کرسمس په ورکشاپ کې د نورو شیانو په مینځ کې د کریسمس دکوراسیون ، د کرسمس سوغات او د کرسمس کارتونه جوړوي. ځینې د کرسمس سندرې وايي.

د کرسمس پای
ښوونځي ، وړکتونونه ، د سپورت ټیمونه او اتحادیې دپیدایښت په ورځوکې محفلونه جوړوی.دغه محفلونو ته د کرسمس پای ویل کیږي.
د کرسمس کنسرتونه اوفعالیتونه
ډیری سندرغاړي او ډیرهنرمندان د کرسمس کنسرتونه او فعالیتونه تنظیموي. دا پیښې ډېرې وختونه په کلیساګانو کې وي.
د کریسمس مارکیټ
د کرسمس بازارونه دپیدایښت په وخت کې هم مشهور دي. د کرسمس بازارونه، د پخوانی کرسمس فضا سرګندوی. دلته تاسو کولی شئ دکرسمس لاسي سوغات او د کور خواړه وپیرئ.
جنتري
ډیری ماشومان د پیدایښت جنتری لري. د پیدایښت جنتری24 سوغات لري. کوچنيان د ډسمبر له 1 څخه د کرسمس تر ختمه پورې هره ورځ یو سوغات خلاصوي.
ډیری د ښوونځي ټولګي هم د پیدایښت جنتری لري.یوه طریقه دا ده چې هر زده کوونکي هغه سوغات چې دلته پوښل شوې دی خلاصوي. ښوونکی سوغات د زده کوونکو نومونو سره نښه کوي . په هرسوغات د زدکوونکو نوم لیکل شوې دی په ډسمبر کې هره ورځ ، هرزدده کوونکی یو یو سوغات خلاصوي. هغه څوک چې په هغه نیټه نوم یې لیکل شوې ده سوغات به ترلاسه کوي. ځینې لویان هم د پیدایښت جنتری لري ، او د پیدایښت جنتری د هغوی لپاره هم په انترنت کې موندل کېږي.دپیدایښت ورځي چنتری په 1920 م کال شاوخوا کې له المان څخه شمال ته راغلی.

د پیدایښت شمع
دپیدایښت ورځي دیوټ یو رقم شې دی چې د څلور یا ډیرې شمعې ځای لري.دا د هر یکشنبه لپاره یو شمع ده. لومړی یکشنبه خلک یو شمع لګوی، دویم یکشنبه خلک دوه شمعې لګوی ، دریم یکشنبه خلک درې شمعې لګوي او په څلورم یکشنبه ، ټولې څلور شمعې روښانه کېږي. دپیدایښت ورځي دیوټ مختلف شکلونه او رنګونه لری او کیدای شی له اوسپنې، لرګۍ، ټیګې، او نور شیانو نه جوړشوې وی . دپیدایښت ورځي دیوټ له المان څخه د کرسمس ونۍ په شان ناروې ته راغلې دی.

Bildet er tatt av Myriam Zilles på Pixabay



