Fornybare energikilder // دنوی کیدونکی انرژی سرچینې

Denne teksten om fornybare energikilder finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

موږ په خپل ورځني ژوند کې ډېره برېښنا مصرفوو. دا برېښنا موږ د مختلفو انرژي سرچینو څخه ترلاسه کوو. په عمومي ټوګه دوه ډوله انرژي شته:نوی کیدونکی انرژی اوغیر نوی کیدونکی یا د سون موادو انرژی. په دې متن کې به موږ د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینې وګورو.

Bilde av lyspærer som lyser.
Bilde: Adobe Stock
Bilde av en ledning. I bakgrunnen er det en bil.
Bilde: Adobe Stock

نوي کیدونکي انرژي هغه  سرچینه ده چي نه خلاصېږي. نوې انرژي هر وخت په طبیعت کې د پروسو په ترڅ کې رامینځته کیږي چې پخپله پرمخ ځي.د دې ډول انرژي سرچینې بېلګې د اوبو انرژي ، د باد انرژي او لمر انرژي دي. د ادرې واړه د انرژۍ سرچینې خپله انرژي له لمر څخه ترلاسه کوي.لمر په یو څه مختلف ډول دی دریو سرچینو ته انرژي ورکوي.

Bilde av noe lyst på en himmel.
Bilde: Adobe Stock

د اوبوځواک

د اوبو انرژي هغه انرژي ده چې د بهېدونکو اوبو څخه را منځته کېږي. په ناروې کې، موږ په آبشارونو او سیندونو کې ډیرې روانې اوبه لرو، چی کولی شو د انرژۍ د تولیدولو لپاره یی وکاروو. دا لمر دی چې د ځمکې پر مخ د اوبو د حرکت لامل گرځی. د لمر تودوخه اوبه ګرموي، له دې وروسته ټولې اوبه  په بخار بدلېږي.بیا په هوا کې پورته کېږي او بیا په ورېځو کې راټولیږي،چې بالاخره اوبه د باران په توګه ځمکې ته  راستنیږي. په ځمکه کې، اوبه په سیندونو کې روانیږي او سمندر ته بهیږي.

Foto: Adobe Stock

د باد ځواک

د لمر وړانګې  هوا ګرموي چې د حرکت لامل ګرځي. چی موږ یی د باد په توګه پیژنو. کله چې هوا حرکت کوي موږ کولی شو هوا د انرژي د تولید لپاره وکاروو. موږ کولی شو د باد توربینونو په جوړولو سره له دې انرژي څخه ګټه واخلو. د باد توربینونه کومه نوې اختراع نه ده، بلکې له ډېرې مودې راهیسې په ژرندو کی د غلو دانو د اوړو کولو لپاره کارول شوي.

Bilde av flere vindmøller. I bakgrunnen ser man skog og fjell.
Bilde: Adobe Stock

لمریزه انرژي

د لمریزې انرژۍ څخه د اوبو او کورونو په ګرمولو کې کار اخیستل کیږي .  لمریزه انرژۍ د سولر دتختو یا فوتوولټیک حجرو په استفادی سره د بریښنا د تولیدولو لپاره کارولی شو .

Bilde av solcellepanel som står på skrå på et gress.
Bilde: Adobe Stock
Bilde av solcellepanel på et hustak.
Bilde: Adobe Stock