Barn i flerspråklige familier // د څو ژبو کورنیو ماشومان معلوماتي لارښود لیک (رساله)

Informasjonsheftet belyser 10 spørsmål som ofte stilles om barns flerspråklige utvikling. I tillegg til å rette seg mot foreldre, er heftet svært aktuelt for ansatte i barnehager og skoler og på helsestasjoner. Det kan være et fint utgangspunkt for samtale mellom foreldre og ansatte i disse institusjonene om barnas flerspråklige utvikling.

Klikk på overskriften for tekst og lytt til lydfilen

Lydfil nr. 1

ماشومان کولای شي چې په ورته وخت کې څو ژبې زده کړي. د نړۍ په ډیرو برخو کې عامه ده چې ماشومان له ډیر کوچنیتوب څخه څو ژبې زده کوي. د دې لپاره چې ماشوم په مناسبه توګه څو ژبې زده کړي، اړینه ده چې د ماشوم کورنۍ، وړکتون او ښوونځی په فعاله توګه په دې برخه کې مرسته وکړي. دا اړینه ده چې د ماشوم په چاپېریال کې لویان د ماشوم د څو ژبیتوب د پراختیا ملاتړ وکړي او ژبنۍ ودې ته یې وهڅوي.
که چیرې د لږکیو (اقلیتونو) د ژبو ویونکې کورنۍ خپله مورنۍ ژبه وساتي، نو دوې کولای شي په نورو هېوادونو کې له خپلو خپلوانو او دوستاسو سره اړیکي وساتي. که چیرې د داسې کورنیو ماشومان د خپلو مېندو او پلرونو په ژبه تسلط ولري، نو د خپل مور او پلار په کلتوري میراث کې د برخې اخیستلو امکانات یې ډیر وي. دا د ماشوم هویت او تړاو (منسوب والی) پیاوړی کوي.

Lydfil nr. 2

که چیرې د ماشومانو مورنۍ ژبې ښه وده کړي وي، نو د یوې دویمې ژبې د زده کولو لپاره ښه شرایط لري. مورنۍ او دویمه ژبه یو بل پیاړوې کوي. که ماشوم په مورنۍ ژبه یوه کلمه زده کړي وي، لکه ‘gaajaysan’ په سومالیايي، نو د معادل زده کول یې په ناروېژي کې، وږې ‘sulten’ آسانېږي.
ټول مېندې او پلرونه هیله لري چې ماشومان یې په ښوونځي کې بریالي اوسي، نو ځکه غواړي چې ماشومان یې ناروېژي وخته زده کړي. د دې مانا دا نه ده، چې کله چې مېندې او پلرونه له ماشوم سره خبرې کوي، نو خپله ژبه دې پرېږدي. مېندې او پلرونه کولای شي ماشومانو ته داسې ځایونو ته په لاس رسي کې مرسته وکړي، چې هلته له ناروېژي ژبې سره مخامخ شي. دا کار په عامه توګه په وړکتون، نږدې چاپېریال او یا د مېندو او پلرونو له ملګرو او دوستانو سره کېږي.

Lydfil nr. 3

په هغو کورنیو کې چې مور او پلار په بېلابېلو (مختلفو) ژبو خبرې کوي، سپارښتنه کېږي چې مور او پلار هر یو په خپله مورنۍ ژبه له ماشوم سره خبرې وکړي. کله چې ټوله کورنۍ یوځای وي، کولای شي له مورنۍ ژبو څخه یوه، ناروېژي یا بله شریکه ژبه، غوره کړي چې دوی ته طبیعي وي. تر ټولو مهمه دا ده، چې مېندې او پلرونه له ماشومانو سره په هغې ژبې خبرې وکړي، چې دوی پرې تر ټولو ښه تسلط ولري. همدارنګه په هغو کورنیو کې هم، چې مور یا پلار په کې په ناروېژي ژبه خبرې کوي او د مور یا پلار مورنۍ ژبه یې بله وي، د ماشوم لپاره ښه ده چې مور او پلار هر یو ورسره په ”خپله” ژبه خبرې وکړي. په داسې کورنیو کې ډیرې وخت (اکثره وخت) ناروېژي ژبه حاکمه ژبه وي. که مور او پلار غواړي چې ماشوم یې په ډیرو ژبو خبرې وکړي، مهمه ده چې د ماشوم ملاتړ وشي، تر څو دواړه ژبو ته پرمختګ ورکړي.

Lydfil nr. 4

دا عادي خبره ده چې هغه ماشوم چې په څو ژبو خبرې کوي، په یوه جمله کې د بېلابېلو ژبو کلمې له یو بل سره ګډوي. د دې لامل دا دې، چې دوی لا تر اوسه نه دي زده کړي چې مختلفې ژبې له یو بل څخه جلا کړي. همدارنګه کیدای شي چې ماشوم د اړتیا پر مهال له بلې ژبې څخه کلمې «په پور واخلي». په دې توګه ماشوم د خپلې ژبې د ټولیزې وړتیا څخه ګټه پورته کوي.
دا عامه ده چې دوه ژبي ماشومان د نورو دوه ژبو ماشومانو سره د خبرو پر مهال کله په یوه او کله په بله ژبه خبرې کوي. دوی له دې امکاناتو څخه ګټه پورته کوي تر څو چې یوه باریکي یا احساس څرګند کړي او یا هم د هغو کسانو تر منځ یووالی رامنځ ته کړي، چې په یوه ژبه خبرې کوي. د زیات شمېر یو ژیو لپاره ستونزمنه وي، چې د ژبې په بدلولو رابدلولو پوه شي او یا دا کار ومني. څېړنې ښیي، د د ې لپاره، چې ژبې په ښه توګه واړول شي، د ژبې په هکله زیات پوهاوي ته اړتیا ده او دا کار په دوه ژبنیو خبرو اترو کې طبیعي ده او کار ورکوي.
له دې کبله چې مونږ مختلفې ژبې په مختلفو حالتونو کې کاروو، نو دا معمول دي چې څوژبي ماشومان په مختلفو ساحو او حالتونو کې یوازې په یوه ژبه ښه تسلط لري.د بېلګې په توګه، ماشوم کولای شي هغه څه چې په وړکتون کې تیر شوي وي په ناروېژي ژبه په اسانۍ سره بیان کړي، خو کله چې په کورنۍ پورې د اړوندو شیانو په هکله خبرې کوي، د مورنۍ ژبې کارولو ته لومړیتوب (ترجیح) ورکوي. کله چې ماشوم له مشرانو خپلوانو سره خبرې کوي، مورنۍ ژبه کاروي، خو کله چې له ملګرو او خوېندو او ورونو سره خبرې کوي، کله یوه او کله بله ژبه کاروي.

Barna leker butikk. Foto: NAFO

Lydfil nr. 5

دا غیر عادي نه ده، چې دوه ژبي ماشومان په ځینو وختونو کې ناروېژي ژبې ته لومړیتوب (ترجیح) ورکوي، که څه هم مېندې او پلرونه هڅه کوي چې له دوی سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. که چیرې مېندې او پلرونه په مورنۍ ژبه او ماشوم په ناروېژي ژبه خبرې کوي، مور او پلار کولای شي کوښښ وکړي چې له ماشوم سره مرسته وکړي، تر څو هغه په خپله مورنۍ ژبه سمې کلمې او اصطلاحګانې وکاروي. پرته له دې چې دا په پام کې ونیول شي، چې کومه ژبه کارول کېږي، تر ټولو مهمه له ماشوم سره اړیکه او خبرې اترې کول دي. د دې پر ځای چې دې ته پاملرنه وشي، چې ماشوم د یو څه د ویلو لپاره کومه ژبه غوره کوي، مهمه دا ده، چې د ماشومانو خبرو ته غوږ ونیول شي چې څه وايي. دلته باید له صبر څخه کار واخستل شي. په داسې یو چاپېریال کې د مورنۍ ژبې زده کول وخت ته اړتیا لري، چې هلته د مورنۍ ژبې په پرتله د ناروېژي ژبې اغیزه زیاته وي.
د دې لپاره چې ماشوم څو ژبې شي، مهمه ده چې مور او پلار ورسره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. دا ګټوره ده چې د ماشوم په چاپېریال کې له خپلې کورنۍ پرته نور داسې ماشومان او لویان هم شتون ولري، چې له ماشوم سره ګډه مورنۍ ژبه ولري. که څه هم ماشومان په فعاله توګه د مور او پلار په ژبه خبرې نه کوي، ډیرې وخت د دې په پرتله چې څه وايي، په ډیرو خبرو پوهېږي. دا د دې بنسټ جوړوي، چې ماشومان په راتلونکي کې مورنۍ ژبه په فعاله توګه وکاروي.

Lydfil nr. 6

ترکي ژبي ماشومان په ترکیه کې او ناروېژي ماشومان په ناروې کې خپلې مورنۍ ژبې په بېلابېلو حالتونو او د بېلابېلو خلکو سره د اړیکو له لارې زده کوي، لکه په کورنۍ کې، له خپلوانو او دوستانو سره، په وړکتون کې، په ښوونځي کې، په مغازه کې، په کوڅو او په بس کې. ماشومان ټوله ورځ د مورنۍ ژبې د اورېدلو او کارولو امکانات لري. په ناروې کې د لږکیو (اقلیتونو) ګڼ شمېر ماشومان د مورنۍ ژبې د زده کولو لپاره محدود امکانات لري. په لومړي قدم کې ډیرې (اکثریت) ماشومان خپله مورنۍ ژبه په کور کې اورې او کاروي. دا کار له مېندو او پلرونو څخه غواړي، چې له وړکتون او ښوونځي سره په ګډه ماشوم د مورنۍ ژبې د زده کړې پرمختګ ته وهڅوي. د ماشوم په چاپېریال کې لویان باید د دې امکانات برابر کړي، چې ماشوم په کورنۍ کې او له کورنۍ څخه د باندې د امکان تر حده په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.
په زیات شمېر ښاروالیو کې داسې وړکتونونه شتون لري، چې د ټولو پر مخ پرانیستي وي او مېندې او پلرونه په کې له خپلو ماشومانو سره یو ځای وي. په یادو وړکتونونو کې مېندې او پلرونه کولای شي له نورو مېندو او پلرونو سره لیدنه وکړي او خپل ماشومان له نورو ماشومانو سره یوځای د لوبو او فعالیتنو په حال کې وګوري. په ځینو ښاروالیو کې په کتابتونونو کې په مختلفو ژبو د کیسو ویلو/اورېدلو لپاره وختونه ټاکل شوي وي. همداشان وړکتونونه د ماشومانو او ځوانانو لپاره په ګڼ شمېر ژبو عادي او غږیز کتابونه هم لري، چې دوی یې امانت اخیستلای شي. په دې اړه د خپلې استوګنې په ښاروالي کې مالومات وکړئ، چې کوم امکانات په کې شتون لري. سربیره پر دې، مېندې او پلرونه، وړکتونونه او ښوونځي په اوسلو کې د دایچمن کتابتون (Deichmanske bibliotek) د ګنو ژبو له کتابتون څخه ګټه پورته کولای شي. په یاد کتابتون کې د لویانو او ماشومانو لپاره په بېلابېلو ژبو کتابونه شتون لري. ستاسو سیمه ییز کتابتون درسره له یاد کتابتون څخه د کتابونو په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. په انترنت پاڼه کې په بېلابېلو ژبو عادي او غږیز کتابونه او همدارنګه نظمونه، قوانین، سندرې او کیسې شتون لري.

Foto: NAFO

Lydfil nr. 7

وړکتون ته تلل د څو ژبو ماشومانو لپاره د ناروېژي ژبې د پرمختګ یوه بنسټیزه لاره ده. د دې تر څنګ د وړکتون، روغتیایي مرکز، ښوونځي او مېندو او پلرونو تر منځ ښه همکاري اړینه ده. د ناروېژي ژبې په پرمختګ کې وړکتون او ښوونځی یو لوی مسؤلیت لري، خو د مور او پلار رول هم په کې مهم دی. مېندې او پلرونه کولای شي له ماشومانو سره په هغه کار کې مرسته وکړي، چې په وړکتون او ښوونځي کې د ژبې د زده کړې په هکله تر سره کېږي، که څه هم دوی پخپله په ناروېژي ژبه دومره ښې خبرې نشي کولای.
وړکتون هغو ماشومانو ته د ژبې د ښه پرمختګ بېلابېل امکانات برابروي، چې د ښوونځي پېلولو په عمرونو کې وي. کله چې ماشومان لوی شي او ښوونځي ته ځي، کیدای شي SFO او بېلابېلې تفریحي بوختیاوې لکه، فوټبال، ارکستر، نڅا، کلتوري ښوونځي او ورته شیان د ژبې او ټولنیز پرمختګ لپاره د ملاقات ښه ځایونه وي. مېندې او پلرونه کولای شي خپل ماشومان وهڅوي، چې په یادو فعالیتنو کې برخه واخلي.
وړکتونونه مسؤلیت لري، چې د مېندو او پلرونو سره د نږدې همکارۍ له لارې په وړکتون کې د ماشوم د ژبې د پرمختګ لپاره آسانتیاوې برابرې کړي. وړکتون د وړکتونونو د نصاب او دندو له مخې مکلفیت لري، چې د دې ملاتړ وکړي، چې ماشوم خپله مورنۍ ژبه وکاروي او په ورته وخت کې په فعاله توګه کار وکړي، چې په ناروېژي ژبه کې د ماشوم وړتیا پیاړوې شي. مور او پلار د وړکتون له ښوونکي سره په دې اړه خبرې اترې کولای شي، چې ماشوم د ژبې د زده کړې هڅولو ته کومې اړتیاوې لري، د بېلګې په توګه، ایا د دې امکانات شتون لري، چې په وړکتون کې یو دوه ژبې مرستندوی (ښوونکی) وګمارل شي او یا وړکتون نور ژبني تعلیمي اقدامات پر لاره اچولای شي او که نه.

Lydfil nr. 8

هغه ماشومان چې یوه نوې ژبه زده کوي، له دې ژبې سره له بېلابېلو لارو تړاو لري. په داسې حال کې چې ځینې ماشومان په یوه نوې ژبه د کلمو او جملو په کارولو زیات وخت تیروي، ځیني وخت ان څو میاشتې، ځینې نور ماشومان یې سمدلاسه کاروي. کله چې ماشوم یو داسې وړکتون پېل کړي، چې هلته د ماشوم په مورنۍ ژبه خبرې نه کېږي، کیدای شي دا د ماشوم لپاره یو ستنونزمن حالت وي. په داسې وخت کې په وړکتون کې له لویانو سره نږدې همکاري په ځانګړې توګه اړینه ده. که څه هم ماشوم په وړکتون کې له نورو ماشومانو او لویانو سره په ناروېژي ژبه خبرې نه کوي، مهمه ده چې پاملرنه وشي، چې ماشوم له نورو لارو خبرې وکړي، د بېلګې په توګه په اشارو، پېښو (تقلید) او د بدن د حرکاتو له لارې. که څه هم ماشوم په ناروېژي ژبه څه نه وايي، خو ټول وخت د نوې ژبې په هکله پوهه او مالومات راټولوي. د ځینو ماشومانو د ژبې پرمختګ کېدای شي د مختلفو لاملونو له کبله کمزوری وي او یا په ژبه کې کومه ستونزه ولري. په داسې حالت کې باید وړکتون او د ماشوم مور او پلار له یو بل سره همکاري وکړي، چې څرنګه کولای شي له ماشوم سره مرسته وکړي، د بېلګې په توکه له وړکتون څخه د باندې مرسته تر لاسه کول، تر څو د ماشوم ژبنی پرمختګ وارزوي او له ماشوم سره په کور او وړکتون کې د اړتیا وړ مرسته وکړي.
که څه هم ماشوم په وړکتون کې له نورو داسې ماشومانو او لویانو سره نه ویني، چې د ده په مورنۍ ژبه خبرې کوي، د ماشوم د څوژبني پرمختګ لپاره ګټوره (مثبته) ده، چې مورنۍ ژبه یې په رسمیت وپیژندل شي. کله چې ميندې او پلرونه په وړکتون کې وي او هرکله ورته طبیعي وي، له خپل ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. د وړکتون هغه کارکوونکي، چې د ماشوم په مورنۍ ژبه نه پوهېږي، باید په ورته وخت کې د ماشوم له مورنۍ ژبې سره مثبته علاقه وښايي، د بېلګې په توګه، د ځینو کلمو، سندرو او قوانینو د زده کولو له لارې. دا د ماشوم د څوژبني پرمختګ لپاره ګټوره ده، چې په وړکتون کې داسې څوک وي، چې د ماشوم په مورنۍ ژبه پوهېږي.

Lydfil nr. 9

د یو شمېر ماشومانو مورنۍ ژبه له ناروېژي پرته بله ژبه وي او ناروېژي د دویمې ژبې په توګه په وړکتون کې زده کوي. دا مهمه ده، چې د ماشومانو په خبرو ځان پوه کړل شي او هغوی ته وخت ورکړل شي، چې خپل نظر څرګند کړي. وړکتون باید د ماشومانو ملاتړ وکړي، تر څو خپله مورنۍ ژبه وکاروي او په ورته وخت کې د ماشومانو د ناروېژي ژبې د وړتیا د لوړولو لپاره په فعاله توګه کاروکړي.
د ماشومانو د مورنۍ ژبې ملاتړ له بېلابېلو لارو کېدای شي، پرته له دې چې دا په پام کې ونیول شي، چې د وړکتون کارکوونکي د ماشوم په مورنۍ ژبه پوهېږي او که نه، خو د ګڼ شمېر ماشومانو لپاره مهمه ده چې په وړکتون کې په دوه و ژبو مرسته ترلاسه کړي. په وړکتون کې دوه ژبي کارکوونکي (پرسونل) ماشومانو او د ماشومانو مېندو او پلرونو ته د لا زیات خوندیتوب لپاره مرسته کولای شي او د کور او وړکتون تر منځ د اړیکو وسیله کېدای شي. له داسې یو کارکوونکي سره یوځای، چې د ماشوم له مورنۍ ژبې سره بلد وي، ماشوم کولای شي په خبرو پوه شي او په وړکتون کې نور ماشومانو او لویان په خپلو خبرو پوه کړي. په دې توګه ماشوم د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ لپاره ښه فرصت تر لاسه کوي او په ورته وخت کې د ناروېژي ژبې د پرمختګ لپاره مرسته ترلاسه کوي

Foto: NAFO

Lydfil nr. 10

د زیات شمېر ماشومانو او مېندو او پلرونو لپاره له وړکتون څخه ښوونخي ته تلل یو لوی بدلون وي. ښاروالیو ته سپارښتنه کېږي، چې د دې بدلون لپاره د همکارۍ جلا کړنلاره جوړه کړي او وړکتونونه باید په خپل کلني پلان کې له وړکتون څخه ښوونځي ته د لېږد پلانونو ته ځای ورکړي. په دې هکله مېندو او پلرونو ته په وړکتون یا ښاروالۍ کې مالومات ورکول کېږي.