Id al-fitr // عیدفطر

عید فطر اکثرا یوازې د اختر په نوم یادیږي. دا اختر د روژې د  پای ته رسیدو سره سم لمانځل کیږي. دا میاشت د روژې میاشت بلل کیږي او ټول بالغ مسلمانان چې کولی شي، باید روژه ونیسی. روژه لرونکي د لمر له ختو څخه تر لمر لوېدو پورې خواړه نه خوري. د روژی په میاشت کې دا مهمه ده چې فکر وکړو چی څنګه کولای شو له یو بل سره مهربانه او ښه چلند وکړو. د اختر په ورځ د الله شکر ادا کو چې د روژې په نیولو کی قوت را کوی. د اختر لمانځل په جومات کې د جماعت د لمانځه سره پیل کیږي.

په اختر کې، د کورنۍ او ملګرو سره یوځای کیدل معموله دي. د اختر ورځ د ماشومانو ورځ ده. ماشومان اکثرا د کورنیو څخه ډالۍ یا پیسې ترلاسه کوي. د اختر ډالۍ ته عیدی ویل کیږي. په اختر کې د ښو جامو اغوستل یودود دی. ډیری خلک خپل لاسونه په نکریزو سینګاروي. 

د اختر د لمانځلو څخه مخکې، هغه کسان چی کولی شی د روژی صدقه ورکوی چی د روژې د زکات په نامه یادیږي. پیسې  هغو کسانو ته ورکول کیږي چې ورته اړتیا لري ترڅو د اختر لپاره  ښه خواړه، ډالۍ یا نوي جامې ځان ته واخلي.

خواړه د اختر یوه مهمه برخه ده. کورنۍ او ملګري د اختر د ډوډۍ د خوړلو لپاره راټولیږي اوښه خواړه او خواږه خور ي. د اخترخواړه له یوی کورنۍ نه  تر بلی کورنۍ پوری توپیر لري.

د اختر په ورځ یو بل ته د “اخترمو مبارک” ویل معموله دي. یعنی دا چې تاسی د یوه نیکمرغه اختر هیله کوئ. ډیری خلک یو بل ته د اختر د مبارکی کارتونه ورکوي او یا یی لیږي.