Islam // اسلام

Denne teksten om Islam finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

اسلام د نړۍ تر ټولو ځوان مذهب دی چې په منځني ختیځ کې بنسټ ايښودل شوی. یهودیت او مسیحیت دوه نور مذهبونه دي چې بنسټ یې په منځني ختیځ کې اېښودل شوی. د یهودانو او عیسویانو په څیر، ټول مسلمانان په یوخدای ایمان لري. له همدې امله دوی ته توحیدي دینونه ویل کیږي.

A metal islamic crescent moon and star on a green textured background
Halvmåne og stjerne er symbol for islam. Illustrasjon: Adobe Stock

اسلام په نړۍ کې له مسیحیت وروسته دوهم ترټولو پراخه دین دی چې په نړۍ کې شاوخوا ۱،۷ ملیاردوگړي د اسلام د دين لارويان دي. د اسلام د دين لاروي ته مسلمان ويل کېږي.اسلامي ټولنې ته په عربي ژبه کې امت وايي. امت په دوه لويو فرقو وېشل شوی. د سني او تشيع فرقې دي.په۶۱۰ میلادي کال کې د اسلام پیغمبر محمدصلی الله علیه وسلم د مکې په ښار کې د اسلام دین بنسټ کېښود. مکه هغه ښار دی چې دی په کې زیږیدلی و.مکه په سعودي عربستان کې موقعیت لري. محمدصلی الله علیه وسلم په ۶۳۲ میلادي کال کې وفات شو.

قرآنکریم او حدیث

قرآنکریم د مسلمانانو سپېڅلی کتاب دی. په دې کې هغه وحې شاملې دي چې د الله تعالی له طرفه په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی. قرآنکریم په اصل کې په عربي ژبه لیکل شوی دی.

Bilde av koranen og andre bøker som er oppslått på et bord.
Bilde av Koranen. Foto: Adobe Stock

قرآنکریم ۱۱۴ سوری (فصلونو) لری . سوری تر یوی اندازی د اوږوالی له رویه ترتیب شوی. تر ټولو اوږده سوره لومړی ،او تر ټولو لنډه سوره وروستی راغلي.لومړی سوره یو استثنا ده، دا سوره د لنډی افتتاحی دعا سوره الفاتحة(الْحَمْد) څخه تشکیل شوی. مسلمانان قرآن مخکی د تلاوت نه ښکلوي.

د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم له وفات څخه تقریباً سل کاله وروسته د هغه د ویناوې، اوکردارپه اړه کیسې په کتابونوکې لیکل شوي دي چې ورته حدیث ویل کیږی.قرآنکریم او حدیث باید په ګډه سره وښيي چې د مسلمانانو لپاره سم او ښه ژوند څه دی.

پنځه بناوې (د اسلام ارکان)

اسلام د قانون دین دی. یعنی دا چې قوانین او مقررات د حق او نا حق او دا چی مسلمانان باید څه وکړي ، پریکړه کوی. چی دا د اسلام په پنځو ارکانو کې بیان شوی دی.

کلمه طيبه (شهادت)

دشهادت کلمه د اسلام لومړی بنسټیز رکن دی. په عربي کې داسې لوستل کیږي: «أَشْهَدُ أَنّ لَّا إِلَٰهَ إِلَّإ الله وأَشْهَدُ ان محمداً رسول الله». په پښتو کې دا معنی لري: “له الله,تعالى پرته بل د عبادت وړ (معبود) نشته، محمدصلى الله عليه وسلم دالله جل جلاله رسول دى.”.

Illustrasjon av trosbekjennelsen i Islam. Skrevet med arabisk kalligrafi
Trosbekjennelsen skrevet med arabisk kalligrafi. Illustrasjon: Adobe Stock

لمونځ

د اسلام دوهم رکن لمونځ دی. مسلمانان باید په ورځ کې پنځه وخته لمونځ وکړي. مسلمانان په جای نماز (د لمانځه غالۍ) باندې لمونځ کوي د لمانځه غالۍ داسې ځای په ځای کوي چې مخ یې د مکې لورې ته وی.

Bilde av to jenter som sitter på kne med hendende foldet. De sitter på en bønneteppe.
To jenter som ber. Bilde: Adobestock

دا اړینه ده چې د لمانځه نه مخ کی باید پاک و او اودس وکړو . لمونځونه په عربي ژبه دي او متنونه یی د قرآنکریم نه را اخیستل شوی دي. په لمانځه کې، بدن ثابت حرکات کوي:لمونځ کوونکي دريږي، رکوع ته ښکته کيږي، په زنکنو را ښکته کیږی، تندی او لاسونو پر ځمکه، سجده کوی، او کښېني. د جمعې لمونځ په جومات کې ماسپښین له جماعت سره یو ځای ترسره کیږي. د جمعې لمونځ یو د پنځه دخته ورځني لمونځونو څخه دی، او سربیره پرجـمـاعـت د جمعې خطبه هم ويل کیږی. هغه څوک چې د لمانځه امامت کوي او خطبه وایی امام بلل کیږي.

زکات

د اسلام د ارکانو څخه درېم رکن زکات دی. زکات هغه مالیه ده چې د پیسو، زیورونو او ملکیتونو د اندازې سره سم ورکول کیږي. پیسې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې ورته اړتیا لري.

روژه

روژه د اسلام د ارکانو څخه څلورم رکن دی. روژه د رمضان په میاشت کې راځی، یعنې د لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه باید وشي. ماشومان د روژې څخه معاف دي. د لمر لوېدو وروسته، کورنۍ د ماښام ډوډۍ لپاره راټولیږي چې د افطار یا ( روژه ماتي ) په نوم یادیږي. په روژه کې، مهمه دا ده چې د هغه څه لپاره چی لرو یی شکر وباسو او پر هغو کسانو ورحمیږو چې دومره څه نه لري.

حج

د اسلام پنځم رکن حج او مکی ته سفر دی. د حج څخه موخه د حج د فریضې ادا کول دی. په حج کی ډیری مختلفه مراسم اجرا ګیږی. ټول مراسم باید سرته ورسول شي ترڅو حج کامل او صحیح وګڼل شي. د مثال په توګه، د کعبې شاوخوا اوه ځلې (طواف) په ډله کې ګرځيدل یو رسم دی. کعبه مقدسه ځای دی ځکه چې حجره الاسود تور ډبره لري. د اسلام له مخې، حجره الاسودپه اصل کې آسماني ډبره ده او د جبریل فرښتې په ذریعه له آسمان څخه ځمکې ته راوړل شوې.

که چېرې مسلمانان د حج داداکولوتوان ولري باید په خپل ژوند کې یو ځل حج ته لاړ شي . هر کال له درې څخه تر څلورو میلیونو پورې مسلمانان مکې مکرمې ته سفر کوي.

Kaba ligger inne i hovedmoskeen i Mekka. Bilde: Pixabay, Konevi

Les mer om islam