د ژمی په سړه هوا کی ماشومانو ته مناسبی جامې ورواغوندي

د ماشوم د ګرم او وچ ساتلو لپاره دا غوره ده چې ماشومانو ته درې پوړه یا دری لایه جامی ورواغوستل شي. هر پوړ، دننه پوړڅخه تر بهره پورې یو ځانګړی خاصیت لري. دا دری پوړي جامې په ګډه، بدن د باد او واورې په وړاندې وچ او خوندی وساتي.

Illustrasjon av ei jente med ullundertøy

تر ټولو دننه پوړ

د جامو ترټولو د ننه پوړ د  بدن په وچ پاتی کیدو کی مرسته کوي.

د وړیو زیر جامی یا سوپر زیر جامی چې نری  او مستقیم په بدن چسپیدلی وي ، واغوندئ. وړۍ د بدن څخه ډیر رطوبت لرې کوي او حتی د لوند کیدوڅخه یی ساتي. سوپر زیر جامی د وړۍ په پرتله ډیر د بدن رطوبت ساتي، مګر د لوند کیدوڅخه یی نه ساتي. د نخی زیر جامو د کارولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې لوندیږي او د تودوخې د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي.

Illustrasjon av ei jente med ullegenser og bukse

منځنۍ پوړ

منځنۍ پوړ د هر څه نه مخ کی  بدن د یخنی په وړاندې خوندي ساتی.

د جامو دننه او بهر پوړترمنځ هوا ده چې تودوخه ساتي. له همدې امله، د منځنۍ طبقی جامې باید یو څه غټی وي، لازمه نده چی ډیر لوی وي. نو د وړۍ او مصنوعی وړیو جامی مناسبي دی. دجامو ضخامت او ډبلوالي د هوا سره سم تنظیم کړئ.

د پښو د وچو او ګرمو ساتلو لپاره د وړۍ جرابې وکاروئ.

illustrasjoon som viser jente i en gul vinter dress med blå lue og blåe votter. Hun har også på brune vintersko

بهرنۍ پوړ یا طبقه 

بهرنۍ پوړ باید بدن د باد او باران په وړاندې وساتي

تاسو کولی شئ د یوې کامل خرسک یا کرتی او پتلون ترمنځ یو یی وټاکئ. یو پتلون یا خرسک باید پټې ولري چې د بوټانو لاندې وتړل شي ترڅو د پورته کیدو او د واورې او اوبو د ننوتلو مخه ونیسي.

یوه ښه د تو دوخی د ساتلوخولۍ د ټول بدن د تودوخې د ساتلو لپاره مهمه ده، ځکه چې د بدن ډیره تودوخه د سر له لارې خارجیږی .پام وکړئ چې خولۍ شاوخوا غوږونه ښه په کلکه سره پټ کړی او تندی، غومبوري او غاړه پوښ کړي. تاسو کولی شئ د غاړې د ساتنې لپاره د غاړی دستمال یا غاړه هم واغوندئ.

ګرم او د اوبو ضددستکشې وکاروئ او پام وساتی چې اوبه او واوره ور دننه نشي. ماشومان باید وکوالی شي د خپلو پښو د تودوخې د ساتلو لپاره د خپلو پښو ګوتو ته حرکت ورکړي. نو ځکه مهمه ده چی حتی د وړیو جرابو په درلودلو سره پښه په بوټانو کې کافي ځای ولری.

Husk:

  • د باد د لګیدو سره د ډیر یخنی احساس کیږی.
  • کوچني ماشومان د لویانو په پرتله په اسانۍ سره د یخنی احساس کوي.
  • ځمکې ته نږدې د تودوخې درجه لا پسی ټیټه کیږی..
  • ماشوم ته پام وکړئ او په غاړه یې لاس ووهئ ترڅو ډاډه شی چې د ماشوم بدن مناسبه ګرمی لری.

Denne siden er også utskriftsvennlig. Trykk på “skriv ut” knappen øverst i innlegget.

Les mer om klær og påkledning i vinterkulda på flere språk her

Les mer om klær og påkledning på flere språk ved å scanne QR-koden

morsmal.no

Vil du ha en brosjyre om vinterklær på mange språk?