Rettsstaten // د قانون حاکمیت

Denne teksten om Rettsstaten finnes på flere språk. Teksten er hentet fra Zmekk.no og oversatt til flere språk av morsmål.no eter avtale med Bergen kommune. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

Zmekk.no

ټول هیوادونه قوانین او مقررات لري چې باید رعایت شی. خوپه ځینو هیوادونو کې مقررات په ټولو وګړو یو شان نه پلي کیږي. په داسی هیوادونو کی کیدای شي چی ځینې پرته له کوم جرمه زنداني شي، او داسې هم کیدای شي چی ځینې قانون مات کړي پرته له دی چی مجازات شي .

په ناروې کې داسی نه ده. همدا لامل دی چې ناروې یو دولت دی چې د قانون پربنسټ چلېږي. یعنی دا چې ټول باید یو شان مقررات رعایت کړي، او دا چې محکمې د قانون له پلي کېدلو څارنه کوي هر څوک، چې قانون ماتوي مجازات کیږي.

En lesetest om hva en rettsstat er. Teksten er oversatt med tillatelse fra zmekk.no
محکمې د قانون له پلي کېدلو څارنه کوي هر څوک، چې قانون ماتوي مجازات کیږي.

په هغو هېوادونو کې چې قانون حاکم نه وي، ټول یو شان قوانين نه مراعاتوی. هلته، د بیلګی په توګه، بډایه او یا زورور خلک کولی شي پولیس یا قاضي ته د رشوت په ورکولو سره له سزا څخه ځان بچ کړي.

که څوک له ټاکل شوی حد څخه موټر په ډیر سرعت وچلوي او د پولیسو لخوا ودرول شي، کیدای شي چی پولیسو ته پیسې ورکړي ترڅو د قضیې راپور ورنکړي، دې ته رشوت ویل کیږي. یا کیدای شي چی په محکمه کې قاضي پیژني او په دې توګه سپکه سزا ورکړي شي.

یو موټر چلوونکی هڅه کوي یو مامور ته رشوت ورکړي

په هغو هیوادونو کې چې قانون حاکم نه وي، پولیس کولی شي خلک پرته له کوم جرمه او یا هم که څوک د واکمنانو د عقیدو نه مختلفې مذهبي، او سیاسي عقیدی ولرئ ، په زندان کې واچوي.

پرته له کوم جرمه زنداني شوی

په ناروې کې داسی نه ده. دلته چی هرڅوک که د قانون په ماتولو تورن شي، د هغه جرم په عادلانه توګه قضاوت کېږي او پولیس پام کوي چې قانون په هرچا باندې یو شان ، پرته له دې چې څومره پیسې یا ځواک لري، پلي شي.

که چیرې د ناروې صدراعظم ډیر ګړندی موټر وچلوي، هغه هم د نورو ټولو وګړو په څیر مجازات کیږي.د قانون تر حاکمیت لاندې ژوند داسی وي .

قانون پر ټولو یو شان تطبیق کېږي.

پوښتنې

۱. ولې د استبدادی دولت تر واک لاندې،ژوند کول کیدی شي چی ناامنه وی؟

۲. د تاسو په هیواد کی د خلکو او پولیسو تر منځ اړیکې په څه ډول دئ ؟

د لغتونو زېرمه

د قانون حاکمیت – یو دولت چیرې چې قانون په ټولو مساوي پلي کیږي.

حقوقی قضیه – هغه شخړه چې په محکمه کې د قاضي لخوا حل کیږي.

استبدادي دولت- یو داسې دولت چې مشران او پولیس کولی شي هر څوک چې وغواړي زنداني او مجازات کړي.

رشوت – د دولت یو چارواکې ته د غیرقانوني کار اجراکولو له پاره پیسې ورکول رشوت بلل کېږي.

Tekst og bilder er oversatt og publisert etter avtale med Zmekk.no