Fornybare energikilder // دنوی کیدونکی انرژی سرچینې
موږ په خپل ورځني ژوند کې ډېره برېښنا مصرفوو. دا برېښنا موږ د مختلفو انرژي سرچینو څخه ترلاسه کوو. په عمومي ټوګه دوه ډوله انرژي شته:نوی کیدونکی انرژی اوغیر نوی کیدونکی یا د سون موادو انرژی. په دې متن کې به موږ د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینې وګورو.
![Bilde av lyspærer som lyser.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Lys-i-lyspaerer_Adobe-Stock_phRed-3-1024x683.jpeg)
![Bilde av en ledning. I bakgrunnen er det en bil.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Bil-og-ledning_Adobe-Stock_bevisphoto-1-1024x683.jpeg)
نوي کیدونکي انرژي هغه سرچینه ده چي نه خلاصېږي. نوې انرژي هر وخت په طبیعت کې د پروسو په ترڅ کې رامینځته کیږي چې پخپله پرمخ ځي.د دې ډول انرژي سرچینې بېلګې د اوبو انرژي ، د باد انرژي او لمر انرژي دي. د ادرې واړه د انرژۍ سرچینې خپله انرژي له لمر څخه ترلاسه کوي.لمر په یو څه مختلف ډول دی دریو سرچینو ته انرژي ورکوي.
![Bilde av noe lyst på en himmel.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Sol-pa-himmelen_Adobe-Stock_Gunter-Albers-1024x439.jpeg)
د اوبوځواک
د اوبو انرژي هغه انرژي ده چې د بهېدونکو اوبو څخه را منځته کېږي. په ناروې کې، موږ په آبشارونو او سیندونو کې ډیرې روانې اوبه لرو، چی کولی شو د انرژۍ د تولیدولو لپاره یی وکاروو. دا لمر دی چې د ځمکې پر مخ د اوبو د حرکت لامل گرځی. د لمر تودوخه اوبه ګرموي، له دې وروسته ټولې اوبه په بخار بدلېږي.بیا په هوا کې پورته کېږي او بیا په ورېځو کې راټولیږي،چې بالاخره اوبه د باران په توګه ځمکې ته راستنیږي. په ځمکه کې، اوبه په سیندونو کې روانیږي او سمندر ته بهیږي.
![](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Vannkraft_Adobe-Stock_Samo-Trebizan-scaled.jpeg)
د باد ځواک
د لمر وړانګې هوا ګرموي چې د حرکت لامل ګرځي. چی موږ یی د باد په توګه پیژنو. کله چې هوا حرکت کوي موږ کولی شو هوا د انرژي د تولید لپاره وکاروو. موږ کولی شو د باد توربینونو په جوړولو سره له دې انرژي څخه ګټه واخلو. د باد توربینونه کومه نوې اختراع نه ده، بلکې له ډېرې مودې راهیسې په ژرندو کی د غلو دانو د اوړو کولو لپاره کارول شوي.
![Bilde av flere vindmøller. I bakgrunnen ser man skog og fjell.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Vindmoller_Adobe-Stock_OSORIOartist-1024x266.jpeg)
لمریزه انرژي
د لمریزې انرژۍ څخه د اوبو او کورونو په ګرمولو کې کار اخیستل کیږي . لمریزه انرژۍ د سولر دتختو یا فوتوولټیک حجرو په استفادی سره د بریښنا د تولیدولو لپاره کارولی شو .
![Bilde av solcellepanel som står på skrå på et gress.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Solcellepanel_Adobe-Stock_Tiko-1-edited-2-scaled.jpeg)
![Bilde av solcellepanel på et hustak.](https://morsmal.no/wp-content/uploads/2022/09/Solcelle-pa-hus_Adobe-Stock_diyanadimitrova-1024x683.jpeg)