Dom og straff // حکم او جزا

Denne teksten om dom og straff partier finnes på flere språk. Teksten er hentet fra Zmekk.no og oversatt til flere språk av morsmål.no etter avtale med Bergen kommune. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

یو سهار د ایریک پام شو چې کوم چا د هغه موټر غلا کړی دی. هغه یوه  نخښه ترلاسه کوي چې غل یونس دی.

کله چې یو کس قانون ماتوي، دا د پولیسو دنده ده چې قضیه وڅیړي. یعنی دا چې پولیس د پیښی د څیړنی هڅه کوي . پولیس د هغو خلکو سره خبرې کوي چې یو څه یې لیدلي یا اوریدلي دي، او د جرم ساحه ، هغه ځای چې جرم هلته ترسره شوی، پلټي .

پولیس په دی باوری دی او ثابتولی شی چی موټر یونس غلا کړی دی. له همدی امله د پولیس د دی ادعا د ثابتولو لپاره یو محکمه دایره کیږی.محاکمه په محکمه کې ترسره کیږي. په ناروې کې څو ډوله محکمې شتون لري. تر ټولو ټیټه محکمه، ابتدایی محکمه بلل کیږي.په ابتدایی محکمه کی څارنوال چې د پولیسو استازی دی، هڅه کوی چې یونس مجرم ثابت کړي. یونس د ځان سره یو وکیل لري چې په محکمه کې به د یونس نه دفاع کوي.څارنوال او وکیل دواړه د ځان سره شاهدان لري چې دوی سره به د پیښی په څرګندولو کی مرسته وکړي. یوازی قاضیان پریکړه کوي چې ایا یونس مجرم دی او که نه، او څه سزا باید هغه ته ورکړ شي. قاضیان په قوانینو او مقرراتو ښه پوه دي.


که چیری یونس او ​​د هغه وکیل د محکمی د پایلې څخه راضي نه وي، دوی کولی شي چی د ابتدایی محکمې پر پریګړی د استیناف محکمې ته اعتراض وکړي. څارنوال هم دا کار کولای شي.نو بیا به نوی محکمه دایریږی. د استیناف په محکمه کې، د قاضیانو سربیره، یو ژوری هیئت هم حضور لري. ژوری هیئت عادي خلک دي چې د تورن په مجرم ګڼلو او د سزا د مودی په تعینولو کی د قاضی سره مرسته کوي.

ناروې یوه بله محکمه هم لري چې د سترې محکمې په نوم یادیږي. په ټول ناروی کی یواځی یوه ستره محکمه شتون لری او یواځی په خورا ځانګړو قضیو دلته تجدید نظر کیږی. د بیلګی په توګه، که چیری د اساسي قانون یا بشري حقونه د تر پښو لاندې کیدلو احساس وشي.


ډیری بیلا بیل د مجازاتو ډولونه شتون لری. د کوچنیو تخلفاتو لپاره د جریمو تادیه کول معموله دی. د جریمی پیسی دولت ته ورکول کیږی. او همدارنګه کیدای شی چی متخلف تر یوی مودی پوری د ټولنی لپاره د وړیا کار په کولو محکوم شی. چی دا ډول سزا د ټولنې لپاره خدمت بلل کیږي. د ډیرو جدي جرمونو سزا په زندان کی محبوسه کیدل دی.

په ناروی کی د اعدام یا د مرګ سزا اویا دعمری بند سزا نشته. هغه شدید ترینه سزا چی دلته ورکول کیږی، هغه یوویښت کاله بند دی. مګر ځینې ​​بندیان دومره خطرناکه دي چی وروسته له یوویشت کلو نه بیا هم آزادیدل یی د ټولنی لپاره خطر دی نو دوی د یوی نامعلومې مودې لپاره په بند کی پاتیږیږی او تر هغه نه آزدیږی تر څو چی ټولنی ته د ددوی له خوا کوم خطر نه وی.

په ناروی کی ماشومان چی عمر یی د پنځلسو نه لږ وی، نه زندانی کیږی.


Ordliste

څیړنه
د پیښی پلټل
د پیښی ځای
هغه ځای چی هلته غیرقانونی پیښه شوی وی.
قاضی
هغه څوک چې په محکمه کې پریکړه کوي چې ایا قانون نه سرغړونه شوی او که نه.
اِستناف غوښتنه
د بیا محاکمې لپاره غوښتنه

Tekst og bilde er gjengitt og oversatt med tiltatelse fra Bergen kommune og zmekk.no