Mesopotamia // میسوپوتامیا

Denne teksten Mespoptamia finnes på flere språk. Teksten er hentet fra Zmekk.no. Den er tilpasset og oversatt til flere språk av morsmål.no etter avtale med Bergen kommune. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

د فرات او دجلې سیندونه نن ورځ د ترکیې، عراق او سوریې په هیوادونو کې موقعیت لري. 6000 کاله دمخه، د دې سیمو لویه برخه یوازې د میسوپوتامیا په نوم یادیدله، چې معنی یی «د سیندونو ترمنځ ځمکه» ده .

نقشه ښیي چی د نن ورځې د هیوادونو په تړاو ،میسوپوتامیا چیرته موقعیت درلود.

اقلیم په دی سیمی کی تل ګرم او ښه وو، مګر ځنګ ته یی خورا وچ هم وو. سره له دې، ډیری میوی چی په ناروې کې پلورل کیږی، له دې سیمې څخه راځي. سیمه ډیره حاصلخیزه ده. دا څنګه کیدای شی چی دومره وچه سیمه دومره حاصلخیزه وي؟

یقینا چی ستا سو اټکل سم دی ، ځواب یی سیندونه دي. پرته د لویو سیندونو نه به سیمه یوه صحرا وه، او هیڅ شی به پكې وده نشوکولاى.

Illuastrasjon som viser det en bygning, ørken og dyrket området ved eb elv. Skal illustrere en bygning og dets plassering i datidens mesopotomia
سیندونو د ځمکې د کرلو او د ښه حاصلاتو د راټولولو امکانات برابر کړ.

د پسرلي له خوا ، کله چې په غرونو کې واوری ولی کیدی نو له سیندونونه سیلابونه جاری کیدل. اوبو طغیان کاوه او د څنګ سیمی یی تر اوبو لاندی کولې . کله چې اوبه را ټیټیدی او سیندونه بیرته خپل طبیعی عرض ته را اوړیدل، نو حاصلخیزه خټه به په ځمکه کې پاتې کیده. دی خټې به ښه او مغذی خاوره درلوده.

د میسوپوتامیا خلکو له اوبو څخه د ښی ګټی اخیستلو لپاره ډیرو تکتیکونو او وسیلو ته په ښه توګه پر مختګ ورکړی وو. د هغو ټولو اوبو په درلودلی سره ، دوی وکولای شو خاوره قوی کړي او تقریبا هغه څه چې دوی غوښتل هغه وکري. سربیره پردې، سیندونو ډیر کبان هم درلودل.

لومړنی بزګران

 هغه خلک چې په میسوپوتامیا کې اوسیدل دوی لومړني بزګران وو. دوی وو چی د لومړی ځل لپاره یی د غنمو کرل پیل کړل. د قلبه کولو، اوبه ورکولو او سرې ورکولو په واسطه، دوی وموندل چې خاوره ډیره حاصلخیزه کیږی. همدا وو چې دوی د کال په اوږدو کې کولای شو چی څو ځلی د غنمو فصل راټول کړي.دا څو ځلی د فصلونو راټولول او د ډیرو خوړو تولیدول دوی یی وتوانول چې خوراکی موادراټول او د وروسته کارولو لپاره یی ذخیره کړي. په کار کې د مرستې لپاره، دوی له څارويو لکه غواګانې او اسونه یی کار اخیستلو. د میسوپوتامیا خلک هغه لومړنی خلک و چې د څارویو پالنه یې پیل کړه.

په میسپوتامیا کې د ژوند کولو لپاره ډیر څه شتون درلود، دا د دې لامل شو چې ډیری خلک هلته ورکډه شي. په دې توګه څو زره کاله پخوا په نړۍ کې لومړني ښارونه رامینځته شول. ورور ښارونه ښه منظم شول. دوی ښوونځي او نظامی ځواكونه هم درلودل. میسوپوتامیا د خپلو معبدونو چې د زیګورات په نوم یادیږي او نورو حیرانونکې ودانیو په درلودلو مشهور دی. خلکو څو مختلفې دندې درلودې. ځینې ​​د میسوپوتامیاخلک لومړني کلتوري خلک بولي.

اختراعات

د میسوپوتامیا په جنوبی برخ کې د سومر سیمی موقعیت درلوده . سومريانو ډیری مهم اختراعات کړی مخصوصا د رياضي او هندسی په برخه کی . دوی یو دعدد سیسټم جوړ کړی وو چی د ۶۰ عدد اساس عدد وو. نن ورځ هم یو څه له دی نه کاراخلو. یو ساعت ۶۰ دقیقې لری او یوه دقیقه ۶۰  ثانیې لری . او دایره موږ په ۳۶۰ درجو ویشو.  

د میلاد څخه مخکې د 3000 او 3500 کلونو ترمنځ دوی د لیکلو سیسټم رامینځته کړ چې د کینیفورم لیک په نوم یادیږي. په لومړي سر کې کینیفورم لیک یوانځوریز لیک و. چې وروسته بیا ساده شو، او انځورونه په تورو سره بدل شول. سومريان د خټو او ډبرو په تختو کې ليکل.

د لیکلو هنر په ختیځ او لویدیځ کی د نورو هیوادونو تر څنګ ، مصر ته هم خپورشو.نور اختراعات په دی دوره کی د مثال په توګه : څرخ اوقلبه کول دی . برسېره پر دې، دوی په خپلو کښتیو کې د بیړیو قالب کیښود،، تر څو چی دوی په اسانۍ سره ډوب نه شی، او دوی د بادبان لرونکی کښتۍ کارول پیل کړل، نو دوی اړتیا نه درلوده چې هر وخت په پارو لرونکی کښتیو کی پارو ووهي.

ښارونه

سومریانو لوی ښارونه جوړ کړل. په سومر کې د ترټولو لوی ښار نوم اوروک وو . یو بل مهم د سوداګری ښار د (  اور) ښار و، چې له سمندر سره تړلی و. هر ښار اکثرا جلا دولت وو چی خپل ځان ته یی پاچا درلوده. پاچاهانو ډیر واک درلود، ځکه چې دوی مذهبي مشران هم وو. پاچا، د هغه خدمتګاران، کاهنان او کسب ګران په ښارونو کې اوسېدل.

ډیری وختونه د دښمنانو څخه د ژغورنی لپاره د ټول ښار چار چاپیردیوالونه وو. هغه کروندګر چې د ښار په شاوخوا سیمو کې اوسېدل بایدغلې دانې، غوښې، کبان او سابه یی پاچا ته د مالیې په ډول ورکړي وای. سومریانو د توکو د ترلاسه کولو لپاره پیسې نه کارولې. دوی د خپل اړتیا وړ توکې يو له بل سره تبادله کولی. سوداګرو بهر ته په بادبان لرونوکو بېړیو کی سفرونه کول او د مسو او سرو زرو تبادله یی کوله. كسب ګرانو به ځنی توکې لکه سیرامیک، ګاڼې.جامې او د کار وړ توکي د غذایی موادو سره تبادله کول.

په متن کې مهم لغاتونه


تنظیم کول، تشکيلول، بڼه وركول، ترتيبول

یعنی د یوه مقصد د لاسته روړلو یوڅه ترتیب کول ترڅو چی په.

راټولول، راغونډول

یعنی د یوې ټاکلې موخې لپاره یوځای کول، راټولول، غونډول .

ذخیره کول

یعنی د وروسته کارولو لپاره ذخیره کول .

ساده کول

یعنی یو څه اسانه کول

را پیښیدل

پدې معنی چې د یوه علت په سبب یو څه رامینځته کیږي ، یا پیل کیدل.

ګټه پورته کول

د یو څه څخه ګټه اخیستل، او په کارولوسره یو څه لاسته راوړل.

کرل

د یو څه کرل ، لکه نباتات.

تبادله کول

د یو څه ورکول او پرځای یې بل څه ترلاسه کول مانا لري.

د حاصلاتو راټولول

یعنی د حاصل راټول، هغه څه چې کرل شوي وي.

سيلاب یا د اوبو طغیان

د اوبو لاندې کیدلو معنی لري، د اوبو طغیان.

پورته کېدل/ ښکته کېدل

پورته کیدل یعنی راډیریدل یو څه چی ډیریږي یا مخ په جګیدو ځي. دښکته کیدل یعنی یو څه چی کمیږي یا ښکته کیږي.

سرې ورکول

پدې معنی چې خاوره ته د ډیر مغذی مادې اضافه کول ترڅو نباتات ښه وده وکړي.


په میسوپوتامیا کې د ژوند په اړه په انګلیسي کې یو فلم.
En film på engelsk om livet i Mesopotomia.

Ilustrasjon1: Karl Musser, translated labels by User:Mathias-S, CC BY-SA 2.5, via Wikimedia Commons