Rettsstaten // د قانون حاکمیت
ټول هیوادونه قوانین او مقررات لري چې باید رعایت شی. خوپه ځینو هیوادونو کې مقررات په ټولو وګړو یو شان نه پلي کیږي. په داسی هیوادونو کی کیدای شي چی ځینې پرته له کوم جرمه زنداني شي، او داسې هم کیدای شي چی ځینې قانون مات کړي پرته له دی چی مجازات شي .
په ناروې کې داسی نه ده. همدا لامل دی چې ناروې یو دولت دی چې د قانون پربنسټ چلېږي. یعنی دا چې ټول باید یو شان مقررات رعایت کړي، او دا چې محکمې د قانون له پلي کېدلو څارنه کوي هر څوک، چې قانون ماتوي مجازات کیږي.
په هغو هېوادونو کې چې قانون حاکم نه وي، ټول یو شان قوانين نه مراعاتوی. هلته، د بیلګی په توګه، بډایه او یا زورور خلک کولی شي پولیس یا قاضي ته د رشوت په ورکولو سره له سزا څخه ځان بچ کړي.
که څوک له ټاکل شوی حد څخه موټر په ډیر سرعت وچلوي او د پولیسو لخوا ودرول شي، کیدای شي چی پولیسو ته پیسې ورکړي ترڅو د قضیې راپور ورنکړي، دې ته رشوت ویل کیږي. یا کیدای شي چی په محکمه کې قاضي پیژني او په دې توګه سپکه سزا ورکړي شي.
په هغو هیوادونو کې چې قانون حاکم نه وي، پولیس کولی شي خلک پرته له کوم جرمه او یا هم که څوک د واکمنانو د عقیدو نه مختلفې مذهبي، او سیاسي عقیدی ولرئ ، په زندان کې واچوي.
په ناروې کې داسی نه ده. دلته چی هرڅوک که د قانون په ماتولو تورن شي، د هغه جرم په عادلانه توګه قضاوت کېږي او پولیس پام کوي چې قانون په هرچا باندې یو شان ، پرته له دې چې څومره پیسې یا ځواک لري، پلي شي.
که چیرې د ناروې صدراعظم ډیر ګړندی موټر وچلوي، هغه هم د نورو ټولو وګړو په څیر مجازات کیږي.د قانون تر حاکمیت لاندې ژوند داسی وي .
پوښتنې
۱. ولې د استبدادی دولت تر واک لاندې،ژوند کول کیدی شي چی ناامنه وی؟
۲. د تاسو په هیواد کی د خلکو او پولیسو تر منځ اړیکې په څه ډول دئ ؟
د لغتونو زېرمه
د قانون حاکمیت – یو دولت چیرې چې قانون په ټولو مساوي پلي کیږي.
حقوقی قضیه – هغه شخړه چې په محکمه کې د قاضي لخوا حل کیږي.
استبدادي دولت- یو داسې دولت چې مشران او پولیس کولی شي هر څوک چې وغواړي زنداني او مجازات کړي.
رشوت – د دولت یو چارواکې ته د غیرقانوني کار اجراکولو له پاره پیسې ورکول رشوت بلل کېږي.
Tekst og bilder er oversatt og publisert etter avtale med Zmekk.no