Valg og politiske partier// ټاکنې او سیاسي ګوندونه

Denne teksten om Valg og Politiske partier finnes på flere språk. Teksten er hentet fra Zmekk.no og oversatt til flere språk av morsmål.no etter avtale med Bergen kommune. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

Scroll nedover for å finne flere ressurser.

نورا اوس مهال 18 کلنه شوې او کولی شي په ټاکنو کې رایه ورکړي. هغه ډاډه نه ده چې کوم ګوند د هغې لپاره غوره دی.

ډیری بیلابیل سیاسي ګوندونه شتون لري. نورا د ګوند پروګرامونه لولي ترڅو معلومه کړي چې کوم یو ته رایه ورکړي. د ګوند پروګرامونه هغه اجمالی کتنی دي چې ګوندونه یې د خپلو موخو د ښودلو او لاسته راوړلو لپاره جوړوي. برسېره پردې، نورا د ټاکنو څخه مخکې ورځپاڼي او تلویزیون هم تعقیبوي. هلته د بېلا بېلو ګوندونو مشران په مهمو سیاسي مسایلو بحث کوي. هر ګوند هڅه کوي چې خلک متقاعد کړي چې دوی ته رایه ورکړی.

په ناروې کې هر دوه کاله یو ځلی ټاکنې ترسره کېږي، او ټاکنې دوه مختلفه ډوله دي. هر دوه کاله یو ځل پارلمانی ټاکنې اوهر دوه کاله یوځل محلي ټاکنې دي. د ناروې ټول اتباع چې څه د پاسه 18 کلن شوی وي کولی شي په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړي، او په محلي ټاکنو کې هغه کسان چې څه د پاسه  18 کلن شوی وي او لږترلږه 3 کاله په ناروې کې ژوند کړې وي کوالی شي رایه ورکړي.

په پارلمانی ټاکنو کې، تاسو هغه ګوند ته رایه ورکوئ چې په پارلمان کې ډیری استازي ترلاسه کړي. هغه ګوندونه چې ډیرې رایې ترلاسه کوي یو حکومت جوړوي او د لومړي وزیر په ټاکلو سره موافقه کوي. پارلمان او حکومت په هغه مهمو مسایلو چې په ټول هیواد پورې اړه لري، پریکړه کوي.

یو د ټولو نه مهمه مسله د نورا لپاره د هغې په سیمه ایزه سیمه کې باید ډیری د بایسکل لارې جوړې شي. دا ډول محلي مسایل د پارلمان او حکومت لخوا نه حل کیږي. له همدې امله ناروې سیمه ایز ه ډیموکراسي لري. سیمه ایز سیاستوال د خلکو سره نږدې اړیکې لري او کولی شي هغه څه ته چی خلک ورته اړتیا لری غوږ ونیسي او پالیسي یې تنظیم کړي.

Illustasjon av en jente på sykkel foran lokalpotitikere
محلي ډیموکراسي

په سیمه ییزو ټاکنو کې، ولایتي  او ښاروالۍ شوراګانې ټاکل کیږي. ولایتي شوراګانې والیتونه اداره کوي او  ښاروالیو سره د همکارۍ په برخه کې مرسته کوي. ولایت د ټولو هغه وګړی لپاره چې په ولایت کې اوسیږی د نورو خدمتونو تر څنګ ، د لیسې ښوونځیو ، میوزیمونو او د غاښونو روغتیا مسؤلیت هم لري .

په ښاروالۍ کې پریکړه د ښاروالۍ مشر کوي. هغه ګوندونه چې ډیرې رایې ترلاسه کوي د ښاروالۍ په شورا کې څوکۍ ترلاسه کوي. هره د ښاروالۍ شورا د ښاروال لخوا رهبري کیږي. ښاروالۍ د نورو خدمتونو تر څنګ د ښوونځیو، د زړو هستوګن ځای، ټولنیزی مرستی، وړکتونونو او سړکونو مسولیت لري. دا د ښاروالۍ شورا ده چې پریکړه کوي چې ایا نور د بایسکل لپاره سړکونه جوړ شي، لکه څنګه چې نورا یی غواړي.

نورا هغه ګوند لټوي چې د بایسکل لپاره د لارو جوړلو ته خورا علاقه لري او په محلي ټاکنو کې همدی ګوند ته رایه ورکوي. که دوی کافي رایې ترلاسه کړي، دوی کولی شي په ښاروالۍ کې د بایسکل لپاره نوې سړکونه جوړ کړي.

Bilde viser en ordfører med kommunestyret

د ښاروالۍ شورا ښاروال

لغاتونه

 د ګوند پروګرامPartiprogram
د هغه څه کتنه چې یو سیاسي ګوند باور لري او غواړي چې کار وکړيOversikt over hva et politisk parti mener og vil jobbe for

پارلماني ټاکنې
Stortingsvalg 
هغه ټاکنې چې سیاسي ګوندونه په پارلمان کې څوکۍ ترلاسه کوي او حکومت جوړويValg av hvilke politiske partier som skal få plass på stortinget og danne regjering
محلي ټاکنېLokalvalg 
د ولایتي شوراګانو او د ښاروالانو  ټاکنېValg av fylkesting og kommunestyre

ولایت
Fylke 
جغرافيايي سيمه. ولایتونه په ښاروالیو ویشل شوي ديEt geografisk område. Fylkene er delt opp i kommuner

ښاروالۍ
Kommune 

جغرافيايي سيمه. ناروې په سلګونو ښاروالۍ لري
Et geografisk område. Norge har mange hundre kommuner