دمې اوولسمه د ناروې ملي ورځ
دمې اوولسمه د ناروې ملي ورځ ده. دا ورځ موږ لمانځو ، ځکه چې ناروې د می په ۱۷ ، ۱۸۱۴عیسوی کال کې خپل اساسي قانون تدوین کړ. له ۱۸۱۴ کال څخه مخکې ، ناروې څلور سوه کاله د دنمارک د هیواد یوه برخه وه. هغه وخت د دنمارک پاچا دغه هیواد اداره کوو او ناروې مکلفه وه هغه قوانین او مقررات چې په ډنمارک کې تصویب او توشيح شوې وو پلی کړي. په ۱۸۱۴ کال په اروپاه کی ډير بدلون راغلې وو ناروېژیان هیله درلوده چې د خپلو قوانینوسره ځانته یوخپلواک او مستقله دولت جوړ کړي .
Grunnloven ble skrevet på Eidsvollاساسي قانون په ایدسول کې جوړ او توشیح شو.
په ۱۸۱۴ کال کې، ۱۱۲ تنه نارینه د ناروې د اساسي قانون د لیکلو لپاره په ایډسول کې را غونډ شوي وو. په دغه غونډه کې خلک له بیلابیلو ځایونو څخه راغلي وو. دا ډله له نارينه ناروېژیانوڅخه جوړه شوې وه چې ملي شورا نومېده . دوی د شپږو اونیو په ترڅ کی یی اساسي قانون ولیکلو . د می په اوولسمه، اساسي قانون جوړ او د هغه وخت پاچا کریستیان فریډریک له خوا توشیح کړای شو. او له همدې امله دا ورځ د ناروې ملي ورځ نومیږي.

دا انځور د ایدس ولد ۱۸۱۴ په نوم یادیږي او د اوسکارورګه لاند لخوا انځور شوی دی. سرچینه: ویکیپیډیا
د می ۱۷ د ملي بیرغ ورځ ده
د مۍ په ۱۷ د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي رخصت دی. د بیرغ په رسمي ورځ ټولې هغه ودانۍ چې د دولت یا ښاروالۍ ملکیت دي باید بیرغ لوړ او ځوړند کړي. ډیری ملکی خلک هم د می په ۱۷ نیټه بيرغ ځوړندوي. په۱۸۲۱ کال کې د ناروې ملی بیرغ وټاکل شو. دا بیرغ د آزادی د رنگونو نه يعنی سور ، سپین او آبی، نه جوړ شوی . د صلیب سمبول په نښه کوی چې ناروې یو عیسوي هیواد دي.

ښایسته جامې
نارویژیان په ملی ورځ داسې رواج لري چې خپلې ښکلې جامې اغوندي. په دغه ورځ نارویژیان خپلې ملي جامې یا نور ی ښایسته جامې هم اغوندي. د می په ۱۷ په ښوونځیو ، پارکونو، د ښارونو په مرکزونو کې غونډې ترسره کېږي او خلک ویناوې کوی .
د ماشومانو مارش
همدا رنګه د مۍ ۱۷ ته د ماشومانو ورځ هم ویل کیږي. په ټول هیواد کې، د ښوونځيو ماشومان مارش کوي ، بيرغونه رپوي ، خوشحالي کوي او سندرې وايي. د موسیقي ډلی موزیک غږوي. پدغه ورځ ډیری خلک ملي سرود غږوي”هو ، موږ مینه لرو”. ددغه ملي سرود متن(Bjørnson Bjørnstjerne )په کال۱۸۵۹ کې ولیکو. په کال۱۸۶۳ کې د هغه د تره زوی Nordraak Rikard د ملي سرود ملودی جوړه کړه.


د فراغت د مراسمو لمانځل
د لیسې فارغین د لیسې پای ته رسول لمانځي . د دوی څخه ځینې ۱۳کاله ښوونځي ته تللي. فارغین د فارغینو رسمی جامی اغوندي. په کالیو کې، دوی توش سره یو بل ته سلامونه لیکي. فارغین د می په میاشت کې ډیر جشنونه لري. ډیری فارغین خپل شخصی موټرونه یا بسونه لري او دوی خپل موټرونه شاوخوا چلوي اوپه لوړ غږ موسیقی غږوي. ډیری د خپلو ښوونکو سره ټوکې هم کوي او د وی د می د ۱۷ سهار وختي ویښوي. په ډیرو ځایونو کې ، فارغین په جلا جلا ټوګه مارش او نڅا کوي ، سندرې وایی او کوميکه ډرامې اجرا کوې.
شاهي کورنۍ
د ناروې پاچا هوکون نومیږی. په کال ۲۰۲۶د اګست په اته ویشتمه وروسته له دی چې د هغه پلار، پاچا هارالد وفات شو، دی پاچا شو . ملکه مته ماریت نومیږی. د پاچا هوکون مور ملکه سونیا نومیږی. هرکال د مۍ په اولسمه ، پاچا، ملکه او د شاهي کورنۍ پاتې غړي د ماڼۍ په برنډه کې ولاړ یږي او په اوسلو کې د ماشومانو پریټ ته لاسونه خوځوي.
د ماشومانو مارش د اوسلو د اصلي سرک خوا ته چی کارل یوهانس نومیږی مخ په وړاندی ځي. مارش د ماڼۍ له مخی څخه تیریږي، او ټول ماشومان او ښوونکي شاهي کورنۍ ته لاسونه خوځوي. شاهي کورنۍ دوی ته هم لاسونه خوځوي. په اوسلو کې د ماشومانو په بریټ کې له سلو څخه ډیر ښوونځي برخه اخلي.





