Demokrati og diktatur // ډیموکراسي او دیکتاتوری

Denne teksten finnes på flere språk. Tanken er at teksten skal være et supplement til andre læremidler og andre aktiviteter i opplæringen. Det er altså ikke meningen at disse ressursene skal stå alene, men at de kan brukes i innledning til arbeid med temaet.

Teksten kan, for eksempel, brukes sammen med tospråklig lærer for å aktivere elevenes kunnskaper om temaet, og å bidra til at eleven lærer fagspråk.

ډیموکراسي – په ګډه پریکړه کول

ډیموکراسي، یعنې د خلکو حاکمیت، هغه نظام ته ویل کېږي چې خلک پکې فرصت لري په مهمو پرېکړو کې برخه واخلي. خلک د ټاکنو له لارې د رایې ورکولو په وسیله د نفوذ کولو فرصت ترلاسه کوي. ډیموکراسي د حکومت له نورو ډولونو، لکه دیکتاتورۍ، څخه توپیر لري، چې پکې حکومت د یو شخص له لوري اداره کېږي.

په ناروې کې حکومت د ډیموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دی. د دې معنی دا ده چې هر څوک چې په ناروې کې اوسیږي، حق لري خپله رایه ورکړي او د ټولنې په چارو کې برخه واخلي. ماشومان او ځوانان هم باید وکولای شي خپله عقیده او نظر په آزادانه ډول څرګند کړي، او د هغوی نظرونو ته باید غوږ ونیول شي.

ډیموکراسي له دوو یوناني کلمو څخه جوړه شوې ده؛ د «ډیموس» معنا خلک، او «کراسي» د قدرت، نظام او حاکمیت په مفهوم کارول کېږي. د ډیموکراسۍ مفکوره شاوخوا ۲۵۰۰ کاله مخکې په آتن کې رامنځته شوه.

په ناروې کې بېلابېل سیاسي ګوندونه شته چې د ټولنې د څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه لري. کله چې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي، نو د ناروې ټول هغه اوسېدونکي چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي، کولی شي هغه ګوند ته رایه ورکړي چې دوی ورسره ډېر موافق وي

Tegning av mange mennesker som står i kø ror å stemme ved valg
Illustrasjon: Adobe Stock Mst3r

د بیان آزادي

په یوه ډیموکراتیک نظام کې د بیان آزادۍ ډېر اهمیت لري. د بیان د آزادۍ مفهوم دا دی چې انسان خپله عقیده، نظر او رایه په آزادانه ډول څرګنده یا ولیکي، او هېڅوک باید د خپل بیان او فکر له امله، یعنې د هغه څه لپاره چې وایي یا فکر کوي، مجازات نه شي.

له ماشومتوبه موږ زده کوو چې خپل افکار، احساسات او نظرونه څرګند کړو. په همدې وخت کې، دا هم مهمه ده چې زده کړو د نورو خلکو هغو نظریاتو ته درناوی وکړو چې زموږ له نظریاتو سره توپیر لري. لکه څنګه چې انسان لویېږي، د هغه نظریاتو او نظرونو ته هم په تدریجي ډول ډېر پام کېږي.

ډیموکراسي – آزاده رسنۍ

په ډیموکراسۍ کې ډله‌ییزې رسنۍ د بېلابېلو نظرونو د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي. په ناروې کې سیاسي ګوندونه خلکو ته د خپلو پیغامونو د رسولو لپاره بېلابېلې رسنۍ کاروي، په ځانګړي ډول د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې. کله چې سیاستوال د دې په اړه بحث کوي چې ټولنه باید څنګه وي، موږ کولای شو دغه بحثونه په تلویزیون، ورځپاڼو، راډیو او انټرنېټ کې تعقیب کړو.

Terning av mange mennesker som intervuer en person. Alle journalistene har mikrofoner
Illustrasjon: Adobe Stock MicroOne

دیکتاتوری – حاكميت د محدود شمېرکسانو په لاس

ځینې هېوادونه استبدادي حکومتونه لري چې د دیکتاتورۍ په نوم یادېږي. په دیکتاتورۍ کې حکومت عموماً د یو شخص یا د محدود شمېر کسانو له لوري اداره کېږي، او د ټول هېواد واک په انحصاري ډول په لاس کې اخلي او پرېکړه کوي چې هېواد څنګه رهبري شي. د هغو کسانو مخالفت چې هېواد اداره کوي، منع وي.

هغه خلک چې د خپل بیان او فکر له امله څه وایي یا لیکي، که چېرې د چارواکو له خوا ونه خوښ شي، تعقیبېږي او زنداني کېږي. ځینې خلک د خپلو باورونو له امله حتی وژل کېږي.

د دیکتاتورۍ بېلابېل ډولونه یادول معمول دي. دا په دې پورې اړه لري چې واکمنان څوک دي، څومره واک لري، او د خلکو ازادي تر کومه حده محدوده  څومره محدوده ده:

  • که چېرې په یوه دیکتاتورۍ کې واک د یوه کس په لاس کې وي، هغه په یوازې سر د ټول هېواد واک ترلاسه کوي؛ موږ کولی شو دې ته فردي دیکتاتوري یا استبداد ووایو. د بېلګې په توګه: په آلمان کې اډولف هټلر، په شوروي اتحاد کې جوزف سټالین او په اسپانیا کې فرانسیسکو فرانکو د هغه وخت د دیکتاتورانو په توګه یادولی شو.
  • خو که چېرې واک د محدودو کسانو ترمنځ وېشل شوی وي، موږ کولی شو دې ته ډله ییزه دیکتاتوري یا “الیګارشي ووایو؛ لکه په ډېرو هغو هېوادونو کې چې پوځي رژیمونه یا یو ګوندي سیسټمونه لري.

ديکتاتورۍ – يوازې يو غږ اورېدل کيږي

په دیکتاتوري هېوادونو کې ډله ییزې رسنۍ د چارواکو تر مستقیم کنټرول لاندې وي. رسنۍ، لکه: ورځپاڼې، راډیو او ټلویزیون یوازې هغه څه خپروي چې واکمن رژیم یې غواړي. په داسې نظامونو کې هېڅوک حق نه لري چې خپله عقیده، نظر او رایه په ازادانه ډول څرګنده کړي او ډېری موضوعات د چارواکو له لوري سانسور کېږي.

Det er mulig å skrive ut eller bruke innhold fra dette innlegget på flere måter.

Legg merke til at innhold kan være ulikt lisensiert.

Regler for bruk av teksten 

Denne teksten har lisensen CC BY-NC 4.0. Denne lisensen gir deg rett til å dele og bruke dette innholdet på visse vilkår:

  • Du må alltid oppgi hvem som har laget innholdet.
  • Du kan bare dele innholdet med samme lisens som det opprinnelige innholdet.
  • Du kan ikke benytte materialet til kommersielle formål.

Regler for bruk av bilder i teksten

Bildene i denne teksten kan ha ulike linsenser. Les mer om hvert bilde.

  1. Tegning av mange mennesker som står i kø ror å stemme ved valgValglokale.jpg — Illustrasjon: Mst3r. Standardlisens-stock.adobe.com

  2. Terning av mange mennesker som intervuer en person. Alle journalistene har mikrofonerJournalistikk.jpg — IllustrasjonMicroOne. Standardlisens-stock.adobe.com

Regler for bruk av lydfiler i innlegget

Denne teksten har lisensen CC BY-NC 4.0. Denne lisensen gir deg rett til å dele og bruke dette innholdet på visse vilkår:

  • Du må alltid oppgi hvem som har laget innholdet.
  • Du kan bare dele innholdet med samme lisens som det opprinnelige innholdet.
  • Du kan ikke benytte materialet til kommersielle formål.