Informasjon om norsk grunnskole//د ناروې ابتدایی اومتوسطه ښوونځی

د ناروې ابتدایی اومتوسطه ښوونځی

ابتدایی اومتوسطه ښوونځی په ناروې کې لس کاله ده چی په ابتدایی او متوسطی ښوونځیو ویشل شوی ده. ابتدایی ښوونځی د لومړی نه تراوومه ټولګی پوری اووه کاله ده ، متوسطه یا ثانوي ښوونځی د اتم نه تر لسمه ټولګی پوری دری کاله ده. ماشومان کله چی شپږ کلن شي په لومړي ټولګی پیل کوي ، او بیا د هر دوبی د رخصتیو وروسته یو ټولګی پورته کیږي .
د ښوونځي یو کال د اګست له نیمایې څخه شردع نږدې د جون تر شلمه پورې دوام کوي. د “ښوونځيو په جنتری” کې تاسی وینی چی د یوه تحصیلی کال په ترڅ کې کومی ورځی د زده کونکو د رخصتیو او د عمومي رخصتیو ورځی دی . تاسو کولی شئ د ښوونځيو جنتری په ښوونځي کې ترلاسه کړئ. او هم یی د کمون په ویب پاڼه کې موندلی شئ.

دولتی ابتدایی اومتوسطه ښوونځي وړیا دی

هم دولتي او هم خصوصي ابتدایی اومتوسطه ښوونځي په ناروې کې شتون لري. د دولتی ابتدایی اومتوسطه ښوونځيو مالک کمون ده . دولتی ښوونځی وړیا دی، پدې مانا چې دواړه تدریس ، تدریسی مواد او نور ټول هغه فعالیتونه چې د روزنې او تدریس برخه ګڼل کیږی، وړیا دي. ټول ماشومان چی عمر یی د اجباري ښوونځي سره سم دی حق لري چې په یوه دولتي ښوونځي کی زده کړې وکړي. تحصیلی عمر په اجباري ښوونځي کی له ۶ څخه تر ۱۶ کلنی پورې دی.

ناسوبتیا او رخصت

په ناروې کې ، ټول هغه ماشومان چی د ښوونځي عمر ته رسیدلی دی، ښوونځي ته تګ ورته اجباری دي. دا پدې مانا ده چې زده کونکی باید د ښوونځي په ټولو ورځو او د درس په هریوه ساعت کې په ښوونځي کی حاضر وي. نووالدین په خپله خوښه نشي کولی زده کونکی ته د رخصت ورکولو پریکړه وکړي.
ښوونځی د زده کونکي شتون یا موجودیت هره ورځ ثبت کوي . که چیری یو زده کونکی ډیر ناروغه وي او ښوونځی ته نشی تلای، والدین یې کولی شي هغه په کور کې وساتي. کله چې زده کونکی ناروغه وي، والدین مسؤلیت لري چی ښوونځي ته خبر ورکړی. د ناروغتیا خبر سهار مخکې لدې چې د ښوونځي ورځ پیل شي باید ښوونځي ته ورکړل شي. که چیرې زده کونکی څو ورځی ناروغه شي ، تاسو باید د ډاکټر څخه د ناروغی تصدیق ترلاسه کړئ.

که چیرې د زده کونکي لپاره اړینه وي چې پرته د رخصتی د ورځو او رسمی رخصتیو څخه چې د ښوونځي په جنتری کې درج دي له ښوونځي څخه رخصت واخلي ، نو والدین باید مخکی د مخه د رخصت لپاره غوښتنه وړاندی کړي. په غوښتنلیک باید بیان شي چې ولې د زده کونکي لپاره د رخصت درخواست ضروري ده. که چیرې د مربوطه اداری په نظر د توجیه وړ وی، نو کولی شي زده کونکي ته آن تر دوو اونیو پورې رخصت ورکړي ،. هغه زده کونکي چې د ناروې د رسمی مذهب نه پرته یوې بلی مذهبي ټولنې پورې اړه لري د خپلو مذهبي ورځو د نمانځلو لپاره له ښوونځي څخه د رخصت حق لري. د دې ورځو د نمانځلو لپاره باید مکتوبی د رخصت درخواست وشي.

که چیرې د زده کونکي لپاره اړینه وي چې پرته د رخصتی د ورځو او رسمی رخصتیو څخه چې د ښوونځي په جنتری کې درج دي له ښوونځي څخه رخصت واخلي ، نو والدین باید مخکی د مخه د رخصت لپاره غوښتنه وړاندی کړي. په غوښتنلیک باید بیان شي چې ولې د زده کونکي لپاره د رخصت درخواست ضروري ده. که چیرې د مربوطه اداری په نظر د توجیه وړ وی، نو کولی شي زده کونکي ته آن تر دوو اونیو پورې رخصت ورکړي ،. هغه زده کونکي چې د ناروې د رسمی مذهب نه پرته یوې بلی مذهبي ټولنې پورې اړه لري د خپلو مذهبي ورځو د نمانځلو لپاره له ښوونځي څخه د رخصت حق لري. د دې ورځو د نمانځلو لپاره باید مکتوبی د رخصت درخواست وشي.

د ناروې د ښوونځيومهم ارزښتونه

د ناروې د ښوونځي ارزښتونه د بشري حقونو پراساس دي. انساني حرمت یو مهم ارزښت دی چې باید د ښوونځي په ټولو چارو کې تطبیق شي.

ټول زده کونکي باید په ښوونځي کې خوندي اوخوشحاله وي

ښوونځی باید له اعتماد او درناوي سره سم د زده کونکي سره چلند وکړی. هیڅ زده کونکي باید د تبعیض یا بل ډول ځورونې سره مخا مخ نشي. ټول زده کونکي باید احساس کړی چی ټولګي او ښوونځي ته تعلق لري. د ښوونځي ټول کارمندان یا منسوبین، باید وګوري چې زده کونکي په ښوونځي کې خوشحاله او خوندی وی. که په ښوونځي کې یو ښوونکی یا د ښوونځي یو کارمند پوه شي – یا فکر وکړي – چې زده کونکی په ښوونځی کی ځورول کیږي ، ربړول کیږي ، یا زده کونکی د کوم بل ډول مشکل سره مخامخ دی، نو لازمه ده چی:
• په پیښه کی دی مداخله وکړئ او سمدلاسه دی ځورونه ودروئ ، البته که امکان ولري

• په پیښه کی دی مداخله وکړئ او سمدلاسه دی ځورونه ودروئ ، البته که امکان ولري
• د ښوونځي مدیر ته دی خبر ورکړی
• هغه څه چی پیښ شوي دي ،ودی پلټی

که یو زده کونکی احساس وکړي چې په ښوونځي کې خوندي او خوشحاله ندی ، نو د ښوونځي مدیر مسؤلیت لری چې یو پلان جوړ کړی اوداسی تدابیرپلي کړی ترڅو چې زده کونکی بیرته ډاډ ترلاسه کړي او ځان په ښوونځي کی خوندي او بسیا احساس کړي. دې ته د ښوونځي فعالیتی دنده ویل کیږي.

د ښوونځي دسپلین او اخلاق

ښوونځي د د سپلین او نظم قواعد لري چې زده کونکي یې باید مراعات کړي. د ناروې ښوونځي د ښوونځيو نظم او دسپلین د خبرو او اترو له لاری تنظیموي. که ښوونځی پدې باور وي چې یو زده کونکی د ښوونځي اصول نه مراعات کوي ، ښوونځی په پیل کې د زده کونکي سره پدې اړه غږیږي. که چیرې زده کونکی د دې خبرو اترونه وروسته لا هم د مقرراتو ماتولو ته دوام ورکړي ،نو د زده کونکی د موراو پلار سره اړیکه نیول کیږي. ترڅو مور او پلار په هغه څه چی پیښ شوي پوه شی او په کور کې د ماشوم سره په اړه یی خبرې وکړی. سربیره پردې ، هر ټولګی کولی شي ځانته خپل د خوښی ښه قواعد ولري چې دا قواعد زده کونکي او ښوونکي یې سره یوځای جوړوي. د خپل خوښی قواعد وايي چی زده کونکي دغسی ټولګي ځانته جوړه کړی چی پکی ځان خوشحاله احساس کړی ترڅو تر هغه حده چې امکان ولری زده کړه تر لاسه کړی.

ټول زده کونکي باید د زده کړې لپاره مساوي امکانات ولري

ښوونځی باید ټولو زده کونکو ته پرته له دی چی د زده کونکی شالید او شرایط په نظر کی ونیول شی ، د زده کړې او پرمختګ لپاره مساوي امکانات برابرکړي. ښوونځی باید دا په پام کې ونیسي چې زده کونکي سره توپیر لري، نو د زده کونکو سره باید داسی چلند وشی چې ټول په ښوونځي او ټولنه کې ځان لکه په خپل کور کی احساس کړي. تعلیم زده کونکو ته پوهه او علاقه ورکوي ترڅو چی دخپل ټول ژوند په اوږدو کې علم تر لاسه کړی. ښوونځی باید له زده کونکو سره مرسته وکړي ترڅو زده کونکي:

• لکه د انسانانو په توګه وده وکړي
• په مضامینو کې وړتيا او لياقت تر لاسه کړی
• خپل ځان د ټولنې یو جز وګڼی

Bilde av en dame som møter elever med åpne armer

د زده کونکي د سویه سره سم زده کړه

ټول زده کونکي باید د سویه مطابق زده کړه ترلاسه کړي. زده کونکي یو د بل نه توپیر لري او په بیلابیلو طریقو درس زده کوی. ښوونځی باید زده کونکو ته په داسی طریقه درس ورکړي چې ټول زده کونکي د تدریس څخه ممکنه ګټه ترلاسه کړي

ځانګړی زده کړی

ځینې زده کونکي د ځانګړي زده کړی حق لري. که چیرې والدین یا ښوونځي پدې باور وي چې زده کونکی د زده کړې نه کافي ګټه نه شی اخیستلی ، ښوونځی باید زده کونکي ته اسانتیاوی برابره کړي او ورته د سویه مطابق زده کړه ورکړي شی. که چیرې د ښوونځي د سویه سره مطابق زده کړه مرسته ونه کړه نو ښوونځی او د پیداګولوژیکی – اروا پوهنې خدمتونه (PPT) باید د مور او پلار په همکارۍ وڅیړی چې ایا زده کونکی د ښی زده کړی لپاره اضافي اقداماتو ته اړتیا لري . دا راز اضافي اقداماتو ته ځانګړی زده کړه ، ویل کیږي. ځانګړې زده کړې ممکن د مثال په توګه ، دا وي چې : زده کونکی ته د نورګروپ په پرتله نورې اړینی د زده کړې شیوی اختیار شی، ځانګړي وسایل دی ورته برابر شی، او / یا یو اضافي ښوونکي دی وټاکل شي تر څو د زده کونکي نه هم په درس او هم د تفریح په ساعت کی ملاتړ وکړي.

د کور او ښوونځي ترمینځ ګډه همکاري

د زده کړی قانون وايي چې ښوونځی او والدین په ابتدایی اومتوسطه ښوونځيو کې د زده کونکو د زده کړی ګډ مسؤلیت لري. ښوونځی موظفه ده چی د مور او پلار سره همکارۍ ولری. ګډ ه همکارۍ هم په ملي اوهم د هر یوی ښوونځي په کچه ترسره کیږي.

په ملي کچه ګډه همکاري

چارواکو د ابتدایی اومتوسطه ښوونځیو او لیسولپاره د والدینو ملي کمیټه جوړه کړې(FUG). د والدینو ملي کمیټه دواړه هم والدینو ته او هم ښوونځيو ته مشورې او لارښوونې ورکوي. د والدینو ملي کمیټه چارواکو ته هم دهغو مسایلو په اړه چی د والدینو او ښوونځيو دهمکاریو په هکله وی- مشورې ورکوي.

د ښوونځي سره ګډه همکاري

په ښوونځي کې والدین د والدینو د کاري کمیټې په ټاکنه کې برخه اخلي – د والدینو کاري کمیټه یا (FAU) . د والدینو کاري کمیټه ( FAU) له ښوونځي سره همکاري کوي او د ښوونځي مدیر ته مشوره ورکوي.
په ډیرو ښوونځیو کې ، د ټولګيو استازی ټاکل کیږي. د ټولګي استازی د یوه تعلیمی کال لپاره غوره کیږي چی په هر صنف کی به د ښوونکو سره همکاري کوي. د ټولګي نماینده یا استازی هغه څوک دی چې په ټولګي کې د ټولو والدینو په استازیتوب ټول بیلا بیل مسایل له ښوونځي سره حل او فصل کوي.

په ټولګي کې ګډه همکاري

ټول ښوونځي باید د ښوونځيو د پیلیدو سره سم د مور او پلار سره غونډه تنظیم کړي. ډیری ښوونځي د یوه تدرسی کال په ترڅ کې دوه د والدینو غونډی لري ، او ځینې یې ډیری لري. دوالدینو غونډی دټولو والدینو لپاره دی. د والدینو په غونډو کې د ښوونځي او د ښوونځي د تعلیمی کال او دښوونځي د ورځنیوکړو وړو په اړه معلومات ورکول کیږي . اوهمدا رنګه د زده کړې د محتوا په اړه اوهم نورهغه څه چې پوهیدل یی د والدینو لپاره مهم دی ،معلومات ورکول کیږي.
د والدینو په غونډو کې، والدین کولی شي د یو بل سره شی. د والدینو آشنایی د ماشومان لپاره کله چی غواړی یو بل سره دواړه په ښوونځي او د فراغت په وخت کې سره یوځای شی ډیر مهم دی.

ستاسو د ماشوم د ودی لپاره ګډه همکاري

د ماشومانو په زده کړه کی د والدینو مالاتړ ډیر مهم کار دي. مهمه دا ده چې ښوونځي او د زده کونکي مور او پلار په ګډه سره همکاري وکړي ترڅو زده کونکي په ښوونځي کې بریالي شي. تاسو چې مور یا پلار یاست باید د زده کونکي د پرمختګ د ځیړنی په غونډو او د والدینوپه غونډو کې برخه واخلئ. تاسو باید د خپل ماشوم د زده کړې سره علاقه وښایاست. د دې لپاره چې ښوونځي ستاسو د ماشوم لپاره ښه مرستی برابره کړ ي ، نو مهمه ده چې تاسو د خپل ماشوم په اړه اړینه معلومات د ښوونځي سره شریک کړئ.

څنګه کولی شئ د خپل ماشوم د لوست سره علاقه وښایاست؟

د ماشوم د تعلیم سره د مور یا پلار دعلاقه ښودلو له پاره ډیری کړنی شتون لري ، تاسی کولای شی چې :
• د ماشوم / ځوانانو سره د هغه څه په اړه وغږیږئ چې په ښوونځي کې یې ترسره کړي او زده کړي یې دي.
• د ماشوم / ځوان ته وخت وټاکئ ترڅو خپله کورنی دنده سرته ورسوي
• خپل ماشوم سره کله چې په کور کې کورنی دنده ترسره کوئ تاسی هم ورسره شتون ولرئ.
• د ښوونځي په پروګرامونوکې برخه واخلئ.
• که کومی پوښتنې ته اړتیا لرئ له ښوونځي سره اړیکه ونیسئ ، په یو څه بحث وکړئ، یا ښوونځي ته معلومات ورکړئ او یا یی ترلاسه کړئ.

د زده کونکي د پرمختګ د ارزونی غونډه

د زده کونکي د ودی د ارزونی غونډه ،د والدینو، زده کونکی او د اړونده ښوونکي تر مینځ یوه ناسته ده. پدې غونډه کی زده کونکی ، والدین او ښوونکی په ښوونځي کې د زده کونکی د وضعیت د څرنګوالی به اړه سره غږیږي . د دی غونډی نه موخه داده چې څنګه ښوونځي او والدین کولی شي د زده کونکي دتعلمي او ټولنیز رغښت ملاتړ او د د زده کونکي د هڅولو لپاره په ګډه کار وکړي. او بله مهمه موخه یی دا ده چې والدین او ښوونکی دی سره یو ځای ومومی چې خپله زده کونکی څنګه کولی شي د ښه غوری زده کړې د لاس ته راوړلولپاره کاروکړي.
زده کونکی او والدین د یوه تحصیلی کال په ترځ کی لږترلږه دوه ځله د ودی د ارزونی غونډه د ښوونکي سره لري. والدین د دی غونډی نه د مخه باید د خپل ماشوم سره خبرې وکړئ. کومی پوښتنی چی د ښوونځي نه د خپل ماشوم په هکله لرئ ، په اړه یی فکر وکړئ. د اړتیا په صورت کې پرته د غونډی نه ښوونځی دنده لري چې تاسو سره د مور او پلار په صفت اړیکه ونیسي.
د زده کونکي د پرمختګ د ارزونی غونډه کیدلی شي د والدینو او ښوونکي تر منځ پرته د ماشوم نه وشی.

محرمیت

هرڅوک چې په ښوونځي کې کار کوي د محرمیت یا راز ساتنی دنده لري. په دې معنی چې ښوونځي نشي کولی ستاسو یا د ستاسود ماشومانو شخصي موضوعات چې ښوونځي د کار په اوږدو کې تر لاسه کړي نورو ته معلومات ورکړي. د محرمیت د دندی نه سرغړول د سزا وړ ده.
پدې قانون کې دوی استثناوې شتون لري:
۱. که ستاسو ماشوم د ښوونځي نه بهر نورو مرستو یا ملاتړ ته اړتیا ولري ، تاسو کولی شي ښوونځي ته اجازه ورکړی چې ضروری معلومات اړونده کس / کسانو ته چی ستاسی ماشوم سره مرستې کوی ورکړي. د رضایت ورکول پدې معنی دي چې تاسو ښوونځي ته اجازه ورکوئ چې نورو ته ستاسی د ماشوم په اړه ووایی. تاسو او ښوونځی باید په هغه څه چې ویل کیږی موافق وي.د دا ډول رضایت وخت محدود یا لڼد ګڼد دی او تاسو هر وخت چی وغواړی بیرته تری منصرف کیدای شئ.
۲. که چیرې ښوونځی د دلیل سره سم په دې باور وی چې د ماشوم په ساتنه کی غفلت شوي او یا ماشوم د کوم زیانمند خطر سره مخامخ دی ، د ښوونځي کارمندان مکلف دي چې د ماشوم د پالنی دفتر ته راپور ورکړي.

محرمیت

هرڅوک چې په ښوونځي کې کار کوي د محرمیت یا راز ساتنی دنده لري. په دې معنی چې ښوونځي نشي کولی ستاسو یا د ستاسود ماشومانو شخصي موضوعات چې ښوونځي د کار په اوږدو کې تر لاسه کړي نورو ته معلومات ورکړي. د محرمیت د دندی نه سرغړول د سزا وړ ده.
پدې قانون کې دوی استثناوې شتون لري:

پدې قانون کې دوی استثناوې شتون لري:

۱.              که ستاسو ماشوم د ښوونځي نه بهر نورو مرستو یا ملاتړ ته اړتیا ولري ، تاسو کولی شي ښوونځي ته اجازه ورکړی چې ضروری معلومات اړونده کس / کسانو ته چی ستاسی ماشوم سره مرستې کوی ورکړي. د رضایت ورکول پدې معنی دي چې تاسو ښوونځي ته اجازه ورکوئ چې نورو ته ستاسی د ماشوم په اړه ووایی. تاسو او ښوونځی باید په هغه څه چې ویل کیږی موافق وي.د دا ډول رضایت وخت محدود یا لڼد ګڼد دی او تاسو هر وخت چی وغواړی بیرته تری منصرف کیدای شئ.

۲.               که چیرې ښوونځی د دلیل سره سم په دې باور وی چې د ماشوم په ساتنه کی غفلت شوي او یا ماشوم  د کوم زیانمند خطر سره مخامخ  دی ، د ښوونځي کارمندان مکلف دي چې د ماشوم د پالنی دفتر ته راپور ورکړي.

ژباړن

د ښوونځي او والدینو ترمنځ افهام او تفهيم یوه مهمه خبره ده چی باید دواړه د یو بل په خبرو ښه پوه شي. ځینې وختونه کیدای شی ترجمان ته اړتیا وي. ښوونځي او ستاسو مور او پلار دواړه کولی شي د ترجمان د لرلوغوښتنه وکړي. که تاسو ترجمان ته اړتیا لرئ ، د بیلګې په توګه ،د والدینو په غونډه کې ، تاسو باید مخکې له مخکې ښوونځي ته خبر ورکړئ. ښوونځی ترجمان راغواړی اوحق الزحمه یی هم ښوونځی تادیه کوي. ترجمان د محرمیت دنده لري. څوک اجازه نلری چې ماشومان د ترجمان په توګه وکاروئ.

د تعلیمی نصاب اصلی برخه

د مضامینو د تدریس پلان

د مضامینو د تدریس پلان په ګوته کوي چې زده کونکي باید په بیلابیلو ټولګیوکې څه زده کړي. هر ښوونځی پریکړه کوي چې زده کونکي باید د نصاب د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره څنګه کار وکړي.

د تعلیمی نصاب اصلی برخه دا په ډاګه کوي چې له کوم ارزښتونه او اصولو نه باید تدریس اغیزمن شي. دا برخه په لومړني، متوسطه او لیسو کې کې په ټولو زده کړو باندې پلي کیږي.

د تعلیمی نصاب اصلی برخه ټینګار کوي چې زده کونکي باید د چاپیریال پوهاوي ، د انتقادي فکر کولو وړتیا او اخلاقي شعور د پرمختګ فرصت ولري. زده کونکي باید دا هم زده کړي
چې دیموکراسي په عمل کې څه شی ده.
زده کونکي کولای شی ورو ورو پوهی او دوامداره تفاهم ته وده ورکړي. دوی باید په خپلو زده کړو باندی نظر واچوي او د دې وړتیا ولري چې هغه څه یی چې زده کړی دی په بیلابیلو شرایطو کې تری کار واخلي. زده کونکي باید هم یوازې او هم د نورو سره ګډ دفورمول په شكل د پوښتنو جوړولو او د ځوابونو د موندلو تمرین وکړي . زده کونکي باید د زده کړې څرنګوالی زده کړي . همکاري ، نوښت او خلاقیت ، قضاوت او انعکاس ، حيرت او څېړنه مهمه ده.

د مضامینو د تدریس پلان

د مضامینو د تدریس پلان په ګوته کوي چې زده کونکي باید په بیلابیلو ټولګیوکې څه زده کړي. هر ښوونځی پریکړه کوي چې زده کونکي باید د نصاب د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره څنګه کار وکړي

ارزونه

زده کونکي د ښوونکو لخوا آن د لومړي ټولګی څخه ارزول کیږي. دا ارزونه د زده کونکي لپاره اړینه ده تر څو چې زده کونکی د خپلی پوهی سره سم تدریس ترلاسه کړي. همدا راز دارزونې زده کونکي سره هم مرسته کوی زده کونکي پوهوی چی څه باید وکړي تر ځو خپله په غوره توګه زده کړې ترلاسه کړی
د مضامینو، تهذیب اوتربیه ارزونه د تعلیمی کال په اږدو کې ورکول کیږي. ارزونه هم په شفاهي اوهم په تحریری ډول زده کونکي ته ورکول کیږي.
په ابتدایی ښوونځي کې زده کونکو ته نمره نه ورکول کیږي. په متوسطه ښوونځیو کې ، زده کونکي دواړه هم د نمره سره او هم پرته له نمری نه ارزونه ترلاسه کوي. نمره د ۱ نه تر ۶ پوری ده. ۶ جګه نمره ده. ټول زده کونکي باید خپل کار ، خپل پرمختګ او خپله وړتیا وارزوي. چی دې ته د ځان ارزونه ویل کیږي.

زده کونکي چی پرته د نارویژي ژبې نه بله مورنۍ ژبې لری

هغه زده کونکي چې د نارویژي یا سامیسک ژبونه پرته بله مورنۍ ژبې لری، تر هغه وخته پورې چې په نارویژي ژبه په ټولګي د معمول زده کړې د تعقیب لپاره نه دی چمتو شوی د ځانګړي تدریس حق لري .
د ژبې ځانګړې زده کړه درې شیان کیدی شي:

• د ناروې ژبې د زده کړې لپاره ځانګړې زده کړه – خاص ساعتونه دی چی زده کونکي په دی ساعتونو کی نارویژي ژبه زده کوئ.
• په دو ژبو د یوه مضمون لوستل – زده کونکی د مورنۍ ژبې په مرسته کولی شي په مضمون ځان پوه کړي .
• د مورنی ژبی زده کړې – زده کوونکی په مورنۍ ژبه لوست ترلاسه کولی شي.

ښوونځی باید د زده کونکي د نارویژي ژبی پوهه سروې کړي، ترڅو معلومه کړي چې ایا زده کونکي د ژبی د ځانګړي تدریس مستحق دی او که نه. که چیری د سروې پایله دا وی چې زده کونکی د ژبې د ځانګړي تدریس حق لري ، باید د ژبی د ځانګړي تدریس د موضوع او اندازه په اړه یوه خاصه پریکړه تصویب شي. تاسو د والدین په حیث که چیری د پریکړې نه راضی نه وی حق لرئ پروړاندې یی شکایت وکړئ.

د ناروې ژبې د زده کړې لپاره ځانګړې زده کړه

هغه زده کونکي چې ناروې ته نوي راغلي او ډیر نارویژي خبرې نشي کولی ، د نارویژي ژبې د زده کړې لپاره ورته خاص درسی ساعتونه ورکول کیږي. د دې راز تدریس لپاره جلا تعلیمی نصاب شتون لري. وروسته چې زده کونکي ډیره نارویژي زده کړه ، کولی شي د لږ اضافي ملاتړ سره ،منظم د عادی نارویژي ټولګي تدریس تعقیب کړي. د ناروې ژبې د زده کړې لپاره د ځانګړې زده کړ ی نه موخه داده چې زده کونکي دومره په ژبه غښتلی شی ترڅو پرته د اضافي مرستی نه په ټولګي کې نارویژي درس تعقیب کړي. کیدای شی ډیر وخت نیسي ، اکثرا څو کاله ، په کار دی ترڅو زده کونکي وکولی شي چې په ټولو مضامینو کې د نارویژي تدریس څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

د مضامینو لوستل د دو ژبو په مرسته

په عین وخت کی چې زده کونکی نارویژي زده کوي ، څنګ ته یی کولای شی د مضامینو زده کړې ته هم دوام ورکړي. ممکن چې زده کونکي د موضوعاتو د پوهیدو لپاره د مورنۍ ژبی نه کارواخلي. د مضمون ښوونکي او په دو ژبوتدریس کونکی ښوونکی هغه څه چې زده کونکی یې باید په مورنۍ ژبه زده کړي سره همکاري کوي. دې ته د دوه ژبو په مرسته د مضمون زده کول ویل کیږي ، پدې معنی چې زده کونکی ته مضامین په دو ژبو تدریس کیږي. که اړینه وي ، زده کونکی په دو ژبو د تدریس حق لري.

د مورنۍ ژبه زده کړه

د مورنۍ ژبې زده کړه ، د مورنۍ ژبې زده کول دی او موخه یی داده چی زده کونکی خپله مورنۍ ژبه زده کړي. دا کارکولی شي زده کونکي لپاره د نارویژي ژبی زده کول اسانه کړي. ښوونځی باید ارزونه وکړي چې ایا زده کونکی په مورنۍ ژبه تعلیم ته اړتیا لري. که چیری ښوونځی ومومي چې زده کونکی ورته اړتیا لري ، زده کونکی حق لری چی په مورنۍ ژبه تعلیم وکړي.

تعلیم ته د نوي راغلي زده کونکود چمتوکولو وړاندیز

هغه زده کونکي چې لنډ ه موده په ناروې کې اوسیدلي دي تعلیم ته د چمتوکولو ځانګړي وړاندیز ورته کیږی ترڅو دوی وکولی شي په عادی ټولګیو کې د پیل دمخه نارویژي ژبه زده کړي. ښاروالۍ کولی شي د نوي راغلي زده کونکو لپاره دخاص ګروپونو ، ټولګیو یا ښوونځیو د جوړولوپه ذریعه د تدریس وړاندیزونه تنظیم کړي. د ژبی د زده کولو په ټولګی ګډون کول اختیاري دي ، مګر ډیری زده کونکي چی لومړی یی د ژبی د زده کولو درس لوستلی دی، د اصلی عادی ټولګی درسونه په غوره ټوګه ترسره کولاي شی. د زده کونکود چمتوکولو وړاندیز باید د زده کونکي ادغام او یو ښه د زده کړې دچاپیریال برابرول، تضمین کړي.

د ټولګي نه بهر تدریس

په ټولو صنفونوکې په سفرونو تلل ، دمیوزیمونونه دیدن او دټولګي نه بهر د نورو مختلفو فعالیتونو لرل، معمول دی . دا هم تدریس دی چې د ښوونځي د تدریس په کچه دی او ګډون پکې جبری دی.
په ډیری ښوونځیو کې ، معمول دي چې زده کونکي د څو ورځو لپاره کمپ ته سفر کوي اوهلته باید د شپې پاتې شي. په کمپ کی د پاتې کیدو نه موخه دواړه په علمي او ټولنیز ډول د زده کونکي پیاوړي کول دي. د ښوونځي لخوا تنظیم شوي سفرونه وړیا دي. که تاسو د سفر یا کمپ په اړه پوښتنه لری، د معلوماتو لپاره د ښوونکي سره اړیکې ونیسی تر څو پوه شی چې سفر یا کمپ پلان څنګه دی.
د سویه سره برابری زده کړي روزنې اصل او یا پرنسیب د ټولګي څخه بهر زده کړي کی هم نغښتی دی. چې د ټولو زده کونکو پکې برخه اخيستل د ډیر ارزښت وړکړنه ده. د زده کونکو لپاره مهم دي چې په بیلابیلو لارو زده کړي تر لاسه کړی ،چی دا ډول سفرونه په ټولګي کې ټولنیزې ټولنې ته خورا ډیر اهمیت لري. که چیرې داسې څه شتون ولري چې ستاسو د ماشوم ګډون پکې ستونزمن کوي ،نو تاسو باید د ښوونکي سره اړیکی ونیسی ترڅو ستاسو د ماشوم لپاره هر څه تنظیم شي.

د زده کونکو کورنی دنده

په ښوونځيو کی معموله ده چی زده کونکو ته کورنی دنده ورکول کیږي چی زده کونکی یی باید په کور کې ترسره کړي. کورنی دنده معمولا یوه موضوع ده چې دمخه په ښوونځي کې کارشوې او زده کونکي باید په کور کې لا پسی تکرار کړي. دا به ښه وی چی تاسو د مور او پلار په توګه د خپل ماشوم کورني دنده وګورئ او ورسره علاقه وښایئ. ټول ښوونځي د کورنی د دند ی دسرته رسولو لپاره د مرستې وړاندیز کوي. دا چی د کومی ټولګي دکورنی د دندی دسرته رسولو لپاره مرستې کیږي ، له ښوونځي څخه تر ښوونځي پورې توپیر لري. په ځینو ښارونو کې ، خیریه موسسې دکورنی د دندی دسرته رسولو لپاره مرستې کوي. تاسو کولی شئ له ښوونځي څخه وپوښتئ چې په دی اړه کوم ډول وړاندیزونه شتون لري.

د زده کونکو د فراغت وختونه

ماشومان او ځوانان هم په ښوونځي کې او هم د خپل فارغت په وخت کې زده کړه کوي.

د ښوونځي وروسته د فراغت د وخت پروګرام

ټول ښوونځي د لومړی ټولګی نه تر څلورمه ټولګی پوری د زده کونکو لپاره د ښوونځي د فراغت د وخت پروګرام لري. د فراغت د وخت پروګرام د ښوونځي د پیل نه مخکې اوختم نه وروسته د ساتنی ، پاملرنې او تفریحي فعالیتونو وړاندیز دی. د ښوونځي د فراغت د وخت پروګرام په ټولو ښارونو کې وړیا ندي ، مګر ځینې ښارونو کی د زده کونکو لپاره وړیا دي.

تفريحي فعاليتونه

ډیری کوچنيان او ځوانان په منظم شوي تفریحي فعالیتونو کې برخه اخلي چی پدی شان کولی شي ډیری څه زده کړې . که چیری ټولګيوال په ګډه د یوی لوبی سره علاقه ولري ، نو کیدی شي چی په اسانه ځانته ملګری پیدا کړی او د زده کونکو لپاره د ښه ټولنیزوشرایطو په رامینځته کولو کې هم مرسته کولی شي. مور او پلار هم د خپلو ماشومانو د تفريحي فعالیتونو په لرلوکې مهم رول لوبوي. زیاتره دا سی ده چې والدین سپورت او نورو پروګرامونوته په موټر کی د ماشوم په رسولو کی یو بل سره همکاري کوي . ډیری والدین خپله ترینر دی او یا په کوم بله طریقه د خپلو ماشومانو په تفریحی فعالیتونو کې برخه اخلي. دا به ډیر ښه وي چې تاسو د مور او پلار په توګه د نورو والدینو سره د تفريحي فعاليتونو په اړوند وغږیږئ. ډیری ښوونکي هم پدې اړه پوهیږي چې زده کونکي په فارغ وخت کې څه کوي.

د زوکړې د ورځی نمانځل

د زوکړې د ورځې د نمانځلو مراسمو لپاره د ټولګیوالو رابلل په ښوونځيو کی معمولي او متداول دي. په ځانګړي توګه کله چې ماشومان ابتدایی ښوونځي ته ځي. ډیری ماشومان حساسیت لری یا ځنی خواړه د عادت له مخی نه خوری چې کیدای شي مراسمو کې برخه اخیستل ورته ستونزمن شي. که چیری ستاسو ماشوم څه نشي زغملی او یا ځنی څه دی چی نشي خوړلی تاسو د مراسمو د ګډون نه مخکی نورو والدینو ته خبر ورکړئ . د یوی کوچنۍ ډالۍ راوړل د هغه چا لپاره چې د زوکړې کلیزه لمانځي معموله ده . دا به ښه نظر وي چې د والدینو په غونډه کی د زیږیدلو د ورځی په اړه وغږیږئ اود ډالۍ په اندازی باندې موافقه وکړئ. دا په یاد ولرئ چې هیڅ څوک باید په داسې مراسمو کی د ګډون کولو څخه محروم پاتی نه شي.

لارښوونه او د تحصیلاتو ادامه

د ټولنیزی پیډاګوژيکي لارښوونو حق

ښوونځی باید د زده کونکو شخصي او ټولنیز پرمختګ او مسلکي ودې او زده کړې کې برخه واخلي. ټولنیزی پیډاګوژيکي مشورې به له زده کونکو سره مرسته وکړي تر ځو په ښوونځي کی خپله لاره ومومي. دا مشورې د زده کونکو د شخصیت ، ټولنیزی یا عاطفی ستونزی چې کیدای شی په ښوونځي کې د زده کونکو په تعلیم او ټولنیز حالت باندې اغیزه واچوی، مرسته کوي.
مرسته کیدای شی دا وی چی ستونزی روښانه شی او میزان یی معلومه شی او واضع شی چې ښوونځی څه مرسته ورسره کولی شي. زده کونکي کولی شي د ښوونځي نه بهر هم مرسته ترلاسه کړي. د ټولنیزپیډاګوژي مشاور کولی شي د مناسبو امدادي ادارو په موندلو اود هغوی سره تماس نیولوکې مرسته وکړي.

د تعلیم او مسلک په هکله لارښوونی

په ابتدایی او متوسطی ښوونځي کې مشاورین باید زده کونکي او والدینو ته د دې په اړه چې زده کونکی د کوم ډول عالی لیسی لپاره غوښتنه کولی شي ،معلومات ورکړي.
تعلیمي او مسلکي لارښوونی به زده کونکو سره مرسته وکړي تر څو چې په خپلو ارزښتونونه واقف شی ، علاقه او شرایطو څخه خبر شي. دا کارزده کونکي ته بصیرت ورکوي او د زده کونکي استعداد ته وده ورکوی تر څو چې ښه تعلیم او مسلک ځان ته وټاکی. مشاورین د زده کونکو سره مرسته کوي چی د انتخابونو پایل ارزونه وکړي او د تعلیم یا د مسلک دغلط انتخابولو مخه ونیسي.
زده کونکو ته باید د دی لاندی موضوعګانو په هکله لارښوونه او معلومات ورکول کیږي:

• د مسلکونو ټاکڼه
• په ناروې او نورو هیوادونو کې تعلیمي فرصتونه
• په ملي او نړیواله کچه د کار بازار
• د مختلفو لارښوونو اویا هدایتونو نه استفاده

عالي لیسو ته شمولیت

هغه ځوانان چې ابتدایی او متوسطی ښوونځي یې بشپړه کړي وی د لوړو زده کړو حق لري. کله چې زده کونکي لسم ټولګي ته ځي ، په لیسه کی د شامیلدولپاره غوښتنه وړاندی کوي. هغه ماشومان چې د ابتدایی او متوسطی ښوونځي په پای کې ناروې ته راغلي ، مخکې لدې چې دوی په لیسو کی زده کړې پیل کړي، کیدای شی چی د ابتدایی او متوسطه ښوونځي زده کړې ته اړتیا ولري. ځینې ښارونه زده کونکي ته په ابتدایی او متوسطی ښوونځي کی یو کال اضافي درس ورکوي. په نورو ځایونو کې ، زده کونکي کولی شی د لویانو لپاره ابتدایی او متوسطی ښوونځي ته او یا په لیسه کې د تیاری یا د ادخال کورس ته لاړ شي. په ډیری ځایونو کې د تركيبی ټولګي په نامه ټولګي شتون لري چیرې چې ځوانان په لیسه کې د ابتدایی او متوسطی ښوونځي اضافی زده کړې ترلاسه کوي.

Informasjon om norsk grunnskole på pashto

Alle foto er hentet fra shutterstock.com