?Hva er demokrati // ديموکراسي څه ته وايي؟
ډيموکراسي د خلکو واکمني ته وايي. خو څنګه ویلی شو چې يو هېواد ډيموکراتيک دي؟آيا همدا بس ده چې هر څوک د رايې ورکولو حق ولري، که له دې نه نور هم ډیر څه دي؟

د ډيموکراسۍ ډولونه
ډېر هېوادونه په نړۍ کې خپل ځان ډيموکراتيک بولي. خو ډیر له دغو هېوادونو نه د ډيموکراسۍ په پلی کولو کی ضعیفه دي. په ځینو حالاتو کې موږ کولای شو دغسې ډیموکراسي ته غیر واقعی ډیموکراسي ووایو. دا هغه هېوادونه دي چې د بیلګی په توګه هڅه کوي د ټاکنو په ترسره کولو سره، ځان ډيموکراتیک وګڼي، خو په سبب د پراخه ټاکنیزه درغلۍ ،دسياسي حقوق نشتووالی ، يا واک د داسې کسانو په لاس کي چې د خلکو له خوا ټاکل شوي نه دي ، ډیموکراسي نه شي بلل کیدی .
د ډيموکراسۍ د تنظيمولو لپاره دوی عمده لارې شته دی: مستقیمه ډيموکراسي او غیرمستقیمه ډيموکراسي (چې استازولۍ ډيموکراسي هم ورته وايي).
مستقیمه ډيموکراسي
مستقیمه ډيموکراسي هغه ډيموکراسۍ دي چې سياسي مسايل په مستقیم ډول د خلکو په ټولپوښتنو کې پرېکړه کېږي. نن ورځ هېڅ هېواد بشپړ مستقیمه ډيموکراسي نه ده، خو ځینې هېوادونه نسبت نورو ته اکثرآ ټول پوښتنې کوي. په ناروې کې وروستۍ ملي ټولپوښتنه په ۱۹۹۴ کال کې ترسره شوه، کله چې د ناروې خلکو د اروپایي اتحادیې غړيتوب ته “نه” وويل.
غير مستقيمه ډيموکراسي
غیرمستقیمه يا استازیتوبي ډيموکراسي هغه ډيموکراسۍ دي چې خلک خپل استازي ټاکي چې د دوی لپاره هېواد اداره کړي. ټولی مدرنه ډيموکراسۍ عمدتاً په دې ډول اداره کېږي.

په کال۱۹۹۴ د ناروې د اروپايي اتحادیې ټولپوښتنې څخه. دا وروستی ځل و چې ناروې په ملي کچه مستقیمه ډيموکراسي وکاروله. ايا ته د نورو ورته ټولپوښتنو په اړه خبر يې؟
څه شی یو هیواد ډیموکراتیک کوي؟
د ډيموکراسۍ کلمه د یوناني لغتونو “دیموس” (خلک) او “کراتوس” (واک) څخه را اخیستل شوې ده او معنی يې د خلکو واکمني ده. دا نظر چې ټول وکولی شي په ېوه طریقه د ټولني په اداره کولو اغېزه وکړي، اړینه ده چې ټول انسانان باید مساوي ارزښت ولري، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د علامیې په لومړۍ ماده کې راغلي دي:
«ټول انسانان د یو شان انسانی ارزښتونو او انسانی حقونو سره آزاده پیدا شوي دي. دوی له عقل او وجدان سره سمبال دي او بايد د ورورګلوۍ په روحیه یو بل سره چلند وکړي»
(د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، ۱۹۴۸، ماده ۱)
دلته به موږ لومړی تر ټولو ډيموکراسۍ د يوه هېواد د حکومتداري په توګه په نظر کی و نیسو. موږ کولای شو ډيموکراسي، يا ورته څه، په ورزشي کلپونو، شرکتونو، ښوونځیو، کورنۍ او د ملګرو په ډلو کې هم پيدا کړو.
ډېر خلک ښايي د ډيموکراسۍ کلمه د هغو هېوادونو سره وتړي چې په کې سياسي ټاکني ترسره کیږي او ټول بالغ خلک د رايې ورکولو حق ولري. خو په يو هېواد کې د خلکوحکومت دا څه معنی لري ؟ د دې د پوهېدو لپاره موږ باید وګورو چې دا لاندی درې مهمه اصوله بايد پوره وي ترڅو يو هېواد وکولی شي ځان ډيموکراتيک وبولي:
- مساوي ډيموکراتيک حقونه
- مساوي ډيموکراتيک فرصتونه
- د افرادو او اقلیتونو د ګټو ساتنه
يو شان ډيموکراتيک حقونه
که يو هېواد وغواړي ځان ډيموکراتيک وبولي، تر ټولو اساسي خبره دا ده چې ټول خلک بایدمساوي ډيموکراتيک حقونه ولري. “ټول” معمولاً هغه ټول بالغ کسان چې د هېواد تابعيت لري. مساوي ډيموکراتيک حقونه د رايې ورکولو حق، د بیان ازادي او د اتحادیو د جوړولو د ازادۍ له لارې تضمينیږي.
د رايې ورکولو حق
د رايې ورکولو حق ممکن په ډيموکراسي کې تر ټولو مهم سياسي حق وي. په ناروې کې، د بېلګې په توګه، ټول هغه کسان چې د ناروې تابعيت لرونکي دی او له ۱۸ کلونو پورته عمر لري، په پارلماني ټاکنو کې د رايې ورکولو حق لري. ډير مثالونه شته چې په ټولنه کې بېلابېلو ډلو ته د رايې ورکولو حق نه دی ورکړل شوی. ښځې، بی وزلي او بېلابېل قومي ډلې په ډيرو هېوادونو کې – په ناروې کې هم – له ټاکنو څخه محروم دې. په ځینو هېوادونو کې دا محدوديتونه اوس هم شته. دغه ډول محدوديتونه د يو هېواد ډيموکراسي کمزورې کوي.
د دې لپاره چې د رايې ورکولو حق معنی ورکړي، مهمه ده چې ټاکنې داسې تنظيم شي چې خلک يې ډيموکراتيک او عادلانه وګڼي. سربېره پر دې، تاسی بايد داسې طرحی ولري چې د درغلۍ او تقلب مخه ونیسي، چې ورته ټاکنیزه درغلۍ وايي. د ټاکنو پایله باید په هېواد کې د پاليسۍ په جوړولو کې مهمه اغیزه ولري. یعنی دا چې ټاکل شوي استازي باید واک ولري. که په هېواد کې اصلي واک د خلکو له ټاکل شویو استازو پرته د بل چا په لاس کی وي، نو سياسي ټاکنې هیڅ ګټه نه لري.

د بیان ازادي او د ټولنو ازادي
سیاسي نفوذ د رایې ورکولو له حق څخه ډیر دی. سربېره پر دې، په هر ډيموکراتيک هېواد کې هرڅوک حق لري چې په سياسي چارو کې برخه واخلي، پرته د عمر په پام کې نیولو سره . موږ کولای شو په يوه ورځپاڼه کې ليکنې وليکو، په لاريونونو کې ګډون وکړو، د لاسليک راټولولو کمپاین پيل کړو، يا د يوې اتحاديې يا سياسي ګوند غړي شو او د سياستوالو په توګه انتخاباتو ته ځانونه وټاکو. د دې حقونو د خوندي کولو لپاره موږ د تجمع ازادي او د بيان ازادي لرو. دا هغه حقونه دي چې هر څوک یی په ډيموکراسۍ کې لري.
مساوي ډیموکراتیک فرصتونه
د یوی ښی فعاله ډیموکراسي هدف یی باید دا وي چې هرڅومره خلک چې امکان ولري په ډیموکراسۍ کې برخه واخلي. کله چې تاسی په سياسي ټاکنو کې رايه ورکوي، په اصل کې تاسی خپل واک تر یوی مودی لپاره هغو کسانو ته ورکوي چې رايه مو ورته ورکړي. په ناروې کې دا موده څلور کاله ده. یعنی دا چې ټاکل شوي کسان د نور په پرتله زيات واک لري، خو د دې لپاره چې ټاکل شوي استازي دغه واک غلطه ونه کاروي، بايد دا واک محدود شي.
د مساوي ډيموکراتيکو فرصتونه تر ممکنه حده د ډاډمن کیدو لپاره ، موږ باید د امکان تر حده ډیرو خلکو ته اجازه ورکړو چې په ډیموکراسۍ کې برخه واخلي او په عين وخت کې د ټاکل شویو استازو واک محدود شي. د دې کار لپاره څو لارې شتون لري. ځینې به یې موږ وګورو.
د رای ورکوونکو زیاتوالی
که څه هم ټول په سياست کې د نفوذ او ګډون مساوي حقونه لري،خو داسي نده چې ټول په عمل کې دا کار کوي. لومړی دا چی خلک کولی شي په ټاکنو کې له رایې ورکولو نه ډډه وکړي. د ۲۰۲۱ کال د پارلماني ټاکنو په وخت کې له ۲۰٪ زياتو رايه ورکوونکو خپله رايه ورنکړه . عملآ دا چې ټول خلک رايه ورکولو ته وهڅو،ستونزمنه کار دی .خو د ډیموکراسۍ لپاره یو هدف لکه د ناروې په څېر دادی چې ډیر زيات خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.
پوهه او معلوماتو ته لاسرسی
د دې لپاره چې خلک سياسي نظام درک کړي او او باخبره پاتې شي، پوهاوی او معلوماتو ته لاسرسی اړین دی. په یو شمیر هیوادونو کې، د بې سوادۍ د لوړې کچې له امله د ډیموکراسۍ ترلاسه کول ستونزمن دي،یعنی ویل شو چې ډیری خلک لوستل یا لیکل نشي کولی. له همدې امله، د زده کړې حق د ډیموکراسۍ د پلی کولو لپاره یو مهم شرط دی.

ښه ښوونيز نظام د ډيموکراسۍ لپاره يو مهم بنسټ دی. آيا تا کله فکر کړی چې دا چې ته اوس ناست یې او د ډيموکراسۍ په اړه لوست کوې، دا په حقيقت کې دا ډيموکراسۍ يو مهمه برخه ده؟
ښوونځي ته د تګ سربیره، باید د هېواد په سياستونو باندې هم با خبر و. يوه ډيموکراسي آزاده او خپلواکه رسنۍ ته اړتیا لري چې وکولی شي د پېښو راپور ورکړي، بېلابېل نظرونه ولېږدوي او په ټولنه کې د سانسور پرته د اعتراض وړ حالات افشا کړي. کله چې ټول خلک ښوونځي او رسنيو ته لاسرسی ولري، نو ټولو ته د ډيموکراسۍ په برخه کې د ګډون فرصت هم برابرېږي.
د واک وېش
د پارلمان استازي او د دولت غړي له عامو خلکو څخه زيات سياسي واک لري. په استازیتوبي ډيموکراسۍ کې بايد همداسې وي، ځکه موږ ځینې داسی کسان ټاکو چې د زموږ پر ځای هېواد اداره کړي. مګر د قدرت د ناوړه استعمال د مخنیوي لپاره ډیری لارې شته. یو شمیر ډيموکراسۍ د واک د وېش د اصولو پيروي کوي. یعنی دا چې د دولت مهمې دندې په درې بېلابېلو ادارو وېشل شوي دي.
|
د واک ډول |
دنده |
اداره |
|---|---|---|
|
مقننه قوه |
قوانین او بودیجه تصویب کول |
د خلکو له خوا ټاکل شوی جرګه په ناروی کی پارلمان |
|
اجرائیه قوه(حکومت) |
ډاډ ورکوی چې د مقننی قوه لخوا ټاکل شوي قوانین پلي کېږي |
حکومت |
|
قضایه قوه |
د قوانينو تفسير او پرېکړه کوی |
محکمې |
د مختلفو خلکو یا ادارو ترمنځ د واک ویش اکثرا د دولت د دې درې برخې ویش په پرتله په ډیرو برخو کې کارول کیږي. د بېلګې په توګه، په ناروې کې موږ يو څه محلي واک ښارواليو او ولايتي شوراګانو ته سپارلی دی. د واک د داسې ویش برعکس دیکتاتوري ده، چيرې چې ټول واک په يوه کس پورې اړه لري.
د اداری فساد او د بی طرفۍ نه د سرغړونې مخنيوی
که څوک د ډېر پيسو په درلودلو سره يا د حکومت د خلکو سره نژدې ملګريتوب يا دکورنۍ غړي کېدو له امله زيات سياسي واک ترلاسه کړي، نو دا د ډيموکراسۍ لپاره يو مشکل کېدای شي. تصور وکړه چې يو شتمن سوداګر سياستوالو ته پيسې ورکوي څو دوی د يوې داسې موضوع لپاره رايه ورکړي چې شرکت یی ډیره ګټه ترلاسه کړي. دې ته اداری فساد وايي او دا غير قانوني کار دي. په يوه ښه پرمخ تلونکی ډيموکراسي کې اداری فساد ډېر کم وي.
که يو سياستوال داسې پريکړې وکړي چې ځان، نژدې ملګري يا د کورنۍ کوم غړی ترې ګټه واخلي، نو هغه سياستوال د بې طرفۍ نه سرغړونه کوي. که د بېلګې په توګه د سوداګرۍ د وزير پر مېز داسې موضوع راشي چې پکې يو نژدې ملګری يا خپلوان ښکېل وي، نو وزير بايد ځان بی صلاحیته اعلان کړي. یعنی دا چې هغه کس د ووايي چی نشي کولای قضیه حل کړی ځکه هغه څوک چې په قضیه کې په یو ډول ښکیل دي ورسره ډیری قوي اړیکې لری .که په حکومت کې څوک په داسې حالاتو کې خبر ورنه کړي او د صلاحيت قواعد مات کړي، نو معمولاً اړ کېږي چې حکومت پرېږدي. په جدي مواردو کې دا کار حتی جرم ګڼل کېږي.
که چیرې په حکومت کې څوک د داسې قضیو راپور ورنه کړي، نو په دې توګه د بې طرفۍ د قواعدو نه سرغړونه کوي، او ډیری وختونه د دې لامل کیږي چې د وزارت څخه وایستل شی. په جدي قضیو کې، د سزا وړ هم کیدی شي.
د فساد او بې طرفۍ د سرغړونو پر وړاندې قوانین د دې لپاره دي چې یو څوک یوازې د ډیرو پیسو دلرلو یا د یو قدرتمند د پیژندلو له امله ډیر واک ترلاسه کولو څخه منع کړي.
د لاندې فلم د محتوا په اړه معلومات
دا لاندنی لنډ فلم د بې طرفۍ او سیاستوالو په وړاندې د اعتماد په اړه دي. فلم په ناروژې ژبه دی، او دلته د هغه د منځپانګې په هکله توضیحات وړاندې کېږي:
تصور وکړئ چې په هغه ځای کې چې تاسو اوسېږئ، يوه لویه لار جوړېږي. دغه لار د ښاروال د ورور په باغ کې تېریږي. ناڅاپه ښاروال خپله پرېکړه بدلوي او وايي چې لار نه جوړېږي. هغه وايي چې دا ځکه چې لار چاپيريال ته زيان رسوي. اوس دا ستونزمنه ده چې پوه شو ايا ښاروال دا ځکه رد کوې چې د چاپيريال ساتنه وکړي، يا اصل موخه يې د خپل ورور د باغ ساتل دي. د دې نه ډاډمنوالي له امله، ښاروال په دې موضوع کې بی صلاحیت دی او نشي کولی د لویې لارې موضوع وڅېړي. ښاروالۍ باید پدې قضیه کی بل څوک د ښاروال ځای ناستی لپاره ومومي.سیاستوال باید ډاډ ترلاسه کړي چې کله د یو څه پریکړه کوي ،خلک کولی شي په دوی باور وکړي، دا ځکه چې دوی باور لري هغه څه چې دوی یې پریکړه کوي د ټولنې په ګټه ده .
🛡️ د وګړ او اقليتونو د ګټو ساتنه
په يوه ډيموکراسۍ کې اکثریت پرېکړه کوي. خو که اکثریت ددی پرېکړه وکړي چې ځانګړي افراد يا ځانګړي ډلې په ټولنه کې وځوروی، نو بیا څه؟ ښايي له چا نه خپل کور واخیستل شی، د رايې ورکولو له حق، د بيان له ازادۍ يا دتابعيت څخه بی برخې شي؟ ښايي څوک په زندان کې واچول شي يا بې له محکمې اعدام شي؟ په ټولنه کې ټولي ډلې د خپل دين يا کلتور د عملي کولو څخه منع شي. د اقلیتونو ډلې حتی د له منځه وړلو هڅه کیدی شي. دا ټول نن ورځ په ډیرو هیوادونو کې پیښیږي چې ځانونه ډیموکراتیک بولي. له همدې امله، افراد او د اقلیتونو ډلې داسې حقونو ته اړتیا لري چې د ناوړه ګټه اخیستنې او تبعیض مخه ونیسي.

حقوقي خونديتوب
قانوني خونديتوب په ډيموکراسۍ کې ډېر مهم اصل دی او بايد وګړی له بې ګناه مجازاتو يا غير قانوني کړنو څخه وساتي. دلته ځينې اصول دي چې د قانوني خونديتوب د ترلاسه کولو لپاره بايد موجود وي:
- ټولې پرېکړې چې چارواکي يې کوي، بايد د هېواد له قوانينو سره سمې وي.
- هیڅوک د محکمه د حکم نه پرته مجازات کیدی نشي.
- تاسو حق لرئ چې ستاسو قضیه په یوه بې طرفه محکمه کې وڅیړل شي.
- تر هغه چې ګناه ثبوت نشي ، شخص بې ګناه ګڼل کېږي .
- ټول د قانون پر وړاندې برابر دي؛ باید هیڅ ډول غیر عادلانه تبعیض شتون ونلري.
- په یوه قضیه کی ښکیل ټول اړخونه باید د موضوع په اړه د خپل نظر د څرګندولو فرصت ولري.
هغه حقونه چې د اقليتونه ملاټر کوي
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په اعلامیه کې داقلیت او زیانمنو ډلو ساتنه ډېره مهمه ده. بومی خلک ځان ته ځانګړې ساتنه لري. بومی خلک هغه قومی ډلی دي چې په هېواد کې له اکثریت څخه جلا دي، ډېر پخوا مخکې له دې چې د هېواد پولېی او دولت جوړ شی دوی په هېواد شتون درلود. بومی خلک اکثراً د چارواکو او اکثریت خلکو له خوا له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ شوي دي. د بومی خلکو حقوق بايد ډاډ ورکړي چې دا ډول تبعیض او ظلم نور نه پېښيږي، او د بومی خلکو د خپل کلتور او ژبی په ساتنه کی مرسته وکړي.
په ناروې کې موږ يو اصلي قوم لرو: ساميان. خو موږ پنځه به اصطلاح ملي اقلیتونه هم لرو : کوينران/ناروېژي فنلانديان ، ځنګلي فنلانديان، يهوديان، روميان او رومانيا یان/تاتاران. دا قومي ډلې خپل ځانګړې کلتور لري او له هیواد سره اوږدمهاله اړیکې لري. ملي اقلیتونه دبومی خلکو سره یو څه یو شان حقوق لري، خو د بومی خلکو نه په ځينو برخو کې قوي ملاټر کیږي.
په ډيموکراسۍ کې بايد هېڅ څوک د هېڅ علت له مخې د تبعيض يا تعقيب سره مخ نشي. په ناروې کې موږ داسې ځانګړي قوانين لرو چې موږ د دين، قوميت، جنس، جنسي تمایل،، جنسیتی هویت یا معلولیت.پر بنسټ له تبعيض څخه ساتي.
هغه حقونه چې د اقلیتونو ساتنه کوي، اړين دي چی د موږ په يادوساتی چی د ډيموکراسۍ بنسټ او اساس څه دی ، يعنې دا چی ټول انسانان آزاد زيږېدلي او يو شان ارزښت او بشري حقونه لري.
په تمرین کې د نروېژي متن مهمې کلمې موجودې دي.
- .کلمې د LEXIN یا د نورو طریقو په مرسته وژباړئ.
- په ښي ستون کې کلمه په يوه جمله کې کارول شوې ده چی په متن کې شتون لري. جمله وژباړئ يا تشريح يې کړئ چې څه معنا لري.




