Samene // سامیان
په نړۍ کې له ۶۰۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰۰ پورې ساميان شتون لري. په سویډن کې تقریباً ۱۷۰۰۰، په فنلنډ کې نږدې ۷۵۰۰ او په روسیه کې تقریباً ۲۰۰۰ ساميان اوسېږي. په ناروې کې د دوی شمېر شاوخوا ۴۰۰۰۰ ته رسېږي. ډېری یې د «Saltfjellet» (مالګې غره) شمال خواته او یا په لویو ښارونو کې لکه اوسلو کې ژوند کوي.

سامیان بومی وګړي دي
سامیان بومي وګړي دي. دا په دې مانا ده چې سامیانو له ډېر پخوا راهیسې د ناروې، فنلنډ، سویډن او روسیې په شمالي برخو کې ژوند کاوه. دوی حتی مخکې له دې چې د دغو هېوادونو ترمنځ سرحدونه وټاکل شي، دلته مېشت وو. بومي یا اصلي وګړي اکثراً ځانګړی کلتور لري او په کوم هېواد کې چې اوسېږي، له نورو خلکو سره توپیر لري. په نړۍ کې ډېر بومي وګړي شتون لري؛ د بېلګې په توګه: کردان چې په ایران، عراق، سوریه او ترکیه کې اوسېږي، بومي وګړي دي.
د غرڅه د ځغلولو لوبه
د غرڅه د ځغلولو لوبه د سامیانو تر مینځ چې غرڅه لري مشهوره سپورت دی. په ځینو سیالیو کې، ورزشکاران په خپلو پښو سکي تړي او دغرڅه شاته د رسۍ په واسطه ځان راکش کوي. په نورو سیالیو کې، ورزشکار په یو سلیج (واوره ګاډۍ) کې چې د غرڅه شا تړلې ده، ناست وي. د غرڅه د منډې تر ټولو لوړ سرعت په ساعت کې ۶۰ کیلومتره دی. د غرڅه ځغلولو په برخه کې هم د ناروې د اتلولۍ او هم د شمالي اروپا د اتلولۍ سیالۍ ترسره کېږي.

د سامیانو ملي ورځ
د فبروري شپږمه د سامیانو ملي ورځ ده. د سامیانو ملي ورځ په ناروې، سویډن، فنلنډ او روسیه کې په یوه ورځ (هممهاله) لمانځل کېږي. دغه ورځ د هغې غونډې په ویاړ چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۱۷ عیسوي کال د فبرورۍ په شپږمه په «تروندهایم» (Trondheim) کې جوړه شوې وه، لمانځل کېږي. په همدې غونډه کې په ناروې او سویډن کې مېشتو سامیانو د لومړي ځل لپاره سره ولیدل ترڅو د سامیانو د ګډو موضوعاتو په اړه په ګډه کار وکړي.
د سامیانو ملي ورځ په ناروې کې د بیرغ پورته کولو رسمي ورځ ده او دا ورځ د ناروېژي او سامي بیرغونو په رپولو سره لمانځل کېږي. دا ورځ د ناروې په ډېرو ځایونو کې نمانځل کېږي. په ترومسو کې دوی ټوله اونۍ د بېلابېلو فعالیتونو لکه کنسرتونو او د غرڅو د ځغلولو له سیالیو سره تېروي. د سامیانو ملي سرود «Sámi soga lávlla» دی، چې مانا یې «د سامیانو د نسل سندره» ده.
د سامیانو په ملي ورځ موږ وایو: «Lihku beivviin» چې مانا یې «ورځ مو مبارک شه» ده.
سامی بیرغ

د ناروې، سویډن، فنلنډ او روسیې ټول سامیان یو ګډ بیرغ لري. د بیرغ بڼه د سامیانو له فولکلوري ادبیاتو څخه الهام اخیستی، چې په هغو کې سامیان د لمر د زامنو او لوڼو په توګه انځور شوي دي. په بیرغ کې شته دایره د لمر او سپوږمۍ نښه (سمبول) ده. د سامیانو پارلمان د سامي بیرغ د کارولو په اړه پرېکړه کوي. د فبرورۍ په شپږمه نېټه موږ وایو: «Lihku beivviin»؛ دا په دې مانا ده چې: «ورځ مو مبارک شه!»

سامی ژبه
«سامي ژبه یوازې یوه ژبه نه ده، بلکې د یوولسو بېلابېلو ژبو یوه ټولګه ده. سامي ژبې د فنلنډي، استونیایي او هنګري ژبو له کورنۍ څخه دي. شمالي سامي د سامي ژبو تر ټولو لویه څانګه (ګروپ) ده. په ناروې، سویډن او فنلنډ کې مېشت سامیان په شمالي سامي خبرې کوي. سویلي سامي اوسمهال د ډېرو سامي کورنیو ورځنۍ ژبه نه ده؛ خو د «لولې سامي» (Lulesamisk) وضعیت یو څه ښه دی، ځکه ډېری ماشومان یې په کور او ښوونځي کې زده کوي. «Bures» په شمالي سامي کې د «سلام» مانا ورکوي. «Lavvo» (مخروطي خېمه) او «pulk» (واوره ګاډۍ) سامي کلمې دي چې په ناروېژي ژبه کې هم کارول کېږي.»





