Hva skjer når kongen dør?// څه پښیږي کله چې پاچا وفات شي ؟
د جمعې په ورځ، د اګست په ۲۸مه، پاچا هارالډ مړ شو. ډېر خلک د ده په مړینه غمجن شول. تاسو وینئ چې بیرغونه نیمه ځوړند دي، خلک ګلان راوړي، او لویان په تلویزیون او خبرونو کې د پاچا په اړه ډېرې خبرې کوي. په اوسلو کې، ډېر خلک د ماڼۍ مخې ته راغونډ شوي وو ترڅو د هغه درناوی وکړي.



دا ډیره واضح خبره ده چې پاچا هم لکه د نورو خلکو په شان کله چی زوړ شي ،وفات کیږي. نوکله چې دا سی پیښه کیږي، ناروې مخکې له مخکې د راتلونکي لپاره پلانونه لري.
ناروې یو نوی پاچا ټاکی


ولیعهد د پاچا زوی دی. په هماغه شیبه کې چې پاچا هارالډ وفات شو، ولیعهد شهزاده هوکون پاچا شو. نوي پاچا وغوښتل چې د پاچا هوکون اتم په نوم یاد شي.
په ناروې کې ډیری چاری د پخوا په څیر دوام لري. هغه لویان چې د هیواد مسؤلیت لري پوهیږي چې څه وکړي. حکومت، سټورټینګ، پولیس، ښوونځي، روغتونونه او د ټولنې پاتې برخی خپلو کارونو ته د پخوا په شان دوام ورکوي.
دغم احساس کول طبیعي خبره ده
د پاچا له مړینې وروسته، ډېر خلک غواړی د هغه په اړه خبرې وکړي، د هغه په اړه فکر وکړي او هغه به په یاد ولري. په ډېرو ځایونو کې تاسو د پاچا هارالد د ژوند په اړه لیدلی، لوستلی یا اوریدلی شئ. هغه ډېر اوږد ژوند وکړ، نو په ډېرو کارونو کې یې برخه اخیستې او د ناروې لپاره یې ډېر ښه کارونه کړي دي.

ډېر ژر به د پاچا هارالد جنازه و شي. او د اوسلو په کلیسا کې به ترسره شي. ځینې خلک ډیر غمجن کیږي کله چې یو پاچا وفات شي. ډیری داسی احساس کوي چې دوی هغه پیژني ،که څه هم هغه یی هیڅکله نه دی لیدلی. دا ځکه هر کله چې به په ناروې کې مهم، ستونزمن اود خوشحالی وړ کارونه کیدل هغه به حاضر وو. ډیری وايي چې پاچا هارالد د ناروې د ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره د نیکه په څیر و.
ماشومان هم کیدای شی په مختلف ډول غبرګون وښیي .ځینې یې غمجن یا اندیښمن کیږي. نور یې لیواله کیږي او ډیرې بیا پوښتنې لري. او ځینې یې بیا په دی اړه ډیر فکر نه کوي. دا ټول غبرګونونه په بشپړه ډول عادي دي.


ته خوندي یې.
که څه هم تاسو اورئ چی ډیری خلک د پاچا د مړینې په اړه خبرې کوی،خو ناروې په خطر کې نه ده. هیواد خپل فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکوي. تاسو کولی شئ ښوونځي ته لاړ شئ، له ملګرو سره اوسئ، لوبې وکړئ، ورزش ته لاړ شئ او هغه نورمال کارونه مو وکړئ چې تاسو یې معمولا کوئ.
که خبرونه مو نارامه کوي، نو دا ښه ده چې له یو هغه مشر سره خبرې وکړئ چې تاسو پرې باور لرئ. لویان کولی شي چې د هغه څه په اړه چی فکرکوئ، تاسو ته تشریح کړي . همدارنګه تاسو اړتیا نلرئ چې ټول خبرونه تعقیب کړئ. تر ټولو مهمه خبره چې باید په یاد ولرئ دا ده: کله چې یو پاچا وفات شي، ناروې یو پلان لري. یو نوی پاچا واک ترلاسه کوي، لویان موږ ته د ټولنه د فعالیتونو او د ورځني ژوند د دوام ډاډ را کوي.











